د څو لسیزو تاریخي څېړنې او شواهدو په پایله کې، دا راته روښانه شوه ، چې د افغانستان د کړکېچ او مسلی واقعي حل لاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې باید د بین الافغانی دیالوګ په مقصد یوه دودیزه، ملی لویه جرګه جوړه شی . په دې جرګه کې باید د افغانستان واکمنان ، ټول ملیتونه، اقوام، سیاسي ګوندونه، مستقلې سیاسي څېرې، اغېزمن قومي مشران، معلولین ، د شهیدانو د کورنیو ، د ځوانانو او ښځو استازي …پکښی برخه واخلي.
د دې لویې جرګې موخه او هدف باید د یوې مشخصې اجندا په ترڅ کې د افغانستان د ټولو اقوامو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره، د یوه ملی، اسلامي او په دیموکراتیکو اصولو ولاړ پراخ بنسټه ټولنیز او مشروع حکومت جوړول وي.
د دې لپاره، د جرګې ګډونوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د ټولنیز عدالت، سولې، او پرمختګ لپاره یوه روښانه او عملي ستراتیژي وړاندې کړي. د دې پریکړې عملي کول به نه یوازې د افغانستان د خلکو د هوساینې سبب شي، بلکې د نړیوالې ټولنې سره د تعامل ، همکارۍ ، ملاتړ او د انزوا څخه د راوتلو لپاره هم یوه بنسټیزه برخه وي.
د دې پروسې په ترڅ کې، د مختلفو اقوامو غوښتنې او اړتیاوې باید په جدیت سره وڅېړل شي او د ټولو ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې ونیول شي. په دې توګه، د افغانستان خلک کولی شي د سولې او پراختیا په لور یوه نوې لاره ولټوي، چې د ټولو لپاره د هوساینې ، سوکالۍ ، ملی پخلاینی او ملی ثبات لامل شي.داسی بریښی ، چی د ملت واقعی خواخوږی او اصلی بچیان ، وضعیت ته په کتو سره له هیواد نه بهر دداسی یوی ملی ، دودیزی ، تاریخی ملی لویی جرګی لپاره د بندو بس په درشل کښی دی ،ددی تاریخی ګام او نوښتکر اشخاص هغه کسان دی ، چی ملی ارزښتونو ته ژمن ، په هیڅ جنایت ، فساد ، قتل غلا ، غصب او نورور خیانتونو کښی یی لاسونه ککړ ندی او انشالله په نږدی وختونو کښی به د افغانستان ټول ملت ته په دی اړه ښه زیری ولرو.
وما علینا الا البلاغ
مننه او درنښت
https://af.dawatmedia24.com/?p=166898
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.