زه کنجوس سړی نه یم او کنجوسان مې ښه هم نه ایسې، خو له هغوی مې سوالګر لا ډېر بد راځي، ځکه ما د ډېرو داسې سوالګرو کیسې لوستلي او اورېدلي دي چې له مړینې وروسته یې ډېره شتمني پاتې شوې ده. د هغه هندي سوالګر کیسه مې لا هم په ذهن کې ژوندۍ ده چې له مړینې وروسته یې په میده پیسو او وړو بانکنوټونو څو خونې ډکې پرېښي دي. د داسې یو سوالګر کیسه مې هم اورېدلې ده چې د مالیې په نه ورکړه زندان ته لاړ او پر شتمني یې څو ښوونځي آبادېدل.
داسې نه ده چې زه خیرات او د اړو کسانو لاسنیوی بد بولم او له بېوزلو سره له مرستې انکاري او فراري یم، نه، نه، هېڅکله نه! زه د بل هر سخي انسان په څېر ډېر زړهسواند، مهربان او خواخوږی انسان یم.
زه نه یوازې له بېوزلو سره د مرستې مېړنی او لېونی یم، نور مې هم تل له بېوزلو او غریبانو سره مرستې ته هڅولي دي. په دې برسېره، تر پروسږ کال مې یوه لویه خیریه موسسه هم مدیریت کړه. خو نه پوهېږم تېره اونۍ ماښام څنګه خدای لېونی کړم، په ما څه ټکه راولوېده او څنګه زر تېروتم او وغولېدم:
د ماښام تیاره خپره وه، کور ته پلی او ګوښې روان وم، له ځان سره مې کرل رېبل چې تر شا یو ښځینه غږ زما د فکر تنابونه وشلول:
— وروره!
مخ مې شاته راواړاوه، یوې سرې سپینې ښځې چې تور ټیکری یې په سر و، لکه تېز موټر چې ناببره بریک ونیسي، د سترګو په رپ کې زما خواته نږدې ودرېده، په رېږدېدلي غږ یې وویل:
— مسلمان یې؟
پرته له دې چې د دې حیرانونکې پوښتنې ځواب ته خوله پرانېزم، او د هغې د څېرې انځور په ذهن کې خوندي کړم، تر فکر مخکې مې اوږې وښورېدې:
— بلې.
— دې سیمه کې به جومات نه وي درمعلوم؟
ښځه پړینګ په ژړا شوه، ژړا یې دومره اغېزمن نه کړم، څومره چې د هغې پوښتنې ټکان راکړ. هم وشرمېدم او هم وننګېدم، ځکه لس کاله کېدل چې په دې سیمه کې هستوګن وم، خو یو جومات نه و رامعلوم!؟ د یو مسلمان په توګه مې ځان ګرم او پړ وباله.
خورا شرمېدم او هېڅکله مې هم په سر کې دا خبره نه وه تېره چې کومه ورځ به دلته له ما څوک، او هغه هم یوه مېرمن، د جومات پوښتنه کوي! خدای مې دې نه ګنهکاروي، خو یوه خبره ده چې زه ټول لمونځونه په کور کې کوم او د لندن له جوماتونو غلی او لیرې ګرځم. او دا ځکه، که رښتیا ووایم، د انګلستان ډېری جوماتونه راته د عبادت له ځایه زیات د تجارت ننداره ده. هلته عبادت لږ وي، خو تجارت ډېر. او چېرې چې په داسې سپېڅلو مذهبي ځایونو کې د عبادت پر ځای د تجارت تله درنه وي، کوم رښتینی مسلمان به هلته ورتلو ته زړه ښه کړي!؟
په دې پورې یوه خاطره را یاده شوه:
یوه ورځ چې په مانچستر کې د یوه عصري جومات تر څنګ پلی روان وم، تر خوا مې دوه تنه هم د دې جومات مخ ته روان وو چې یوه بل ته لګېا وو:
— پوهېږئ د دې جومات څښتن څوک دی؟
بیا یې همدغه جومات ته مخامخ یوه لوی هوټل ته لاس ونیو.
