د اصفهان فاتح پر ناول څو خبري‎

ذبیح الله شفق

26
د اصفهان فاتح پر اصفهان د شاه محمود هوتک پر لښکر کښۍ، د رېدي، زینب او زلیخا پر سوزناکه او تودې میني. او دغه راز د اتله سمي میلادي پېړۍ د هغه وخت پر کندهار او پر پخواني فارس یا اوسني ایران د افغانانو لخوا پر حملو؛ او ځینو نورو پېښو ممترکز او راڅرخي. دا تاریخي ناول چي ښاغلي نثار احمد آریا څه باندي یوه لسیزه وړاندي لیکلی او بیا په را وروسته وختو کي صداقت خپرندویه ټولني په کندهار کي چاپ کړی، په اصل کي د شاه محمود هوتک لخوا د اصفهان پر نیوني، او د رېدي نومي کرکټر پر میني، نامعلوم او دروند برخلیک تم او را څرخي. د ناول پیل پر اصفهان ښار د شاه محمود هوتک د حملو د آوازو وروسته په مکالمو پیل کېږي چي تر ډېره ښایي د ښه لیکوال ځانګړنه هم په ناول لیکنه کي همدا و اوسي. ساده مکالمې، ښه منظرکشي او تصویري ژبه هغه څه دي چي ناول ته یې ښکلا ور کړې او لوستونکی له تمرکز اړولو پرته ورسره ساتي.
د ناول کیسه د مرکزي کرکټر رېدي او د اصفهان د نامعلومي وضعي څخه پیلېږي. رېدي په کوچنیوالي د خپل پلار سره اصفهان ته ځي. پلار یې سوداګر وي. د اصفهان د زیاتو صفتو اورېدل د ده هوا هم ولاړوي. او بیا نو داسي وخت راځي چي دی له خپل پلار سره په اصفهان کي د یوه اصفهاني تجار په کور کي وي. تجار یکي یوازي یوه لور لري. د ده او د هغې ماشومي د کوچنیوالي دوران همداسي د ده اصفهان ته په تګ او راتګ سره پایته رسېږي. بیا رېدي په کندهار کي واده کوي. دا وخت د ده د کوچنیوالي انډیواله زلیخا په اصطلاح چټه پېغله وي. دته یې په زړه کي د میني اور بل سوی وي. دی بیا اصفهان ته ځي، او دا اور ویني. خو د مړ کولو توان یې نلري. دا هغه وخت وي چي د کندهار پر جغرافیه د هوتکو حکومت قایم، او ټینګ سوی وي. شاه محمود له خپلو پوځیانو سره پر اصفهان د را بهېدو او را رهېدو پر خوا وي. صفوي رژیم رېدي محمود هوتک ته د جاسوسۍ په تور نیسي. او بیا یې هغه تجار چي دی یې په کور کي را لوی سوی وي، په دې شرط او ضمانت د صفوي حکومت په ټینګار را خلاصوي چي صفوي حکومت ته به د افغان پوځ او شاه محمود هوتک مخبري یا جاسوسي کوي. رېدي له یوې خوا د زلیخا د بېلتانه په چپاو کي را ګیرېږي او له بلي خوا د خپلو خلکو سره د خیانت کولو په سوچ. دی بلاخره د شاه محمود د پوځ سره یوځای کېږي. کور، خپله مېرمن زینب او تازه په تازه یې زوکړی زوی ټول د هجران په اور کي پرېږدي او پر کرمان، یزد او اصفهان د فتحي او جنګ لپاره لیڅي را نغاړي. له یوې خوا یې په اصفهان کي زلیخا او د آقا شېر علي کورنۍ صفویانو ته پرېښي، او له بلي خوا بیا شاه محمود په اصفهان کي د افغان پوځ لپاره د خبر او اوضاع معلومولو ماموریت ور سپاري. حال دا چي متقابل طرف هم د صفوي رژیم په ګټه مخکي له مخکي دا ماموریت ور سپارلی وو. شاه محمود دی مخاطبوي او ورته وایي چي باور ور باندي لري او مېړانه یې ستایي. رېدي د اصفهان د نیولو په موخه په مخته پېښ سوي یوه جنګ کي ټپي کېږي. او بیا زړه نا زړه اصفهان ته د افغان پوځ د مخبرۍ لپاره ځي. په لاره کي د شېر علي سره مخ کېږي، او هغه ورته وایي چي ستا د ضمانت په بدل کي یې زلیخا د شاه حسین صفوي و حرام سرای ته د خدمت په پار بوتله. ځکه تا خپل ماموریت په سم ډول نه آدا کاوی. رېدي د دې خبر په اورېدو داسي حالت ته ځي چي د لیکوال په وینا ځمکه هم نه څېري کېږي چي دی دي په ننوزي. خو زلیخا موده وروسته خوشي کېږي، او په اصفهان کي پاتېږي. کورنۍ یې هم له اصفهانه بل ښار ته ځي، ځکه پر دغه ښار را روان حالت ښایي په تمامه مانا د اندېښنې وړ و اوسي. رېدي په اصفهان کي د وضعیت له معلومولو وروسته د خپل پوځ سره یو ځای کېږي. دلته ناول کي د (ګلناباد) مشهور جنګ ته هم کتنه کېږي او پر اصفهان د محاصرې جریان بیانېږي چي بلاخره د صفوي امپراطورۍ وروستی واکمن شاه حسین تاج او تخت شاه محمود ته سپاري او شاه محمود هم له ښه شان او دبدبې سره یو ځای اصفهان ته ننوزي. رېدي هم له پوځ سره وي. دا چي اصفهان اته میاشتي مسلسل محاصرې له سختي قحطۍ او خلک یې له لوږي سره مخ کړي وو، ځکه د دې ښار خلک په ډېر بد وضعیت کي وي او رېدي هم په زلیخا پسي سترګي رغړوي. کله چي هغه د ښار په کومه څنډه کي ویني نو هغه نوره هغه پخوانۍ زلیخا نه وي. او د رېدي د میني په اور کي سوځلې او لېونۍ سوې وي. رېدي چي هر څونه د هغې د پوهولو او د ځان د ور پېژندلو هڅه وکړي خو کومه نتیجه نه ورکوي، او په دې سره ناول هم پای مومي.
