روژ د لنډیو په هنداره کې
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۶۶مه برخه
د خیټور لالي لهپاره
په پیشمني هم ډوډۍ گرمه پخومه
د نارینهوو خواري نهشته
خواره مېرمن ده، پیشړمی تیاروینه
د پیشړمي غوندې بېخونده
غمجنهژونده په شنهزور دې تېرومه
سږ هم روژه لکه د تېر په څېر راغله او دا دی د پای ورځې یې دي، خو له نورو کلونو سره یې توپیر په دې کې و چې سږ نا اهلو گاونډیانو افغانستان او افغانانو ته دوې داسې ستونزې رامنځته کړې چې چا یې وړاندوینه هم نه وه کړې.
په لومړي گام کې ایران او پاکستان ښايي په گډ تفاهم سره په یوه وخت کې گنشمېر افغان کډوال د ټولو نړیوالو نورمونو خلاف په ډلهایز ډول وشړل؛ ان تر دې چې په کوربه هېوادونو کې یې د رنگارنگ سپکاویو ترڅنگ لږې او ډېرې شتهمنۍ هم ورنه واخیستې او کورونه یې ورته وران کړل؛ په ناڅاپی ډول هېواد ته د گڼشمېر کډوالو راتگ، کوردننه نورې ستونزې هم وزېـږولې.
په دویم گام کې پاکستان د افغانستان پر هوايي حریم تیری وکړ، پرته له کوم دلیل نه یې د افغانستان بېلابېل ښاورنه وویشتل او زموږ گڼشمېر هېوادوال یې د ژوند له نعمت نه محروم کړل او…
په همداسې حال کې هم زموږ خلکو خپلو دیني مناسکو ته په درناوي سره د یادو ستونزو دروند بار پر اوږو، په لوی صبر او زغم روژه هم ونیوله.
د پښتو ژبې نامتو فولکلوریک ژانر لنډۍ تل په خپله هنداره کې، په ټولنیز ژوند کې روان حالات په روڼ ډول بېرته خلکو ته ورښیي او سونۍ روژه یې هم په ښکلې بڼه انځور کړې ده. ما د تېرو کلونو په څیر، د روژې میاشتې له پیل نه، په روژې پورې اړوند لنډۍ راټولې کړې دي چې ټولې په یووار له تاسو درنو لوستوکو سره شریکوم:
چې ستا بیلتون مې خراب نه کړي
د پـسرلـي روژې مـې نــه خــرابــویـنـه
چې ستا جفا مې خراب نهکړي
دغه فرضي روژې مې نه خرابوینه
د خیټور لالي لهپاره
په پیشمني هم ډوډۍ گرمه پخومه
د پـیشمني غږونهوشول
له نرۍملا څخه مې وباسه لاسونه
د نارینهوو خواري نهشته
خواره مېرمن ده، پیشړمی تیاروینه
د روژې هسې نوم پې بد دی
زېـړهزبېښلې د لالي غـمـونـو کـړمه
دا پشړمی، دا روژهماتی
بې له ادکې کله خوند کوي میٔنه
د پیشړمي غوندې بېخونده
غمجنهژونده په شنهزور دې تېرومه
د روژهماتي غوندې ښکلیه
د پیشمني غوندې خپه درپسېیمه
د روزهماتي وخت کې راغلې
زه روژه ماتهکړم، که تا ته وگورمه
د لارې سر دی، نن مې پرېـږده
سبا فرضي روژه پرېـږدم، خوله درکومه
د روزهماتي نه پس راشه
ترپیشمني پورې وزگاره ناستهیمه
په پیشمني سپوږمۍ ته ناستیم
روغې رنځورې ورته ستا بیانومه
په پیشمني کې راپهیاد شوې
هم په ژړا شوم، هم دوعا درتهکومه
په بند نمبر دې خاورېواوړه
د شبکېکیسې مې زړه سوریکوینه
په شپاړسمه روژه راشه
ما به روژه د پېغلتوب خوړلېوینه
په کور او کلي کې غوغا ده
دلته په ویر دي پیشمي او ماښامونه
په پیشړمي دې چبغهوشي
هغه دې مړهشي، چې څوک بلازاروینه
په روژه ماتې کې رایاد شوې
هره مړۍ مې په زړۀ نېغه، نېغه ځینه
په پیشمني کې راپه یاد شوې
یمهحیران چې ورځ به څنگه تېرومه
په مازدیگر کې دیدن راوړه
چې لوږه تنده د روژې مې ماتهشینه
په شوگیرو عادت سړییم
د کلي خلک پیشمني ته پاڅومه
