په هره ټولنه کي درې ډوله چاپېریال موجود وي، ژوندی، غیرژوندی او فرهنګي چاپیریال چي دا درېیم ئې د انسانانو اړیکي، کلتور، ثقافت، مذهب، دین، ژبه او فوکلور او یا هم د رسم و رواج په نوم بلا ډېري کیسې، و معاملې لري، چي ځیني ئې پکښي د خوند و رنګ وي؛ اما په افغانۍ او پښتني ټولنه کي اکثره بدخونده، بې نظمه، غیرانساني او د عدم استقلالیت او د نرواکي ټولني پر عناصرو ولاړي وي، چي په پورته عناصرو کي؛ نو د افغانۍ ټولني له بطنه راوتلي افرادو کي ډېر کم پېښېږي، چي د خپل کور، کلي ټولني او وطن رښتیني کیسې دي له نورو سره شریکه کړي، او یا دي هم ددې پر وړاندي د یو خاموشي چغي د پورته کولو جرات وکړي، که چا دا جرات او مقاومت وکړ نو موږ ئې بغاوت ګڼو او هغه د بغاوتګرو په لیست کي راولو.
په انساني او کلتوري ټولنو کي بغاوت یا مقاومت یوازي د استعمار پر وړاندي نه کېږي، بلکي د هر هغه بې عدالتۍ،ناانډولۍ مظلومیت او د عدم استقلالیت او یا که ووایم د خپل بد فرهنګ او رسم و رواج پر وړاندي درېدل هم مقاومت او هم بغاوت دئ. دسي مقاومت او بغاوت د هر چا کار ځکه نه وي، چي دا تر هغه مقاومت او بغاوت ډېر سخت دئ، ځکه د استعمار، ښکېلاک او زبېښاک پر وړاندي مقاومت جمعي وي، لنډ مهاله وي او نتیجه ئې ژر مالومېږي یا شهادت یاهم ازادي؛ خو د رسم و رواج او بدکلتور پر وړاندي درېدل، دا چغه یوازي فردي پورته کېږي، اوږدمهاله وي او نتیجه ئې ژر په لاس نه راځي، ځکه ددې مقاومت کوونکو یا بغاوتګرو شمېر خورا کم او له بدهمرغه تر شعر، لیکنو، څېړنو او یا د سټیج تر خبرو محدود دئ. دا چي کله به د غیري انساني، بې عدالتۍ او ناانډولۍ دا تور او بدخونده ځنځیرونه مات کړي دا نو یو جمعي مقاومت ته اړتیا ده او ددې جمعي مقاوت لپاره مو اغلې پروین ملال هڅولو ته رابولي او د خپل پښتني ټولني د ظلم، بې وسۍ، او د افغانو ښځو سره په ټولنه کي د نارینه د جبر یو روښانه مثال په (ستۍ) کي وړاندي کوي او په موږ و تاسي ئې ویني، اوري او حس کوی ئې.
ستۍ زموږ د ټولني تازه تصویر نه دئ، بلکي پیړیو- پیړیو طبقاتي او د نرواکۍ استازو دا ویش کړی او تطبیق کړی دئ. ستۍ یوازي د هغه نجلۍ د ژوند کیسه نه ده، چي د پلار پر کور جبرن زړه سي او هیڅ واده ونه کړي، نه هم ستۍ یوازي په ېوې لغوي معنا افاده کولای سو، چي ووایو ناواده، بېبرخي، بلکي ستۍ یو وجودي حالت دئ، یو ټولنیز موقف دئ، چي شاعر ورته ادبي هویت ورکړئ دئ او ددې هویت د ازادۍ لپاره ئې خاموشه چغه پورته کړې ده او غواړي دا وجودي حالت ته زموږ په عرف او عنعناتو کي تغیر ورکړي او دا تغیر لازمي او حتمي ځکه دئ، چي ددې بغاوت انساني دئ او د یو انسان د ژوند ژغورلو لپاره دئ. تاسو راځئ چي د یوې ستۍ د ژوند مانا د هغې له زاویې حس کړو، د هغې پټه خوله، مړه ډیوه، بې رنګه او بې خونده ژوند د یوې ښځینه احساساتو او عواطفو له اړخه څنګه تېرېږي؟ او ایا د درک وړ ده که نه په ستۍ شعر کي ئې واورئ!
