د ایمل پسرلي «سلمه کیسه» د مېتافکشن یوه بېلګه

عبدالوکیل سوله مل

31

داستاني ـ هنري ادبیات د ژوند داسې هېنداره ده، چې لوستوال پکې د لیکوال د انساني ژوند ګڼې تجربې ویني. په دغو انساني تجربو کې یوه تجربه هم په خپله د لیکوال د ادبي پنځونې مضمون جوړوي.

په نړیوالو ادبیاتو کې د داسې لیکوالانو بېلګې، چې خپلې ادبي تجربې، داستاني پوهه او کیسهلیکنه د خپلو اثارو مضمون ګرځوي، ډېرې دي.

جاپاني معاصر لیکوال هاروکي موراکامي او تر ټولو معاصر امریکايي لیکوال پل استر ېې ښې بېلګې  دي. په دې برخه کې د استر دا رومانونه: «د نیویارک درې‌ګونې»، «د وړاندوینې شپه»، «لیونتوب په بروکلین کې» او «په تیاره کې روان سړی» یادولی شو.

په پښتو داستاني ادبیاتو کې داسې تجربې خورا کمې او په نشت حساب دي. یو له هغو لیکوالانو څخه چې دا برخه یې بډایه ده، پېژندل شوی کیسهلیکوال ایمل پسرلی دی.

ایمل پسرلی ښایي له کمسارو پښتنو لیکوالو وي چې د ډېرو افغان لیکوالو په پرتله یې ډېری لنډې کیسې د داستان موضوع هم جوړوي. ما یې یوازې په دریو داستاني ټولګو: «لارورکي»، «ژوند په موسمونو کې» او «د جولای شپاړسمه» کې تر دوولسو ډېرې کیسې: «سلمه کیسه»، «سترګې»، «تکرار»، «یعنې څه»، «په کتابتون کې»، «لیکوال»، «شپې»، «د ژوند کیسې»، «د لیکوال ژوند» او «تغیر» نومې کیسې لوستې دي.

په دغو او دې ته ورته د دوی په نورو کیسو کې ایمل پسرلی د کیسهلیکنې ګڼې تجربې له لوستونکو سره شریکوي. په دې کیسو کې هغه د خپلې کیسهلیکنې پوهه، تجربه او د نورو پنځوونکو تجربې او نظریې راپېژني.

یوه له دغو کیسو څخه د ده «سلمه کیسه» ده. دا کیسه یو لیکوال یا پنځوونکی راسره مخامخ او په خبرو راولي. په دې کیسه کې ایمل یوه بله دنده هم پر مخ وړي، او هغه د مرکچي دنده ده چې په دې توګه په کیسه کې خپل بشپړ هویت راپېژني، دی سره له دې چې د پښتو کیسې یو مخکښ او پېژندل شوی لیکوال دی، د دې تر څنګ یو ژبور او تکړه خبریال هم دی، او په دې هویت یې خلک تر لومړي ډېر پېژني.

په «سلمه کیسه» کې راوي د یو لیکوال مرکې ته ورځي، څو د هغه د پنځونو له ماهیت سره مو اشنا او د لیکنې تجربې یې راسره شریکې کړې دي. راوي، مخکې له دې چې د لیکوال سبک او د هغه د لیکلو تجربې را وپېژني، په پیل کې موږ د دوی د شخصي ژوند له ځینو اړخونو: عادتونو او خوبونو سره اشنا کوي:

ـ د ټلېفون له لارې نه پیدا کېده، پر ټوېټر یې هم لنډ ځواب راکړ. په فیسبوک کې یې هم همدا ځواب و. خبر شوم چې په ساعتونو ساعتونو په اوبو کې پروت وي. هلته راډیو اوري، انټرنېټ ویني او چای څښي.

د لیکوال داسې یو تصویر او په دې بڼه معرفي کول د راوي تصادفي انتخاب نه دی. راوي په دې سره غواړي وښيي چې لیکوالان او هنرمندان هم ځانګړی او له نورو متفاوت ژوند خوښوي. د ژوند چارې او طریقې یې هم بېلې دي.

