هوسۍ ظریف اندړ د ۵۳ زره رایو په ګټلو د فرانکفورت ښاروالۍ شورا ته لاره وموندله.
افغان مېرمنې هوسۍ ظریف اندړ د جرمني په فرانکفورت ښار کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې د لومړني لیست په پرتله اووه درجې پورته تللې او د ۵۳،۰۰۰ مستقیمو رایو په ترلاسه کولو سره یې د شورا غړیتوب وګاټه.
مېرمن اندړ د “Bündnis 90/Die Grünen” ګوند له لوري په ۲۱م نمبر کاندیده وه، خو د خلکو د پراخ ملاتړ له امله ۱۴م نمبر ته پورته شوه او لویه بریا یې خپله کړه.
هوسۍ اندړ ویلي، که څه هم د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د هېوادوالو په غم کې ویرجنه ده، خو دا بریا یې د افغان ولس د سرلوړۍ او همت یوه نښه وبلله.
هغې دا بریا د ځان نه، بلکې د “ټول ستر افغانستان” بریا بللې او ژمنه یې کړې چې په پوره ایماندارۍ به د ټولنې خدمت کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.