ستۍ
موسم د میني او ودونو راغئ
وږمې سندري سر کړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لېمو لار جوړوي
د اوږده ژمي د تلتک وریځ ئې څېري کړله
نریو وړانګو د لمر، د بوډۍ ټال کي د رنګونو ټالۍ ووهلې
زموږ د کور د برنډې په چت کي
چوغکو کور جوړ کړی
شور د چیچیانو ئې د ژوند ترانه ویښه کړله
د کلي ټولي رمې لنګي سولې
سپینو شیدو ئې د کوچۍ د نغري
څوکي ښکل کړې
د ځوانکي وراره وړوکی زوی مي
اوس په مسجد کي د الف د قد صراط لولي
لور ئې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تېره شپه ئې د نوکریځو شپه وه
زما همزولي غوټۍ سږکال د مېړه سره و حج ته درومي
زموږ د بزګر درېیمه لور تورپیکۍ
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کي
د ښار مېلو ته ولاړه
د دېوال هغي خوا ته زما د تره کور دئ
د الماسي ویالې په خوا کي د شاه توت د زړې وني لاندي
زما ترله “شیرینو”
د زوی له پاره د شاتوت څانګو کي ښکلې ځانګو جوړوي
پرون د پلار کره په شپو راغلې
زه د دالان په تیاره کونج کي ناسته
زما نجلیتوب زما پیغلتوب
د دې دالان تر درشل
د دې دالان په حد کي
نه مي سینګار نه ایینه
نه د پاولو کڼهار
نه د بنګړو شړنګهار
زما د ورځو په مجراب کي زما د خال ملا امام
سجده کړې نه ده
زما د باړخو په ګلابي پاڼه کي
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ورېښتانو شپې سوې
د سپینو ستورو ډکي
زما د کوڅو کهکشانونه تر شمار وتلي
سنت او فرض مي دي د نه په حد کي
د تهجد د سجدو اجر مي په باج کي تللی
لکه زما د ځوانۍ پوج د وخت تاراج ته تللی
زه یم “ستۍ” ستي
زه د بابا زه د نیکه د غورنیکه د ستر نیکه
آن تر آدمه پوري
د مځکي زر او پیسو
د بدل پور وږمه
زه د بابا په کاله سپین اوربل
خپور وړمه
زه یم “ستۍ” ستي
د ژوند په باب کي
یوه سپینه پاڼه
صورت زما واک ئې د بل دئ – – – خدایه ته واخلې دا بېواکه صورتونه په پښتو کي لنډۍ اکثریت د ښځو له لوري د بې وسۍ، ناانډولۍ، بې عدالتۍ او بې کسۍ څخه ویل سوي دي، چي د هغه پټ درد بیان ئې د لنډیو، کاکړیو او نارو کي کړی دئ، ځکه لنډۍ د پښتني ټولني او په خاص ډول د ښځینه وو د ژوند هغه رښتینې هینداره او د ویلو ستره وسیله ده، چي له دې څخه قیاس خورا اسانه کېدای سي، چي ښځینه قشر په دې نرواکي ټولني کي څومره د مظلومیت، عدم استقلالیت او پښتني غیرت نمونې دي؛ نو په همدې اساس لوړ شعر د معاصري پښتو شاعرۍ له هغو شهکارونو څخه بللای سو، ځکه هره برخه ئې د ښکلا، درد، عاطفې، احساساتو، کیسې، فلسفې او خاموش بغاوت چي دا ټول په یوه ځای کي سره رانغاړي.