— د دې جومات خاوند، چې دا ټول یې د دغه جومات د ګټې برکت دی.
ملګري یې خبره په خندا واړوله:
— خو راځه چې ما او تا هم دا کاروبار شروع کړو.
ملګري یې د هغه ګنهکار په څېر چې له خدایه د خپلې کړې ګناه بخښنه غواړي، غوږونه په لاسونو کې ونیول:
— توبه، توبه! دا څه کفر غږوئ، دا نه عبادت دی او نه تجارت، دا منافقت دی.
ماته د هغه جومات د ملا کیسه هم معلومه ده چې په تبلیغ یې د یوې کورنۍ دوه تنکي زلمیان د داعش لیکو ته وهڅول، او تر نن یې د مړي او ژوندي درک نه دی لګېدلی.
زه لا له دې اندېښنې نه وم فارغ چې ښځه بله پوښتنه کوي:
ـ د کوم ځای یې؟
ـ د افغانستان.
ښځه لکه په انګلستان کې چې ټول هستوګن افغانان پېژني:
ـ الحمدالله، تاسو ډېر ښه مسلمانان یاست. پرون مې زوی ته په کابل رستورانت کې ډېرې پیسې راټولې شوې.
له دې سره د ښځې ستونی بیا له ژړا را ډک شو:
ـ پوهېږئ، زما ځوان زوی یې په چاقو وواهه، ځای پر ځای یې ساه ورکړه.
اه مې وکړ!
ـ چا؟
ـ یوه انګرېز.
د خفګان څپه راباندې راغله. له ښځې سره مې خواخوږۍ په ټول وجود سیوری وغوړاوه. قاتل ته مې په سپورو خوله پرانېسته، لعنت مې پرې ووایه او پرته له دې چې د پېښې په جزیاتو او د قتل په انګېزه ځان وپوهوم، د مقتول د مړي او جنازې سودا مخې ته راغله.
ـ اوس دې د زوی مړی چېرې دی؟
هغې ژړا ته زور ورکړ:
ـ په هوايي میدان کې، نن یې باید جنازه فلسطین ته ولېږدوم.
مخ ته یې څپېړه ونیوه، داسې په کوکو یې وژړل لکه زوی یې چې د دې په وړاندې قبر ته سپاري:
ـ دا مې یوازینی اولاد و، بل تېر کال له اسرایلو سره په جګړه کې شهید شو او دا یې پرون راوواژه؛
بیا یې اسمان ته خوله ونیوه او خدای ته په ګیلو شوه:
ـ یا لویه خدایه، موږ څه ګناه کړې ده چې هلته مو هم دوی وژني او دلته هم؟
فلسطین، له اسرایلو سره په جګړه کې د بل زوی شهادت، د انګرېز په لاس د دوهم زوی وژنه! ټولو په ما ژوره اغېزه وکړه، احساسات مې راوپارېدل. زما په سترګو کې هم اوښکې ډنډ ودرېدې، خو ځان مې ټینګ کړ، زغم ته مې راوبلله:
ـ ژاړه مه، خورې! خدای دې د زړه صبر درکړي.
لکه زما خبره چې یې هېڅ نه وي اورېدلې، له ځانه سره ګډه شوه.
ـ که زه نور پنځوس پونډه ورپوره نه کړم، جنازه به په ډاګ میدان کې پاتې وي.
هک پک شوم، ومې ویل:
ـ پنځوس پونډه ستونزه ده؟
ښځې سر وخوځاوه.
ـ هو، زما د ټکټ پنځوس پونډه کم دي، د جنازې د لېږد پیسې تحویل شوې دي.
په ورین تندي او د خواخوږۍ په ټول احساس مې د مرستې ټټر وواهه.
ـ هېڅ چرت مه وهه، که پنځه سوه دې هم په کار وي، ورور دې حاضر دی.