د داسې یو کرکټر انتخاب دا راښيي چې کرکټر افغان نه دی او چاپېریال یې هم د افغاني جغرافیې سره توپیر لري. دا هغه مهال لا ښه څرګندېږي، کله چې راوي د هغه کور ته ورځي. سره له دې، دا د کیسې منطق تر یوه حده تر پوښتنې لاندې راولي او د کیسې چاپېریال افغاني ګرځوي.

کیسه په مرکه پیلېږي:

ـ ښه نو مرکه دې پیلوه، چې بیا تیاره نه شي.

ـ یعنې بېړه کوئ؟

ـ نه، بېړه نه کوم، خو څه چې مې په مخ کې وي، غواړم تر سره یې کړم.

که څه هم په دې برخه کې د کیسې کومه پوښتنه او ځواب څرګند نه ښکاري، خو د ژوند یو عام اصل راښيي چې مخې ته پروت کار باید پر وخت پای ومومي.

له دې وروسته د کیسې او پنځونې پورې تړلې پوښتنې یو پر بل پسې راځي او د پوښتنو او ځوابونو له لارې کیسه مخ پر وړاندې ځي. لوستونکی پوهېږي چې فعال کرکټرونه څوک دي. له لیکوال سره د خبریال د مرکې تصویر خورا روښانه دی. د پوښتوونکي کنجکاوي او د لیکوال ځوابونه داسې دي، لکه یوه ادبي خپرونه چې په راډیو کې یې اورې یا یې پر ټلوېزیون ننداره کوې.

د کیسې د پیل پوښتنه د سوژې په اړه ده:

ـ کیسو ته دې سوژې له کومه کوې؟

ـ په سوژه پسې نه ګرځم!

ـ نو کیسې څرنګه لیکئ؟

ـ یو څه احساسوم او یو څه وینم، بیا لیکل کېږي.

د مرکې پیل له دې ځایه له دوو اړخونو پر ځای دی: یو دا چې د هر لیکوال او هنرمند د خلقت لومړنۍ خښته د لیکنې لپاره سوژه ده. بله دا چې پوښتنه د لیکوال په شخصي ژوند نه راڅرخېږي، بلکې د هغه د خلقت په تجربو راګرځي.

په کیسه کې ګڼې پوښتنې او ځوابونه که څه هم فردي دي، خو ځوابونه یې عامې ایجادي تجربې دي، چې د هر لیکوال په تخلیق صدق کوي. لکه دا پوښتنه او ځواب:

ـ له خپلو کیسو څخه راضي یاست؟

ـ له لیکلو وروسته یو څه وخت ترې خوند اخلم، وروسته راڅخه پردۍ شي.

او یا هم دا:

ـ که اصلاً کیسه و نه لیکئ، څه به وشي؟

ـ له هغه احساس سره به مې ظلم کړی وي.

ـ ګوره، دا خو دادخواهي ده!

ـ زه یې د ځان د ارامولو لپاره لیکم، د یو سکون په خاطر یې لیکم.

کیسه د بلې کیسې په پنځونه، چې د لیکوال سلمه کیسه جوړوي، پای ته رسېږي:

ـ نو سلمه کیسه به مو په کومه موضوع وي؟

ـ همدا مرکه!

ـ دا نو کیسه شوه؟

ـ ولې نه!

ـ څه پکې کیسه ده؟

ـ دا خبره به لوستونکو ته پرېږدو!

ـ او که هغوی هم پوه نه شول؟

ـ زما زړه خو به تش شوی وي…

ـ که دا کیسه اوس و نه لیکم، وروسته به بیا دغه احساس راسره نه وي.

په دې سره کیسه پای مومي؛ داسې بریالی پای چې د کیسهلیکنې لپاره یو عام ارزښت او قاعده راته مخې ته ږدي: هر ښه لیکوال په دې پسې نه ګرځي چې څوک به یې کیسه خوښه کړي او که نه.

