لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۳۵۹مه برخه

آصف بهاند

27

په‌نیمه‌شپه کې راپه‌زړه شوې

په غاښ مې وچیچل د صبر‌تعویزونه

 

په نوم دې زه بدنامه گرځم

په دیدنو دې گاونډیان مزې‌کوینه

 

د ډاکترۍ ډیگري دې راوړه

د دولسم‌فـارغــه نـه‌مې‌درکـویـنـه

 

اوس مې پرقبر داسې تاوشه

لکه په ژوند چې زه ترتا نه تاوېدمه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:

ځان لیونی که، دې‌خوا راشه

په لیون‌توب کې به مې وکړې دیدنونه

 

څنگه دې مست په يارانې وم

څنگه رنځور دې د بېلتون په تبه شومه

 

ته به مې کله، کله یادکړې

زه دې په زړه پورې گنډلی گرځومه

 

ته مې د غېـږې په ارمان یې

ما دې مرگي ته صدقې منلې‌دینه

 

تا خو په‌خپله زه رخصت کړم

د پښېمانۍ اوښکې دې ولي پر مخ ځینه

 

ټوخی په ورو کړه، څه پېښ نه‌شي

مور مې میره ده، اوس به نېغه‌تاسته‌وینه

 

په نیمه‌شپه ټپه راوکړه

یار مې بایللی دی، یوازې ناسته‌یمه

 

په تا به وران‌کورگۍ اباد وي

پر ما به ناست وي د خپل قبر دېوالونه

 

په خوله به جنگ درسره وکړم

د زړه کـوڅې بـه درنـه‌ څـنـگـه بـېـلـومـه

 

پر ما دې وي، پر تا دې نه وي

سخته گرمي، د ژمي یخ، ساړه بادونه

 

په وس مې هېڅ هم پوره نه‌دي

له ډکوسترگو به دې سترگې واړومه

 

پۀ ازلي قلم مې بایلو

خوشې دعوه له بېلتانۀ سره کومه

 

په‌نیمه‌شپه کې راپه‌زړه شوې

په غاښ مې وچیچل د صبر‌تعویزونه

 

په نوم دې زه بدنامه گرځم

په دیدنو دې گاونډیان مزې‌کوینه

 

ستا یارانه اور او اوبه دي

اور مې سيزي، اوبه مې ښکته ډوبوېنه

 

ستا به له ما نه گیله کېـږي

قسم دی یاره بندیوانه مې ساتینه

 

ستايارانه د شمکي ده

شمکی تريخ دی، له ناکامه يې تېرومه

 

راشه د زړه علاج مې وکړه

نور د چیندرو پر کرښو مه‌وهه ټوپونه

 

رنگ بۀ مې ولې نۀ زېـړېـږي

چې غنم رنگ اشنا د کال پۀ سفر ځینه

 

زما نصیبه گنډېریه
نه دې څاروي خوري، نه دې سیند په څپو وړینه

 

زما دلالي صفت شروع دی

نجونو کې زه لکه سرداره ناسته‌يمه

 

زما باڼه دې ترې لوگی شي

زما کاته د جانان بد راغلي‌دینه

 

زما ترې زړه کله صبرېـږي

که غاښ یې‌وزي، مخ یې گونځې، گونځې‌شینه

 

زه د یورپ جنکۍ څه‌کړم

چې خړه‌پـړه پښتنه لیلا لرمه

 

د ډاکترۍ ډیگري دې راوړه

د دولسم‌فـارغــه نـه‌مې‌درکـویـنـه

 

د دروغجنو مخ دې تورشي

زه د لالي په غیـږ کې چا لیدلې یمه

 

د بېلتانه کال دې پوره‌شو

ستا د پنځو ورځو یارۍ پښېمانه کومه

 

دواړه‌لاسونه رانه پرې‌کړئ

چې د پردي‌جانان مې وروټکاونه

 

د بیـوسۍ اخیری حد دی

د زړه ټوټې له مجبورۍ دې هیرومه

 

دا هم د تا د یارۍ ټس دی

لکه ماهي پر بیابان سلکۍ وهمه

 

د یار یارۍ نه مې زړه تور کړه
خدایه سجدې به درته شپه ورځې کومه

 

د مسافرو ياري مه‌کړئ

سړی د زړه په رنځ اخته کړي، بيا ترې ځينه

 

د بېلتانه احسان راپورې

ما د لالي په قدر ورو ـ ورو پوهوینه

 

د مازدیگر زېـړیه لمره

ژرپناه کېـږه چې د یار دیدن ته ځمه

 

د جدایۍ ورځې دې شمارم

ټول تاریخونه مې پر زړۀ لیکلي‌دینه

 

د سترګو تور لالی مې ورک دی

زرګر ته ناسته یم څېره یې جوړومه

 

د بېلتانه کال دې پوره‌شو

ستا د پنځو ورځو یارۍ پښېمانه کومه

 

بېگاه د یار کلي ته لاړم

په خندا لاړم، په ژړا ترې نه راتلمه

 

بې وسي دا ده، چې زما ده

غږ یې راځي دیوال ته گونگه ناسته‌یمه

 

بې‌وروره‌خور په کلي راغله

اواز یې وکړ چې د چا کره به ځمه

 

بې له تا مرمه، دا مې حال دی

لکه ماهي چې بې‌اوبو شي، اخر مرینه

 

چې ما ويلای، خداي منلای

اوس به د پنډې خېلخانې څېښتنه وومه

 

چې ورونه مري، خویندې دې مړې شي

بې‌وروره خور به ناز پر چا باندې کوینه

 

چې مسافر شې بیا بۀ راشې

د تور لحد بندي خو بېرته نه‌راځینه

 

اوس مې پرقبر داسې تاوشه

لکه په ژوند چې زه ترتا نه تاوېدمه

 

ادکه‌مور درنه لوگی‌شه

په پردۍ ژبه راته مه‌لیکه خطونه

 

یوځلې دې‌خوا نظروکړه

په تش‌کتو خو دې څوک نه‌حلالوینه

 

کۀ د جهان طبیبان راشي

چې مې جانان پوښتنه نۀ کړي، مړبه‌شمه

 

که د دیدن باران دې نه‌وای

د بېلتانه گرمۍ به سوي وو ملکونه

 

که په ژړا نصیب ښه کېـږي

ما خپل سپیره نصیب ته ډېر ژړلي‌دینه

 

که مو ډيورنډ تر منځه نه وی

لکه ملنګ به دې کوڅه کې ګرځيدمه

 

کۀ د جانان غمونه نۀ وای

د پسرلي تر گل بۀ زۀ نازکه ومه

 

ولې ریښتیا راباندې وايې

چې ودې نه‌وینم، نرۍ تبه مې وینه

 

ښه‌شوه چې تا نه راپوره شوه

چې ملامته درته زه نه‌شوم میٔنه

 

ما د نېستیو زور ليدلی

ما اوررېدلي دي د خلکو پېغورورنه

 

له ادم‌زادو نه بېزاریم

نور به لېوان په یارۍ نه‌نیسم مینه

 

هلته مې بل په ژوند راگډ دی

دلته مې نوک له غوښې څنگه واړومه

 

نوربیا

د عبدالمالک بېکسیار فکري میراث

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.