په بېړه له سړکه پورې وتم، د بانک د پیسو د راایستلو یوه ماشین ته ودرېدم، خو چې ومې لیدل په بانکي حساب کې مې یوازې دوه سوه پونډه وو، نه یوازې هغه دوه سوه پونډه مې وروبخښل، بلکې د دې د ټکسي پیسې مې پرې کړې.
کور ته ولاړم، په زړه مې خوږ او پاک احساس واکمن و. له مېرمن سره مې هم کیسه شریکه کړه، خو هغې، چې زه یې څو وارې سوالګرو ته په شړلو او ښکنځلو لیدلی وم، وخندل:
ـ ته ډېر ساده یې.
له دې پېښې دا دی یوه اونۍ ووته. نن بیا یوازې په یوه ګڼه ګوڼه کې روان یم چې له شا راپسې غږ شو:
ـ وروره!
یوه سره سپینه ښځه چې لنډه لمن یې اغوستې او تورې عینکې یې په سترګو دي، رانږدې شوه؛ په شرمناک غږ یې خپله غوښتنه راواوروله:
ـ مرسته او همدردي مو غواړم!
نه پوهېږم ولې مې په تندي کې ګونځې جوړې شوې، برګ مې وروکتل:
ـ خو زه چا ته خیرات نه ورکوم.
خو هغې زما په توند غبرګون او کوټلي ځواب هېڅ غوږ ونه ګراوه.
ـ خو زه هم خیرات نه غواړم.
لاس مې پورته ونیو لکه څپېړې ته چې ځان جوړوم، په غوسه مې وویل:
ـ نو څه بلا غواړې چې خیرات نه غواړې؟
ـ غوښتل مې ستا انساني جوهر ووینم.
مخ یې واړاوه، سر یې ځمکې ته ونیو، لکه په خپله خبره چې پښېمانه شوې وي، له ځانه سره وبنګېده:
ـ خو خبره نه وم چې تاسو له هغې بې برخې یاست.
غوسه راغله خو بېرته مې وخوړه، زړه مې نرم شو، خو سره له دې مې هم په لوړ اواز ورغبرګه کړه:
ـ مشکل دې وایه!
پړنګ په ژړا شوه، بیا یې وننګولم.
ـ که یې وایم څه؟ تا خو نو له اول سره ځواب کړم.
ژړا یې ونیوم، د لاسنیوي حس یې راوتخڼاوه.
ـ ښه، وایه، وایه! څه مشکل لرئ؟
په خواره خوله یې وویل:
ـ لور مې موټر وهلې ده، په روغتون کې ده، څه پیسې مې چې درلودې د هغې په تداوۍ رانه لاړې، سبا یې رخصتوي، خو بېرته د لارې او ټکټ پیسې نه لرو.
ـ ولې تاسو دلته نه اوسئ؟
ـ نه.
ـ د کوم ځای یاست؟
غلې شوه، اوږده ساه یې وایسته، عینکې یې نورې هم سترګو ته نږدې کړې.
ـ اصلاً د فلسطین یم، خو په لبنان کې اوسېږم.
فلسطین؟ په ماغزو کې مې کړنګ شو، وپوهېدم. دا هماغه ښځه ده. هماغه لوبغاړې. هماغه دروغجنه چې په ډول ډول پلمو له خلکو پیسې شکوي.
ـ ته هماغه نه یې؟! هماغه مسلکي او مکاره سوالګره؟
ښځې ټکان وخوړ، نېغه ودرېده، پوهېده چې ومې پېژنده، خو پرته له دې چې وشرمېږي یا وبېرېږي، موسکۍ شوه:
ـ نو څه؟
ـ څنګه څه؟ دا جرم دی.
اوږې یې پورته ونیوې، د خپل عمل په ننګه شوه، پوښتنه یې وکړه:
ـ آیا سوال کول جرم دی؟
ـ سوال جرم نه دی، خو د خلکو تېر ایستل او غولول جرم دی.