ښه لیکوال له هر چا مخکې د ځان لپاره کیسه لیکي، او که هغه پر هغه وخت چې د کیسهلیکنې احساس یې پارېدلی وي، کیسه و نه لیکي، وروسته به ورته هم د کیسې لیکل ستونزمن وي او هم به یې بریالۍ کیسه نه وي لیکلې.

د دې ډول کیسو ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې نوې بڼه وړاندې کوي، بلکې دا هم کوي چې:

  • د لوستونکي هنري تنده خړوبه کړي؛
  • او په ورته وخت کې د کیسهلیکنې عملي تجربې ور زده کړي.

په بل عبارت، دا کیسې هم ادبي خوند لري او هم د لیکوالۍ یو غیرمستقیم درس. لوستونکی نه یوازې کیسه لولي، بلکې د کیسې تر شا د فکر او جوړښت له بهیر سره هم اشنا کېږي.

په نړیوالو ادبیاتو کې دا ډول روایتونه، چې «مېتافکشن» یې بولي، یوه پخه او منل شوې تجربه ده؛ خو په پښتو ادب کې لا هم دا برخه په نشت حساب ده. له همدې امله، د ایمل پسرلي دا ډول کیسې نه یوازې یو فردي نوښت دی، بلکې د پښتو کیسهلیکنې لپاره د یوې نوې لارې پرانستل هم بلل کېدای شي، چې د نوي فکري او تخنیکي افق دروازې هم پرانیزي.

سلمه کیسه

 

نهه نوي کیسې یې لیکلې وې، په همدې پلمه مې مرکه ورسره کوله. وخت نه برابرېده. داسې فکر راپيدا شو لکه ځان چې ترې وباسي. خو ژمن وم چې هرو مرو به ورسره مرکه کوم. په تیلې فون نه پيدا کېده. په ټیوټر یې لنډ ځواب راکړ، ویل یې ، که ژوند و ولې نه. په فیسبوک یې هم ځواب همدا و. د ده خپل مې پيدا کړ. له هغه سره یې کور ته نابللی ورغلم.  مېرمن یې ویل دی په ټپ کې دی. وروسته خبر شوم چې په ساعتونو ساعتونو په اوبو کې پروت وي. هلته رادیو اوري، اینترنیت ویني، چای څښي. په یو څه ځنډ راغی. فکر مې کاوه قهروړی به وي چې ولې مو تر ورتګ له مخه زنګ نه و وروهلی. ظاهرآ یې غوسه راښکاره نه شوه.د مرکې ژمنه مې ترې واخیسته. د شنبې ورځ څلور بجې. تر هغه وړاندې ده پر تلویزیون فوټبال لید. د مرکې ځای کور ته نژدې پارک و. دواړه په بایسکل تلو. د ده د ورزش یوازینۍ وسیله.

 ټیک څلور بجې له بایسکل سره د ده کور ته ورسېدم. دی هم تیار و. له بایسکل سره راووت. د ناستې او چای ست یې ونه کړ. دواړه رهي شو. له کوره یې پنځه دقیقې لیرې پارک و. د یوې وړې ویالې له غاړې د بایسکل چلولو لارګۍ وه. شاوخوا چمنونه او ونې. د مني لمر تود لګېده. ده راته وویل:

 –         ښه نو مرکه دې پيلوه بیا تیاره نه شي.

 –         لکه چې د وخت پابند یې؟

 –         نه، خو څه چې مې په مخ کې وي غواړم ژر باید وشي.

 –         مانا بیړه کوې؟

 –         نه بیړه نه کوم خو غواړم څه چې مې په مخ کې وي ترسره یې کړم.

 پر لارګۍ سپين جغل پراته و. د بایسکل ټایرونه چې پرې تېرېرل خوندور غږ یې پيدا کاوه. شمال  د ونو پاڼې ښورولې، په ویاله کې اوبه غلې وې، یو نیم وار به د مرغانو شور شو، نوره کراري وه. ومې پوښت:

 –         کیسو ته دې سوژې له کومه کوې؟

 –         په سوژو پسې نه ګرځم.