شاعري په شعر کي د متضادو تصویرونو جوړښت په څه هنري انداز کړی دئ، تاسو وګورئ، د پسرلي، ودونو، رڼاګانو، ژوند او خوځښت بل طرف ته بیا د سکوت، محرومیت لطافت سمبولونه وګورئ. اول دا چي پسرلی او ځواني او بیا واده عجب تناسب نه دئ؟ که لوړ شعر تجزیه کړو او پر څو برخو ئې وویشو نو داسي تصویرونه په لاس راکوي:
اول تصویر او کیسه:
“موسم د میني او ودونو راغئ
وږمې سندري سر کړې
نګهت نکاح د ګلو ولوستله
ستوري یو بل ته د رڼا په لېمو لار جوړوي
د اوږده ژمي د تلتک وریځ ئې څېري کړله
نریو وړانګو د لمر، د بوډۍ ټال کي د رنګونو ټالۍ ووهلې
زموږ د کور د برنډې په چت کي
چوغکو کور جوړ کړی
شور د چیچیانو ئې د ژوند ترانه ویښه کړله
د کلي ټولي رمې لنګي سولې
سپینو شیدو ئې د کوچۍ د نغري
څوکي ښکل کړې ”
دا برخه او کیسه لکه نکل، لنډه کیسه او ناول چي شروع کوي، صحنه سازي ئې د طبعیت په ښکلا پیل کړه او د پسرلي سره ځوانۍ مرحله تشبیه کوي، د لمر وړانګي، د بوډۍ ټال، د چوغکو شور، د رمو لنګېدا، د سپينو شیدو توېدل پر نغري د پسرلي مهمي کلمې دي.
دوهم تصویر او کیسه:
“… د ځوانکي وراره وړوکی زوی مي
اوس په مسجد کي د الف د قد صراط لولي
لور ئې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي
دا تېره شپه ئې د نوکریځو شپه وه
زما همزولي غوټۍ سږکال د مېړه سره و حج ته درومي
زموږ د بزګر درېیمه لور تورپیکۍ
د خپل خاوند سره په سره بګۍ کي
د ښار مېلو ته ولاړه
د دېوال هغي خوا ته زما د تره کور دئ
د الماسي ویالې په خوا کي د شاه توت د زړې وني لاندي
زما ترله “شیرینو”
د زوی له پاره د شاتوت څانګو کي ښکلې ځانګو جوړوي
پرون د پلار کره په شپو راغلې”
او بیا دوهم تصویر کیسه یا پېښه په یو عجبه؛ خو دردونکي تلوسې پیلېږي، چي د ځوان وراره وړوکی زوی په مسجد کي درس شروع کړی دی، مانا دا چي د یو چا عمر تر دې ځایه رسیدلی، چي د خپل وراره زوی ئې پیدا سوی او بیا غټ سوی او په مسجد کي ئې درس شروع کړی دی او د هغه لور ئې ګاونډ ته ناوکۍ ودوي، څه جالبه ننداره ده، چي یو څوک دي د عمر تر دې ځایه پاته سي، د خپل د پلار پر کور، چي ورور نه بلکي وراره ئې هم بچیان او هغه هم غټان ولري خو…
د واده، د نکریځو شپه، د مېړه سره حج ته تلل، د بزګر د درېیمي لور واده او د خپل خاوند سره په بګۍ کي یوځای تګ چي د مېرمني یوه هیله هم دا وي چي د خاوند سره په مېله او سفر کي یوځای وي، خو یو څوک سته چي د همدغه نعمتونو څخه محروم دي، حتي د خپل تره کور نسي لیدلای او د خپلي همزولي (ترلې) چي واده ئې سوی دئ د خپل خسر له کوره د پلار کورته راغلې ده او د خپل زوی لپاره د ځانګو په جوړېدو لګیا ده؛ خو یو څوک له همدغو خوندورو تصویرونو او خوندونو هم محروم سته یا هم په جبر پاته سوي دي او زنداني سوي دي.
