سوی‌لاس

آصف بهاند

30

زما بدن څه د روزگار

څه د جگړې

او د وطن ویر وخوړ

څه چې راپاتې وو

بلا د ښکلي‌بوټي یووړ

*****

د یوه نوي ژوند په تمه لاس ترزنې ناست وم

چې تورپنجاب راته هرڅه وسېځل

زما ډېر ښه په یاد دي

چې لاس مې سپین او غنم‌رنگ غوندې و

او له همدې لاس به بابا نیولم

د غرولمنو او بڼو کې یې چکر راکاوه

خو اوس حالات داسې شول

چې تورپنجاب هرڅه راوسېځل

او لاس یې سوی‌سکور کړ راته

*****

زما له رنځور وجود نه

دا سوی لاس پاتې دی

دا مې ساتلی هېوادوالو ته یادگار پاتې شي

۱۷/۰۳/۲۰۲۶

هیدرسلیف

ډنمارک

روژ د لنډیو په هنداره کې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.