د الرسالې پر دوهمه ګڼه تبصره‎

ذبیح الله شفق

27
په کوم زړه کې چې د بنده گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. “
د ” الرسالې ” دوهمه ګڼه د ۱۹۷۶ په اکټوبر کي خپره سوې چي تېر کال رحمت شاه فراز په فیبروري کي را ژباړلې. اصلاً ښاغلی فراز د الرسالې د ژباړلو لپاره ډېر ښه میتود لري. دی هره میاشت د الرسالې د اردو ګڼي څخه مهم، خوندور او ګټور موضوعات را چاڼ او انتخابوي. بیا یې پښتو ته ژباړي او هره میاشت یوه یوه ګڼه ځیني خپروي. د الرسالې پښتو ګڼي تر دې مهاله پنځلس ته رسېږي، چي د تېر ۲۰۲۵م راهیسي په مسلسل ډول هره میاشت یوه یوه ګڼه خپرېږي. تازه یې د اوسنۍ مارچ میاشتي ګڼه ترجمه او پر لیکه سوه. د فراز کار په دې هم ډېر د ستایلو او پاللو دی چي په یوازي ځان یې د الرسالې و رسالت ته ملا تړلې او هره میاشت په خوږه پښتو یوه ګڼه پر پښتنو پېرزو کوي.
د ” الرسالې” په دوهمه ګڼه کي مولانا وحیدالدین خان پر مختلفو خو مهمو موضوعاتو لیکل کړي. لومړي سر کي یې د حکمت خبري لولو، د ” پنځم یې مه کېږئ ” تر عنوان لاندي په یوه مضمون کي د یوه نبوي حدیث شرحه وړاندي کوي. او په اسلام او احادیثو کي د علم پر زده کړه ټینګار ځیني جوتېږي. دغه راز د صنعتي ککړتیا د مسلې څخه د ارتقا تر تیوري، په امریکا کي تر مذهب او د فرصتونو تر بربادي؛ ټول هغه موضوعات پکښي را اخیستل سوي چي زما لپاره جالب وو. څه باندي پنځه لسیزي وړاندي مرحوم مولانا پر بېخي مختلفو موضوعاتو لیکل کول. د کایناتو د جوړښت څخه تر اسلامي تاریخ او د ډاروین تر نظریې او حتا ساینس او دیني مسایلو پوري. ښایي د مولانا همدا هر اړخیزه مطالعه او پوهه به وه چي د ده محبوبیت یې ډېر ژر په نړۍ کي څرګند او اسلام یې په ژور ډول ولوستی. د مسلمان ملت داسي علماء ښایي د ګوتو په شمار وي چي د دین څخه ور هاخوا په ساینس، کایناتو، تاریخ او سیاست کي هم مطالعه کوي. نور دینونه خو لا ورهاخوا خبره ده. په افغاني ټولنه کي به داسي عالمان ښایي په نشط حساب وي چي پر اسلام سربېره عیسویت، بودیزم، یهودیت او نور مذهبونه هم مطالعه کوي. خو مولانا د نورو مذاهبو پر مطالعې هم ټینګار کاوی چي په وینا یې د نورو دینونو اصلیت زموږ علماوو ته ښه څرګند او پر اسلام نور هم باوري سي. ده حتا په مدارسو کي د ساینس، عربي او انګلیسي ژبو تر څنګ د نورو مذهبونو لکه عیسویت او بودیزم تدریس هم اړین ګڼی. د نورو مذاهبو مطالعه ښایي هلته هم ګټه وکړي چي د یو غیري مسلمان عیسوي، هندو یا بل کس سره د یو مسلمان عالم بحث یا اختلاف راسي. د الرسالې په هره ګڼه کي ” د کتاب نړۍ ” تر عنوان لاندي پر یوه مهم کتاب یا مقالې بحث کېږي. په دوهمه ګڼه ” د کتاب په نړۍ ” کي د غرب د توطیو او د اسلام د ناسم پوهاوي خپرولو په اړه د زهرجنو آثارو، مقالو او موضوعاتو څخه پرده پورته کېږي او د الرسالې خاوندان هڅه کوي چي په شعوري ډول مسلمانانو ته دا ووایي چي ویښ و اوسئ، خپل دین