درېیم تصویر او کیسه:
“…زه د دالان په تیاره کونج کي ناسته
زما نجلیتوب زما پیغلتوب
د دې دالان تر درشل
د دې دالان په حد کي
نه مي سینګار نه ایینه
نه د پاولو کڼهار
نه د بنګړو شړنګهار
زما د ورځو په مجراب کي زما د خال ملا امام
سجده کړې نه ده
زما د باړخو په ګلابي پاڼه کي
یو چا د عشق کیسه لیکلې نه ده
زما د ورېښتانو شپې سوې
د سپینو ستورو ډکي
زما د کوڅو کهکشانونه تر شمار وتلي
سنت او فرض مي دي د نه په حد کي
د تهجد د سجدو اجر مي په باج کي تللی
لکه زما د ځوانۍ پوج د وخت تاراج ته تللی
زه یم “ستۍ” ستي ”
په لوړ درېیم تصویر او کیسه کي، د دالان په کونج کي د تراژیدئ او زندان څه دردونکی تصویر دئ، د کور دالان یا داهلیز، هغه دالان چي چیري ئې نجلیتوب، پیغلتوب سپیره خوله، بې سینګاره، بې بنګړو، بې والو، بې له ناز او نزاکته، بې له نڅا او ادا، بې له میني او شفقت څخه تیر کړی وي او هیڅ ئې لکه د ژوند موسیقۍ لکه د غزل ترنم لکه د مرغۍ الوت او لکه کوتره د ازادۍ احساس ونه لري او یا هم ورڅخه محروم غوندي وي، چي د (زه) برخلیک سره موازي روان دئ. کله کله له تقدیر او خاموشي فضا او قضا څخه سر هم ټکوي او کله کله (البرت کامو) سړي ته وریاد کړي، چي دلته وجود د امکان نه بلکي د منع کولو یا د فکر د وجود پالني په بڼه ږغیږي- مانا ژوند سته خو انتخاب نسته،( سنت او فرض مي دي د نه په حد کي) په دې کي شاعر … نقد نه کوي بلکي د دین سوداګریز او جبر استمعالوونکي نقدوي، په اوس وخت کي د شعر پر دې برخي نور څه د محیط لکبله نسم ویلای خو اما ډیري جالبي زاويي او نظریې لري؛ چي شننه اوس لازمه نه بولم.
څلورم تصویر او کیسه:
” زه د بابا زه د نیکه د غورنیکه د ستر نیکه
آن تر آدمه پوري
د مځکي زر او پیسو
د بدل پور وږمه
زه د بابا په کاله سپین اوربل
خپور وړمه
زه یم “ستۍ” ستي
د ژوند په باب کي
یوه سپینه پاڼه “
په دې وروستي تصویر او کیسه کي د پښتني ټولني هغه بدرنګه کیسه ذکر سوې ده، چي د بابا آن تر آدمه پوري، د مځکي، د زرو او پیسو او یا هم ښځه په دې ټولنه کي د تاریخ په پور کي قرباني وه/ده او وي به؛ یا په بل عبارت ښځه د نسلونو اوږده یا پخوانۍ تاریخي تاوان پرې کوي او د نارینه محوره ټولنه کي تل ښځه د اقتصاد، نسب، قوم او بدل قرباني وي او د ستۍ په نوم به د کور په هغه دالان / زندان کي یوازي اوښکي په پلو کي غوټه کوي او ټولو ته به فقط پټه خوله او ټول عمر چوپړ ته ادامه ورکوي.
اغلي پروین ملال په ټول شعر کي د بغاوت ناره نه وهي خو پکښي انکار سته، ځان معرفي کوي، حقیقت بیانوي او یوه خاموشه چوپتیا ماتوي، سپینه پاڼه ئې د چوپتیا او سپیني رایي په مانا ده، مانا سکوت ئې اختیار کړی او دا سکوت خپله بغاوت دئ؛ اما پر دې سپیني پاڼي ټولني او روشنفکرو ته یو سوال هم پرېږدي، چي زما د جنس حالت، وضعیت، حقیقت و واقعیت دغه دئ، تاسو ئې څنګه تغیرولای سئ؟ یو څوک سته چي د سپيني رايي پوښتنه وکړي؟ دا شعر نه یوازي د ادبي پلوه د تصویر، روایت او سمبول شاهکار دئ، زما لپاره؛ بلکي د محروم وجود په اړه ئې جالبه پوښتنه خپل نسل ته راجع کړې ده، د ښځو پر وړاندي ئې د تاریخ، دود او دین د ناسم استعمال پر ضد ئې خاموش بغاوت کړی دئ، اغلې پروین ملال د پښتني ټولني بغاوتګره شاعره ده. (دوهم واده ) او ( کونډه) ئې دوه نور او جالب شهکارونه دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.