 –         نو کیسې څرنګه لیکې؟

 –         یو څه احساسوم، یو څه وینم بیا لیکل کیږي.

 –         که یې واورې هغه نه شې لیکلی؟

 –         اورېدل او احساسول سره فرق کوي.

 –         یعنې د خپل ژوند تجربې لیکې؟

 –         نه حتمي نه ده چې تجربه وي، خو یو څه باید احساس کړې که نه نو لیکل مې مصنوعي راځي.

 یوې ونې ته ودرېد. پاڼې یې نیمې ژیړې نیمې سرې وې. پاڼه یې بوی کړه. پاس یې ونې ته وکتل. اسمان ځای ځای شین و. نورې وریځې وې. د تیلې فون په کامره یې عکس واخیست.

 –         عکاسي دې خوښه ده؟

 –         ډېره، خو هیڅکله مې ښه کامره وانه خیسته.

 –         ولې؟

 –         لکه چې نور نه شم قانع کولی.

 –         څوک؟ د کور غړي که اقتصادي حالت؟

 –         د کور غړي.

 –         ولې کله یې منع کړي یاست؟

 –         نه بحث مو نه دی کړی، خو هسې احساسوم یې چې د ځان لپاره یو څه کوم

 –         یعنې له کیسې لیکنې پرته په ژوند کې هم د یو څه احساسول درته مهم دي؟

 ویې خندل. ځواب یې راکړ.

 –         نه

 یوه شېبه غلی شو بیا یې وویل:

 –         مخته له دې چې مې د عیب پوښتنه وکړې خپله یې درته وایم.

 –         په کیسه لیکنه درسره غږېږم نه په عیبونو.

 –         امممم خو دا خبره باید درته وکړم.

تلوسه راپيدا شوه. ما اورېدلي و چې سړی ډير کله اضافي خبرې نه کوي. د نورو له اضافه خبرو هم ستړی دی. اوږدې مقدمې یې نه دې خوښي وار له واره خبره غواړي.

 –         ډېر کله فکر نه کوم، وار له واره خبره کوم، لکه اړ چې یم.

 –         څه مانا، څه ته اړ؟

 –         فکر کوم که ځواب په ځنډ ورکړم، د بل وخت مې ضایع کړی، باید وار له واره ځواب ووایم خو دا ښه خبره نه ده.

 –         ولې عیب یې څه دی؟

 –         انسان په تول پوره خبره سملاسي نه شي کولی.

 –         حتمآ دې تل خبرې په تول پوره وي؟

 –         په تول که خبرې پوره نه وي د انسان کرکتر ناسم تعبیرېدلی شي.

 –         کرکتر له خپلو سترګو مهم دی که د بل له سترګو؟

 –         زه تل وایم چې بل مې باید درک کړي، نیت مې سم دی ، عمل مې سم دی نو ډار مې له څه.

 –         خو سمه خبره ده.

 –         سمه خبره ده خو نور ورته په همدې سترګه نه ګوري ، بیا نو ټاپي درباندې لګوي.

 په بایسکل یې پښه واړوله. له لاره ګۍ واوښت. په چمن کې رهي شو. د یوې لغړې شوې ونې ډډ ته ودرېد. د تیلې فون کامره یې ورته ونیوله. پاس څانګې یې عکاسي کړې. تورې څانګې، او پاس ، تورې، سپینې وریځې او ځینې ځایونه تک شین اسمان. عکس ته یې وکتل. ماته یې راښکاره کړ. له خپل عکسه یې خوند واخیست.

 –         په کیسو کې دې ډېر کله انځور نه وي، ځینې وايي وچې دي. لکه ژورنالستیک رپوټ.

 –         زه وایم اضافه باید څه ونه وایم. هغومره ووایم چې کیسه ورته اړتیا لري.

 –         يعنې په کیسه فکر کوې.

 –         په هغه څه فکر کوم چې کیسه کوم یې خو په لیکلو یې نه.

 –         نو دا ډار نه لرې چې کیسې به دې سره ورته وي؟

 –         ورته والی عیب دی، نوښت غواړم، خو له عیبه خالي نه یم.

