د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې

ډاکټر بسم الله مومند

55

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې
د تاریخي کړکېچ، جیوپولیټیکي لاسوهنو او سیمه‌ییزو فرصتونو تحلیلي ارزونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د جوړېدو له پیله، یعنې په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د پاکستان له تاسیس سره هم مهاله، په جیوپولیټیکي او جیوسټراټېژیکو سیالیو کې رانغاړل شوې دي. دا هغه مهال و چې بریتانوي استعمار له سیمې څخه د شاتګ پر مهال، د خپلو اوږدمهالو سیمه‌یزو ګټو لپاره داسې بنسټونه کېښودل چې تر ننه پورې د بې‌ثباتۍ او لاسوهنې لامل ګرځي. په دی لیکنه کښی هڅه کوم چې د تاریخي حقایقو، ښکاره مداخلو او روانو توطیو پر بنسټ، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ډیپلوماټیک او تحلیلي چوکاټ کې وڅېړم.
د کړکېچ تاریخي جرړې (ریشه) او د بریتانوي استعمار پټ لاس
د بریتانوي استعمار ستراتېژيک انجنیران چې په نولسمه پېړۍ کې یې د نړۍ پراخه برخې تر خپل کنټرول لاندې وې، د افغان-انګلیس له درېیو جګړو وروسته، په ځانګړې توګه په ۱۹۱۹ کال کې د افغانانو له بریالۍ ازادي‌غوښتونکې پاڅون څخه سخت درس واخیست. افغان ملت په هغه تاریخي شېبه کې ثابته کړه چې د بهرني اشغال پر وړاندې مقاومت یې نه یوازې د خپلواکۍ بېرته نیول دي، بلکې د استعمار لپاره د ماتې یو تلپاتې سمبول هم دی.
همدا ماتې وه چې بریتانیا یی اړ کړه چی خپله استعماري ستراتېژي بدله کړي. دوی د مستقیمې پوځي واکمنۍ پر ځای، په سیمه کې د “پراکسي قدرتونو” او “سرسپردو مدیریتونو” په جوړولو لاس پورې کړ. د ۱۹۴۷ کال د وېش پر مهال، پاکستان ته یو داسې وفادار مدیریتي جوړښت په میراث پاتې شو چې محور یې نظامي حلقه وه او لا هم د هند پر ځمکه د خپلو سټراټېژیکو موخو لپاره د استعماري قوانینو پر اساس ګرځي. دا هغه “سرسپردګي” وه چې وروسته یې د مسلمان وګړو لرونکي هېواد پاکستان له خپل ګاونډي سره په دښمنۍ کې وساته.
د پاکستان تنظیمي لاسوهنې او د جهادي نیابتي جګړو طراحي
له تېرو پنځو لسیزو راهیسې، پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په بشپړه بې‌پروایۍ او له غربي ملاتړ په درلودلو سره لاسوهنې کړې دي. د تاریخ څېړنه ښيي چې د پاکستان پوځي او استخباراتي کړۍ د افغانستان د ولسي، مشروع او پرمختګ‌غوښتونکو نظامونو د نسکورولو لپاره په منظمه توګه افراطي او جهادي تنظیمونه وروزل او سمبال یی کړل. دا هغه تنظیمونه وو چې وروسته د “زرغون کمربند” په نوم د یوې نړیوالې افراطي پروژې زهرجنې میوې وګرځېدې.
دغو مداخلو افغانستان په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه کې ورغورځاوه، میلیونونه بې‌ګناه انسانان یې قتل، معیوب او کډوالۍ ته اړ کړل. د هېواد اقتصادي بنسټونه ړنګ او پر ځای یې د نشه‌يي توکو اقتصاد او ترورېزم ته د روزنې ډګر جوړ شو. دغه تباهي لا هم روانه ده او د پاکستان استخباراتي نهنګ (آی‌ایس‌آی) د سولې او بیارغونې هره هڅه له خنډ سره مخ کوي. په وروستیو کې پر ملکي وګړو د پاکستان هوایي بریدونه په ځانګړې توګه په هغه مرکز چې معیوبینو او معتادینو ته ځانګړی شوی و او له ۴۰۰ ډېر بې‌ګناه کسان یې شهیدان کړل ، د بشري حقونو ښکاره نقض او جنګي جرم دی چې اسناد یې نړیوالو سازمانونو ته وړاندې شوي، خو له بده مرغه نړیواله ټولنه دې ته په خاموشۍ ګوري.