مطالعه کړئ، عمل په وکړئ او د اسلام ضد کړیو پلانونه او توطیې په علمي دلایلو رد او حق په اثبات ورسوئ. مولانا وحیدالدین خان د کتاب نړۍ کي د ډاکټر عبدالعلیم (۱۹۰۵ – ۱۹۷۶) د یوې مقالې یادونه کوي چي ډاکټر علیم د یهودي او مسیحي پوهانو په مشوره په ۱۹۳۶م کي د کتاب په بڼه خپره او نوم یې ” د قرآن اعجاز ” ور باندي یښی وو. مولانا وروسته په ډېرو علمي دلایلو دا مقاله چي د اسلام او پیغمبر پر ضد یې لیکلې ور رد کړې. ډاکټر عبدالعلیم پخپله مقاله کي لیکلي چي د قرآن د اعجاز عقیده مازي یوه مذهبي عقیده ده. یعني قرآن کریم د پیغمبر (ﷺ) د خپلو مذهبي تجربو بیان او پخپله یې دا کتاب په ډېر مهارت لیکلی. د ډاکټر عبدالعلیم په اند د یوه امي په ژبه په ډېره زوروره ژبه د یوه کتاب چمتو کول یوه نا اشنا پېښه ده. عبدالعلیم مخته زیاتوي چي په هغو حالاتو کي دا خبره مشهوره سوه، چي دا خدایي کلام دی، چي هیڅوک یې مثال نسي را وړلای. د قرآن کریم د ننګوني په جواب کي چي هر چا د بل قرآن د لیکلو هڅه کړې نو د ده په وینا هره هڅه ځپل سوې او پنځول سوی کلام یې لمنځه وړل سوی دی. ډاکټر عبدالعلیم خپلي څرګندوني مخته په داسي شکل پسي غځوي: د قرآن کریم د اعجاز لړۍ پخپل حال روانه وه. تر دې چي د څلورمي هجري پېړۍ تر پایه دا نظریه په یوې کلکي عقیدې بدله سوه. عامه ذهنیت داسي دی چي د وخت په تېرېدو سره بې بنسټه اوازې هم د تاریخ برخه وګرځي، نو په همدې ډول دا عقیده هم د اسلامي تاریخ یوه برخه وګرځېدله. ډاکټر عبدالعلیم په هم دې مقالې چي د یهودي او مسیحي ملایانو په مشوره یې لیکلې وه د دوکتورا سند پسي واخیست، خو مولانا دا مقاله له علمي پلوه دونه کمزورې بللې چي د یو وعظ نوم یې ور کړی او په وینا یې په اسلام پوري یې یو تور پوري کړی. مولانا په علمي دلایلو د دې مقالې په باب دا په اثبات رسوي چي اصلاً څنګ دا امکان لري چي د کایناتو د خالق سپېڅلی کلام دي د بشري ذهن محصول وي؟ دی په دې باب زیاتوي:
” که د لیکوال د ادعا له مخې، د خلکو په لاس پنځېدلی قرآن ضایع شوی وي، نو دا پېښه به حتماً د اقتدار په زمانه کې شوې وي. تر څو چې د اسلام واکمني پیلېده، نو له هغه نه مخکې تر شلو کلونو پورې قریشو او عرب مخالفینو او یهودانو دا کار ولې ونه کړ؟ هغوی د پیغمبر علیه السلام د ماتولو لپاره له ټولو ممکنه لارو نه کار واخیسته. خو همدا لاره یې ولې خپله نه کړه، چې د قرآن په څېر یو کلام وپنځوي. حال دا چې پیغمبر علیه السلام د ماتولو دا تر ټولو اسانه طریقه وه. او که بیا فرض کړو، چې له کومې وجې نه به د ماضي ناپوهو مخالفینو دغه طریقه نه وي ور خپله کړې، نو نن ورځ د عربي ژبې بې شمېره ماهرین په دنیا کې موجود دي، چې د ډاکټر عبدالعلیم صاحب په څېر دا دعوه لري، چې قرآن د بشر کلام دی، نو څه شي د هغوی مخه نیولې، چې همدا ډول یو کلام جوړ کړي او نړۍ ته یې را وباسي. په دې ډول به یادي ډلې خپله دعوه هم په ډېر ښه شکل ثابته کړې وه.
