ډیورنډ کرښه له مصنوعي پولې تر نړیوال امنیتي ګواښ پورې

داکټر بسم الله مومند

59
*ډیورنډ کرښه* له مصنوعي پولې تر نړیوال امنیتي ګواښ پورې
د ډیورنډ کرښې تاریخي رامنځته کېدل او نابرابري
د ډیورنډ کرښه، چې له ۱۳۰۲ هـ.ش (۱۸۹۳م) راهیسې د افغانستان پر بدن یو ناسور زخم په توګه یوازې یوه جغرافیایي کرښه نه ده، بلکې د استعماري ظلم، زور او تاریخي بې‌عدالتۍ ژوندۍ نښه ده. دا کرښه د برتانوي استعمار له لوري د “ګریټ ګېم” په نوم د روسيې او برتانیې ترمنځ د جغرافیایي رقابت لپاره رسم شوه. دا سیمه  دافغانستان امیر عبدالرحمن خان، چې د برتانوي پوځي فشار لاندې وو، د بوفر زون په بڼه رامنځ ته شوه ، داسی لاسلیک شوی تړون یا سند هم شتون نلری چی ګواهی ورکړی امیر هغه لاسلیک کړی وی او که دا کار شوی هم وی ، نه یوازې چی د ولس مشروعیت نلري، بلکې د نړیوالو قوانینو له مخې (لکه د ویانا معاهده او د ملګرو ملتونو کنوانسیونونه ) د زور لاندې تړونونه د مشروعيت وړ ندی او نړیوال اعتبار نه لری. د بېلګې په توګه، د ۱۹۱۹م د افغانستان خپلواکۍ تړون د ډیورنډ کرښې اعتبار لغوه کړ، چې دا د افغانستان رسمي دریځ هم دی.
د پولې عملي ناکامي او د افراطیت خاوره
په عمل کې، دا مصنوعي پوله له ۱۹۸۰ لسیزو راهیسې د دولتي حاکمیت له کنټرول څخه وتلی ده. د تورخم، بولدک او اټک ترمنځ ۲،۶۴۰ کیلومتره اوږده سیمه د وسله‌والو ډلو، داعش خراسان او القاعده لپاره د روزنې او تمویل مرکز جوړ شوې. د بېلګې په توګه، د ۲۰۰۱م وروسته د ناټو راپورونو له مخې، دې پولی  د ۹۰٪ څخه زیات تروریستي فعالیتونه برابر کړی ، چې د پاکستان له خوا د “دېپ سټیټ” ملاتړ هم پکې شامل دی. د قومي وېش (پښتانه او بلوڅ یو ملت پر دوو خواو ویشل شوي)، د دولتي تشې او د پولې نامعلوم وضعیت له امله، دا سیمه د نړیوال تروریزم “سیاه ډگ” ګرځېدلې. دا یوازې د افغانستان ستونزه نه ده؛ د ۲۰۲۱م د کابل هوايي ډګر برید (د داعش له خوا) او د ۲۰۲۴م د مسکو د کنسرټ هال برید ښيي چې ګواښ نړیوال دی.
نړیواله ټولنه، چې د “تروریزم پر ضد جګړې” شعار ورکوي، باید د ډیورنډ کرښې دوام د افراطیت د “اور ریښې” په توګه وپیژني. د اور مړولو پر ځای، د ریښې له منځه وړل اړین دي.
تورخم، بولدک تر اټک د افغانستان تاریخي خاوره ده چې د ۱۸۴۲م د لومړي انګرېز-افغان جګړې په وروستیو تړونونو کې تائید شوې. قبضه شوې خاوره باید بیرته افغانستان لوری ته وسپارل شي.
د پښتنو او بلوڅو وروڼو بېل کېدل په جبراو زور شوي؛ دوی باید بیرته د افغانستان حاکمیت لاندې یوځای شي.
ملګري ملتونه، د نړی او د سیمی ضبر ځواک قدرتونه ، ناټو او ګاونډیان باید د تاریخ، جغرافیې او نړیوالو تړونونو پر بنسټ عادلانه پریکړه وکړي.
دا به نه یوازې د تروریزم مرکز ، افراطیت له منځه یوسي، بلکې د سیمې سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي ، لکه څنګه چې د اروپایي اتحادیې غړی جرمنی ویشل شوی هیواد سره یو ځای شول ، د شمالی او جنوبی یمن یو ځای کیدل … ددی سبب شو چی ملت سره یو ځای شی او هلته سوله او ثبات حاکم شی .
عدالت د امنیت کلی ده
د ډیورنډ کرښې قضیه د افغان ولس تاریخي داعیه ده، خو حل یې د سیمی او ټولې نړۍ په ګټه دی. دوامداره سوله د مصنوعي کرښو په ساتلو نه راځي، بلکې د عدالت، تاریخي حقیقت او ولسي حقونو په منلو سره رامنځته کېږي. که نړیواله ټولنه رښتینې اراده ولري، نو دې بې‌عدالتۍ ته باید مثبت او عادلانه ځواب ورکړي.
درنښت،

د افغانستان د کړکیچ اساسی حل لاره 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.