افغانستان نن د واخان له سټراټېژیک دهلېز څخه د ګټې اخیستو په لټه کې دی، څو له تاریخي انزوا څخه ووځي او د سیمه‌ییز اتصال په مرکز بدل شي. دا پروژه به افغانستان له چین سره ونښلوي او ایران ته به دا فرصت برابر کړي چې له دې لارې له منځنۍ اسیا او چین سره خپله سوداګري پراخه کړي. دا د سولې او شریکې سوکالۍ پروژه ده، چې له سیالۍ پرته د ټولو لپاره ګټه لري.
خو پاکستان، چې د افغانستان د جیوپولیټیکي انزوا او اقتصادي تړاو څخه خپله ګټه اخلي، د دې سترو ملي پروژو د شنډولو لپاره وسله‌والی ډلې استوي او روان اداري او عملي بهیر مختل کوي. پاکستان غواړي دغه سیمه د “ناامنۍ د تور بکس” په توګه وساتي، څو د بدیلو لارو (لکه چابهار بندر) مخه ونیول شي. دا کړنې ښيي چې پاکستان نه یوازې د افغانستان، بلکې د چین، ایران او نورو مرکزي اسیايي هېوادونو د اقتصادي ادغام مخه نیسي او د “سیمه‌ییز سوداګریز انقلاب” پر ضد یو لوی خنډ ګرځېدلی دی.
اوس مهال، پاکستان د افغانستان له سولې سره ښکاره دښمني کوي ، حتی د تیری فاسدی اداری مشران یی ، په واک کښی د بقا په خاطر غلامان کړی وو ، د پاکستان ډیر پلانونه د ډیورنډ پر کرښی د اغزن تار په شمول ، د نظامی تاسیساتو جوړول ، دطورخم د دروازی ، پاسپورت او ویزی رسمی کول ، دا هغه ملی خیانتونه دی چی د تاریخ په ذهن کښی لیکل شوی دی او ملت یی نه بخښی . اوس محال د دوی په خاوره کې د افغانستان د دښمنو وسله‌والو ډلو لپاره دفترونه خلاص دي او په قصدي توګه تبلیغاتي او تخریبي ماشین فعال ساتل شوی، ترڅو افغان ملت یو ځل بیا د کورنۍ جګړې لمنو ته وغورځوي. دوی دا حقیقت نه شي درک کولای چې افغان ملت نور له جنګه ستړی شوی، د خپل هېواد ابادۍ ته ژمن دی او غواړي له ګاونډیانو سره ښې او متوازنې اړیکې ولري. د افغانانو دغه رغنده هوډ د سیمې د ټولو هېوادونو د ګټو تضمینونکی دی، خو د پاکستان نظامي حلقه دا د خپل وجود لپاره ګواښ ګڼي.
پاکستان د اسیا پر زړه یو “ناسور زخم” دی چې د درملنې یوازینۍ لاره یې له سیمه‌یزو همکاریو څخه د دغه لاسوهن‌غوښتونکي او پارونکي چلند غوڅېدل او له منځه تلل دي. تر هغه چې په پاکستان کې د بریتانوي استعمار دغه میراثي نظامي مدیریت واکمن وي، سیمه به له اقتصادي ادغام، سولې او ثبات څخه بې‌برخې وي.
افغانستان، د خپل غني تاریخ او اتل ملت په مټ، د تل په څېر دغو دسیسو ته ماتې ورکوي او د سیمه‌ییزې یووالي او اقتصادي انقلاب لپاره لاره هواروي. د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه هغه چې د سوداګریزو لارو او انرژۍ د لېږد خوبونه او پلانونه لري، باید دغه حقیقت وپېژني چې د پاکستان له تخریبي ونډې پرته، د دوی ملي ګټې او ډله‌ییز پرمختګ ناشونی دی. د پاکستان د نفوذي حلقو دغه رنځوروونکی مداخله باید د دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو له لارې شنډه شي، ترڅو د زړه دغه ناسور شفا ومومي او د اسیا زړه له دی زهرجن مکروب څخه خلاصون پیدا کړی.
وما علینا الا البلاغ

ډیورنډ کرښه له مصنوعي پولې تر نړیوال امنیتي ګواښ پورې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.