د ” الرسالې ” په دوهمه ګڼه کي مي د شاعري او لیکوالي فرق، د صنعتي ککړتیا مسله، اسلامي کرکټر او د ملت تعمیر موضوعات ډېر خوښ سوو. مولانا ” د شاعري او لیکوالي فرق ” تر عنوان لاندي په یوه مضمون کي په ډېر مختصر ډول د شاعري او لیکوالي تر منځ لوی توپیر را برسېره کوي. دی د یوه شاعر مثال ورکوي چي د څو ساعتو په جریان کي یوه شهکار غزل پنځوي. بیا د نثر مثال ورکوي چي د هند پر آزادي دوو بهرنیو لیکوالانو د یوه کتاب د لیکلو تکل وکړ. دوی هند او برتانیې ته سفرونه وکړل. په سلګونو مرکې یې وکړې او بیا یې څلور کاله مسلسل پر خپل کتاب ” د نیمي شپې آزادي ” کار وکړ چي بلاخره یې خپل اثر د سلهاوو مرکو، مختلفو آثارو د مطالعې، سفرونو، ستړیاوو او سرګردانیو وروسته تالیف او بشپړ کړ. مولانا په اثبات رسوي چي د شعر او نثر خاصتاً بیا تحقیقي نثر د لیکلو ترمنځ څونه توپیر موجود دی. یو د الهام او خیال محصول دی چي په څو شېبو کي پنځېږي. او بل د تحقیق، څېړني، فکر او سرګردانیو. خان صاحب مولانا پر اوسني عصر تودې نیوکي هم کوي. دی اوسني ټاپ صنعتي ماډرن حالت ته (لعنتي عصر) وایي. د مولانا په آند کله چي انسان له طبیعت څخه لیري سو نو د خپل خدای او ځان سره یې اړیکه هم وشلېده. دی ” د صنعتي ککړتیا مسله ” تر عنوان لاندي پخپله یوه لیکنه کي د غربي المان یو ښار یادوي او زیاتوي چي وګړو یې شل کاله پخوا ویل چي تر څو زموږ له نلونو لوګي خېژي، زموږ لپاره هیڅ ربړه هم ربړه نه ده، خو نن ورځ همدا لوګی د ژوند لپاره خطر ګرځېدلی دی. مولانا وحیدالدین خان د غربي المان د دې ښار چي ډویس برګ نومېږي د کارخونو او صنعتي فعالیتونو یادونه کوي چي لوګو يې د ښار هوا خرابه کړې، ککړه کړې او د زیاتو دودونو له کبله یې خلک د ناروغیو سره مخ او ژوند یې په تنګ دی. مولانا زیاتوي چي زموږ ټیکنالوژي د توکیو او نیویارک غوندي لوی او ماډرن ښارونه هم له ګرد، ککړتیا زوږ او شور څخه ډک کړي او د ده په آند دا تر ټولو لویه تراژېدي ده.