 رهي شو. دا وار یې بایسکل تیز چلاوه. له پارکه د وتلو دروازې ته نژدې شو. ودرېد.

 –         یو ځای به چای وڅښو.

 –         په چایو مین یې، په کیسوکې یې هم ډېر یادوې.

 –         مینه به هم نه وي، د موضوع او حالت د بدلولو ښه لار ده.

 –         یعنې تږی نه یې خو بیا هم چای څښې.

 –         تږی به یم خو تر تندې هم د فضا له بدلېدا خوند اخلم.

 –         کار دې نه دی بدل کړی او ډېر وايي چې په یوه ځای کې خوښ یې، نو د فضا بدلون په څه مانا؟

 –         د وړو شېبو بدلون، د هوا بدلون غواړم، ټول بدلون نه یادوم، ټول بدلون انارشي راته ښکاري.

 له پارکه ووتو. د چایو دوکان ته ولاړ. یوه نرمه موسیقي غږېده. په یوه کونج کې یې کوچ ته اشاره وکړه. هلته یې د کښېناستو راته وویل، ما ست وکړ چې د چایو پیسې به ورکړم.لکه امر چې کوي کښېناستم. دی لږ وروسته له دوو پيالو چایو سره راغی، ویې ویل:

 –         ستونه مې نه دې خوښ.

 –         نه خو ما مرکه درسره کوله، حق مو پر ما و.

 –         نه نو زموږ د کور خوا ته راغلی یې.

 –         کور کې خو نه یو نو.

 –         کور ته مې ځکه نه بېولې چې غوښتل مې له دې فضا خوند واخلو.

 پښه یې په پښه واړوله. له تاوده چایه یې غوړپ وکړ. ومې پوښت:

 –         میین شوی یې؟

 –         که یم هم نه یې درته وایم.

 ځواب یې نیغ و. فکر مې نه کاوه داسې دې راته ووايي. دلیل مې وغوښت، ویې خندل:

 –         په ځینو شیانو پرده ښه وي. ټولنه مو له دوړو ډکه ده.

 –         دوړې پاکېدی نه شي؟

 –         بله پوښتنه لرې؟

 –         له خپلو کیسو راضي یې؟

 –         له لیکلو وروسته تر یوه وخته خوند ترې اخلم، وروسته راته پردۍ شي.

 –         خپلې کیسې او پردۍ؟

 –         هو نو هغه احساس مې ختم شوی وي چې دغه کیسه یې راباندې لیکلې وي.

 –         نو که اصلآ کیسه ونه لیکې څه به وشي؟

 –         له هغه احساس سره به مې ظلم کړی وي، ګوره دا خودخواهي ده، زه یې د ځان د ارامولو لپاره لیکم.

 –         یعنې د ژبې او ټولنې خدمت مطرح نه دی؟

 غلی شو. وبخښه یې وویل. تشناب ته لاړ. یوه شېبه وروسته راغی. لاسونه یې مینځلي و. په ویښتو یې لوند لاس تېر کړ. کښېناست.

 –         نو سلمه کیسه به مو په کومه موضوع وي؟

–         همدا مرکه.

 –         دا نو کیسه شوه؟

 –         ولې نه.

 –         څه په کې کیسه ده؟

 –         دغه خبره به لوستونکي ته پرېږدم.

 –         که هغوی هم پوه نه شول.

 –         زما زړه خو به تش شوی وي.

 –         نو خپل چاروکی یې؟

 ویې خندل. راته ویې ويل:

 –         که دا کیسه اوس ونه لیکم، وروسته به بیا دغه احساس راسره نه وي. باید لاړ شم.

 لاس یې راکړ. له رستورانته ووت. په بایسکل یې پښه واړوله. د ده د کیسو غوندې یې نور زه پرېښودم چې خپله یې پر پای فکر وکړم.

  

د ماپښين یوه بجه او درې دقیقې

 د اکتوبر ۱۹ مه ۲۰۱۴

 سوت رایسلیپ لندن

ناشناس او د ناشناس کیسه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.