په روژهماټي راپهیاد شوې
په دسترخوان گوتېوهم، ژړا راځینه
په بخت بیدار لالي ته وایه
په روژهماتي دوعا ستا سرته کومه
پر ما تاثیر د روژې نهٔ دی
ما ژړوي دا بې جانانه ماښامونه
روژه خو هرماښام ماتېـږي
ستا د بېلتون روژه به کلهماتومه
رنځورهیاره، رنځ دې ورکشه
روژه نیوی شې، که غنم دې وباسمه
راځه ترڅنگ مو گاونډیشه
په پیشمني کې به دېوال درټکومه
روژه به بیا په وطن راشي
خاورو تلليخلک بېرته نهراځینه
روژه د صبر پېـژندل دی
زما بېصبرزړكی بیا تا یادوینه
روژه خو راغله، جانان نهشته
د پیشمني مسیج به څوک راته کوینه
روژ خو راغله، ته رانغلې
د پیشمني اور ته یوازې ویرکومه
زما اولکال د روژې دی
پرنرمو شونډو ژبه بار، بار تېرومه
زه به روژې نیسم جانانه
ته تهجد لمونځونه که، چې یوځایشونه
له نصواري سره مې ژوند دی
ټـولـه روژه رابـانـدې گـډهوډه شـیـنـه
لکه چې وخت د پـیشړمي شو
له هرې خوانه د بنگړو شرنگا راځینه
لالی مې کلک په خوب ویده دی
پـیشړمی تېرشو، ملا وکــړل اذانــونه
مياشت د روژې شپه د جمعې ده
خلک جنت غواړي زه ستا کوم خواستونه
میاشت د روژې ده، سوال قبلېـږي
چې مظلوم خلک ازاروي، تباه دې شینه
میاشت دہ روژې، شپه دہ جومې دہ
څوک چی د چا ارمان لری، نصیب دېشینه
میاشت د روژې، شپه د جمعې ده
خلک جنتغواړي، زه ستا کوم خواستونه
مسافرۍ کې مې روژه ده
ادې مې مړه ده، هره شپه ژړا راځینه
سم روژهماتي کې راپېښ شوې
زه روژهماته کم، که تا ته وگورمه
سږ مې دې یار سرسایه ورکړي
بله روژه کې به د یار په څنگ کې یمه
سبا روژه ده، سوال قبلیـږي
خلکه زما په حق کې پورتهکړئلاسونه
سوال بې ولې نهقبلیـږي
چې په ماشومه خولهی روژې نیولېدینه
سبا به دا محال روژه وي
جانانه به وچې شونډې گرځي، زړه مې چوینه
سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي
بله روژه کې به د یار په څنگ کې ومه
ستا له دیدنه مې روژه ده
د صبرېدو تراویح هره شپه کومه
شونډې مې تا پسې وچيـږي
خلکو ته وایم ثوابي روژه لرمه
غرقشې روژه به کړې خرابه
له پیشړمي نه وروسته مهراوړه لاسونه
غرقشې اذان راباندې وشو
د غېـږېخوند دې پیشمني نه وویستمه
ته په روژه کې مرورشوې
د تراوو رکعات به څوک راته شمېرینه
تېره روژه کې راسره وې
سږ نصیب داسې چې بېتا یې تېرومه
تر پیشمني به درسره یم
د ورځې نهکېـږي جوړه، جوړه خوبونه
ته له ملا نه ټپوس وکړه
که په خولگۍ روژه ماتېږي، غرقهیمه
که په دیدن روژه ماتېـږي
زه به دا ټولې روژې بیا نیسم میٔنه
که دې په کوزکلي کې کور وي
زما شیرینجانان ته وایه سلامونه
کلي ته کله راځې یاره
په څوارلسم خو روژه واوښتهمیٔنه
که په دیدن روژه ماتېـږي
ما به دا ستا په دیدن دېرش خوړلېوینه
یار په سفرځي، خوله به ورکړم
روژه دې ماته شي، شپیته به ونیسمه
یوه روژه ده، بل سفر دی
اشنا کمزوری دی، لکړه لگوینه
یار مې روژه کې خولگۍ غواړي
عالمه راشئ، د دین خونې ورانوینه
فرضي روژه ده، کرار کېنه
چې اختر راشي، بیا دې هر خبر منمه
خدایه دیورند لهمنځه یوسې
چې روژهماتی د کابل په اذانشینه
جانان نادان دی، غاړهغواړي
په پیشمني کې غاړه چا ورکړېوینه
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.