” ځنگلي حیوانات په ژوبڼونو کې اوسېدلی شي، خو په بدل کې به یې خپلې ډېرې فطري ځانگړتیاوې له لاسه ورکوي. په همدې ډول انسان هم د خپل تخنیکي تمدن په ککړه کوډله کې اوسېدلی شي، خو په دې حالت کې به مو د خپل انسانیت ډېر زیات شیان له لاسه ورکړي وي. ”  د مجلې له متن څخه. په همدې مضمون او موضوع کي د ډاکټر ریني ډوبوز په نوم د یوه ډاکټر د کتاب او څرګندونو یادونه کوي او لیکي:
” د اروپا مادي پرمختګ نن ورځ له خپله لاسه له ماتې سره مخ دی او خپل لاس یې غاړې ته ور گرځېدلی دی. ډاکټر ریني ډوبوز په راک فیلر پوهنتون کې د چاپیریالي بیودرملو مشر دی. نوموړي د [So Human an Animal] په نوم یو کتاب لیکلی دی.
ده په لایف امریکایي مجله کې په یوه مقاله کې نړۍ ته خبرداری ورکړی دی، چې نړۍ په ډېري تېزۍ سره د یوه نوي خطر په خوا روانه ده. هغه خطر دادی، چې اوسنیو حالات له انسان نه د هغه ډېري زیاتې ځانگړتیاوې تروړلې دي. که انسان په خپل ځان کې د ژوند نوی استعداد پیدا نه کړ، نو په راتلونکي کې به له ده نه د ټیټې درجې یو انسان جوړ شي.
دا خطر چې د بیولوژي په دنیا کې د انسان لپاره موجود دی، همدا خطر د هغه لپاره په اخلاقي دنیا کې هم پیدا شوی دی. په نوې دنیا کې انسان ډېر په تېزۍ سره خپل اخلاقي صفتونه له لاسه ورکوي. که دا لړۍ همداسې روانه وه، نو یوه ورځ به له انسان نه یو ډول حیوان جوړ شي، او انساني ټولنې به د نوي قسم له ځنگلونو نه ډېر توپیر ولري. “
د صنعتي ککړتیا د مسلې وروسته مولانا په یو بل مضمون کي چي ” د ملت تعمیر ” تر عنوان لاندي یې خپور کړی دوه اسلامي کرکټرونه څېړلي او سره پرتله کړي. خان صاحب مولانا وحیدالدین خان د اسلامي تاریخ دوه شخصیتونه سلطان ټیپو او سلطان ایوبي پرتله کوي او لیکي چي سلطان ټیپو او سلطان ایوبي دواړه مسلمان رهبران او دواړه د اسلام لپاره جنګېدل. خو یو د تاریخ په پاڼو کي مات سوی، مغلوب او بل فاتح او ننګیالی یادېږي. مولانا پسي زیاتوي چي د سلطان ټیپو او سلطان صلاح الدین ایوبي دښمن یو وو. ایوبي هم له صلیبیانو سره مخ وو او سلطان ټیپو هم انګرېز فرنګیانو سره. خو سلطان صلاح الدین ایوبي ته د دوولسمي ميلادي پېړۍ په اوږدو کي د فعالیت فرصت په لاس ورغی او دا هغه وخت وو چي مسلمانانو په مصر، شام او عراق کي د وسلو جوړولو خورا مضبوطي کارخانې درلودې او ځیني وخت به حتا صلیبیان اړ کېدله چي په ډېر لوړ قیمت همدا وسلې له مسلمانانو وپېري. له بل لوري قوي استخباراتي کړۍ وې چي د مسلمانانو د اطلاعاتو او جنګي پېښو په باب یې پوهاوی لوړ کړی وو. بل لور ته قوي پوځ او په نطامي او لوژیستیکي تکتیکو پوه جنګیالي مسلمانانو درلودل. همدا علت وو چي سلطان ایوبي د فلسطین فاتح او په اسلامي تاریخ کي یو اتل ونومول سو. بل لور ته بیا سلطان ټیپو اتلسمه میلادي پېړۍ وموندله. دا هغه وخت وو چي د مولانا په قول په سیاست کي د غرب سیکه چلېده. د هند مسلمانان ناتوانه، له پوځي او نظامي امکاناتو بې برخي، بې پروا او له سیاسته ناخبره وو. همدا علت وو چي سلطان ټیپو غرب ته مات او پر سر یې د شهادت د کاسې د اړولو وروسته پر خپله خاوره د غرب راج او باج پیل سو.