ښځې وخندل، لکه ټوکې چې کوي.
ـ سوال جرم نه دی، غولونه هنر دی. زه اکتوره یم.
شوک شوم، لکه د سړک په سر چې د تیاتر ژوندۍ ننداره ووینم.
ـ چې دومره ښه لوبه کوې، ولې تیاتر ته نه ځې، ولې په واقعي تیاتر کې دنده نه اخلې؟
په غرور یې پر خپلو اوږو پرتې زلفې وښورولې، عینکې یې له سترګو لیرې او سترګې یې زما لور ته سیخې ونیولې:
ـ خو زه یوه ازاده لوبغاړې یم چې هر ځای اړتیا وي هلته لوبېږم او خپل کمال خلکو ته ښایم.
لاس مې بیا بې واکه پورته کړ:
ـ اوس دې پولیسو ته په لاس کې ورکړم؟
په کړس کړس یې وخندل، لکه زما خبره یې چې هډو اورېدلې نه وي، زما په ګواښ یې بیا هېڅ غوږ ونه ګراوه.
ـ ورمې کړه، خو پوه شه چې دا هنر مې له پولیسو هم راخلاصوي.
ښځې بیا په کړس کړس وخندل، خو زه لکه لېونی چې شم، غوږونه مې په لاسونو کې ونیول.
ـ توبه، توبه!
ټکان مې وخوړ، ګونګی او غلی شوم. ښځه لکه په تیاتر کې چې رول لوبوي، بېپروا ښکته پورته لاړه او راغله، کله عینکې له سترګو راباسي او کله خپلې اوږدې زلفې شاته او مخ ته غورځوي، نه یوازې ونه بېرېده، نوره هم زړه وره او رانږدې شوه.
ـ فکر کوئ یوازې زما په څېر سوالګر خلک غولوي؟
ما بیا چېغه کړه:
ـ نو څوک په دومره رڼا ورځ د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي؟
ته وا لکچر راکوي، لکه د پوهنتون پروفیسوره، مخامخ راته ودرېده.
ـ اصلي غله پېژنئ؟
سر مې وڅانډه، شاته راغلم، له خولې مې بې واکه ووتل:
ـ اصلي غله!؟
سر یې وښوراوه، مخامخ جومات ته یې لاس ونیو:
ـ بلې، هغه اصلي غله چې دین درباندې پلوري او په دوزخ مو وېروي!
یو سل او اتیا درجې شا وګرځېده، بېرته راوګرځېده، په دېوال کې راځوړند لویو عکسونو ته یې لاس ونیو.
ـ هغه عکس د چا دی؟
ـ د مخالف کارګر ګوند د رهبر.
بیا یې بل تر ټولو لوی عکس ته وروکتل:
ـ هغه څوک دی؟
ـ د انګلستان صدراعظم.
ـ او دا هم هغه غله چې ستاسو د رهبرانو او امامانو تر څنګ د خلکو خوبونه، باورونه او ایمانونه غلا کوي!
پرته له هر ډول وېرې رانږدې شوه او پر اوږه یې وټپولم:
ـ سمه ده چې زه مو په سوال او چلول پیسې لوټوم، خو ولې د داسې غلو په محکمه پسې نه ګرځئ؟
په کړس کړس یې وخندل او لکه تېز ګاډی روانه شوه. په ما یې خبرو داسې اغېز وکړ لکه د یوه هوښیار ښوونکي ګرانه پوښتنه چې یو تکړه زده کوونکی په ځواب کې بند کړي، او هغه لکه واښه لوزي د سترګو په رپ کې له ما پناه او الونیا شوه.
زه لکه د یوې صحنې له ختمېدو وروسته چې پرده راښکته شي، ګونګ ودرېدم، بېځوابه.
داسې مې احساس کاوه لکه دا نړۍ چې د یوه ستر تیاتر صحنه وي، او زه یوازې یو ساده لیدونکی.
پای
لندن، انګلستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.