د ” الرسالې ” په دوهمه ګڼه کي پر نورو مختلفو موضوعاتو سربېره د پند، عبرت او نصیحت تنده هم ماتېږي. مولانا وحیدالدین خان د هري موضوع د وړاندي کولو وروسته مسلمانانو ته په وروستیو کي په پیغامیز شکل وړاندوینه هم کوي. په خاص ډول بیا په تاریخي موضوعاتو کي. د دې خبري اثبات هلته ښه څرګندېدای سي چي د مولانا ” د تاریخ سبقونه ” کتاب ولولو. د ” ملت تعمیر ” په موضوع کي د دوو اسلامي کرکټرونو د پرتلني سره سره په وروستیو کي مولانا د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د جاپان او روسیې مثالونه ورکوي چي څنګه یې خپل ځانونه پر پښو ودرول. بیا مسلمان ملت ته د خطاب په ډول وایي چي په مادي نړۍ کي د دین د دعوت او تبلیغ سره سره باید په اقتصادي او صنعتي لحاظ هم مسلمانان پر خپلو پښو ودرېږي او په دنیا کي د انسانانو تر منځ د رامنځته کېدونکو پېښو و راتګ ته تیاری ونیسي. ” د مسلمان اصلي مسؤلیت د دعوت او تبلیغ مسؤلیت دی. خو د تبلیغ په خوا کې اقتصادي هلې ځلې هم په پوره معنا باید ترسره شي، تر څو مسلمانان په معاصر اقتصاد کې هم خپله حلقه برخه ترلاسه کړي، له انفرادي پلوه هم او له ملي پلوه هم. “
د ” الرسالې ” مجلې یوه ښګیڼه ښایي دا وي چي د موضوعاتو ترمنځ توزان پکښي ساتل سوی. د تکراري موضوعاتو احساس لوستونکی نه پکښي احساسوي. له یوې موضوع بلي او نوې موضوع ته تګ د لوستونکي تلوسه را پاروي او د نثر روان والی او روانه ژباړه یې هم په دغه برخه کي د ستایلو دي. د کیفیت له اړخه د هري موضوع سره په رنګه ډول ورته انځور وینو، وروسته په روښانه ډول متن راځي. د الرسالې د دوهمي ګڼي موضوعات د لومړۍ ګڼي په پرتله تقریباً د شمېر له مخي یو ډول وو. په څه باندي ۷۶ مخونو کي د الرسالې دوهمه ګڼه ۳۷ بېلا بېل، روان او هر اړخیز موضوعات لري چي تقریباً ټول د مولانا د قلم محصول دي. د نر او ښځي ترمنځ د کار د وېش څخه، د تېروتني تر پایلي، د اواز یا ږغ تر څېړلو، د اوسني عصر تر مسلې او لارډ ټامسن تر پېښي تقریباً ټول موضوعات یې چي پنځه لسیزي وړاندي لیکل سوي او خپاره سوي موږ ته مهم او د لوستلو وړ دي. د افغانستان په څېر په یوه وروسته پاته او افراطيزم ځپلي هیواد کي چي د اسلام د سپېڅلي او رښتوني دین په باب د عامو افرادو پوهاوی تقریباً په ډېري ټیټي فیصدۍ حساب دی د داسي اسلامي موضوعاتو چي د اسلام د رښتوني انځور په وړاندي کولو او پېژندلو کي مهم رول لوبوي او لري، لوستل او تر نورو رسول به، بې څه نه وي.
” ملي رغونه تر ټولو ړومبی د قوم په وگړو کې د شعور روزلو کار دی. د دې بهترینه بڼه دا ده، چې (الرساله) هر کلي او هر کور ته ورسول شي. “
د ” الرسالې ” د دوهمي ګڼي څخه.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۳/۱۴ – زابل، شاه جوی خپل کور.

تسل، د یوه تاند زلمي د زړه اواز‎

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.