د تاریخي ناول لیکل ښایي د نورو داستانو او ناولو د لیکلو په پرتله آسانه نه وي. روسي لیکوال لیو تولستوی د تاریخي ناول په باب لیکي: ” تاریخ لیکونکی یوازي له هغو حقایقو سره کار لري چي ثبت سوي وي، مګر یو ناول لیکونکی باید د هغه وخت په احساساتو، روحیې او د انسانانو په پټو انګېزو پسي وګرځي.”    تاریخي ناولو کي د هغه وخت حالات، دود او دستور، خبري اتري، جامې او د هغه وخت د ښارونو د جوړښت څخه تر عامو اصطلاحګانو او عمومي وضعیت پوري هرڅه باید داسي انځور سي چي لوستونکی د تېري زمانې یا د هغه وخت د وضعیت اټکل ځیني وکړای سي. او که لیکوال په دغه برخه کي د ښې تجربې خاوند وي. یا یې لږ تر لږه په تاریخي داستان لیکنه کي کافي مطالعه کړې وي بیا نو د هغه وخت حالات داسي رانغاړي او ترسیموي چي لوستونکی عیناً هغې زمانې ته بیایي او د ناول دوامداره تلوسه یې و خستګي او ستړیا ته نه پرېږدي. دا ځانګړني تر ډېره ځایه دا ناول لري. ښه مثال یې د اصفهان د هغه وخت د ښار انځورول دي چي د صفوي امپراطورۍ پایتخت او د پخواني فارس او یا لویدیځي آسیا تر ټولو برنفوسه او ستراتیژیکه ښار وو. د ناول په یو ځای کي لولو:
” د سهارني لمر په ژړو وړانګو کي، د اصفهان ښار د سرو زرو پر خښته د رسم سوي، انځور غوندي ښکارېدی. تر ډېره ځایه د لویو او کوچنیو کورونو په منځ کي د امام بارو ژړي گومبتي، لوړ منارونه او سې کونجه تور بیرغونه ښکارېدل. په دې هرڅه کي چي تر ټولو جلا او ځانگړی ښکارېدی، هغه د دې ښار هغه اوږد پل وو، چي د ښار په منځ کي پر تېر سوي رود پروت وو. “
ناول کي ساده مکالمې او د هغه وخت اصطلاحات هغه څه دي چي ځانګړني یې لا ډېروي. کله چي د ناول مرکزي کرکټر (رېدي) په کندهار کي پخپل په کور کي وي او دته د شاه محمود لخوا د غوښتني کوم امر کېږي نو په دغه صحنه کي موږ د هغې زمانې عام فهمه او ساده اصطلاحات او خبري له ورایه لیدلای سو:
” د رېدي د راتگ درېیمه وه. هغه په خپله طبیله کي د آس په روزلو اخته وو، چي د کلا د دروازې شرنگی سو. (د کلاګانو په خاص ډول بیا د پخوانیو کلاګانو دروازو د اوسپني غوندي دوه لاستي درلوده چي د دروازې د خلاصولو او ټکولو لپاره به استفاده ځیني کېده. دلته که لیکوال د شرنګي پر ځای د دروازې ټکول لیکلي وای ښایي کومه پوښتنه یې را ولاړه کړې، یا یې د دغي صحنې خوند پیکه کړی وای. ځکه د لرګي د دروازه ټکول نه اورېدل کېږي او نه هم چنداني مناسب راځي، ځکه د کلاوو یا پخوانیو کورو دروازو د اوسپني دوه ګردي لاستي درلوده. – شفق) زینب طبیلې ته سر ور ایسته کړ او هغه ته یې په سر اشاره وکړه:
ــ دروازه ده!
رېدي پرته له دې چي څه ووایي د کلا دروازې ته ور رهي سو. په دروازه کي پر آس سپور سرتېری ولاړ وو. هغه له لنډ روغبړ وروسته رېدي ته وویل:
ــ اعلیحضرت غوښتی یې!
د رېدي تندی غوټي، غوټي سو:
ــ اعلیحضرت شاه محمود؟
ــ هو.
ــ خیریت وو؟
ــ نه پوهېږم، خو اعلیحضرت ویل: غواړم سبا نه بل سبا دي ووینم.
ــ چیري او څه وخت؟
ــ ماځیګر تر لمانځه وروسته، په نارنج کي.
ــ سمه ده!
سرتېري پر آس پښه واړول، هغه یې پونده کړ. د آس د قدمونو موزون ږغ پورته سو او مړه دوړه یې تر شا پرېښوده. “
” د اصفهان فاتح ” ناول ځیني جملې هم خوندوري دي. او هغې زمانې ته په کتو سره په ناول کي بېخي سمي ایسي. لکه: خدای دي عوضونه درکي. د جنګ خوږې خبري ساعت یې تریخ دی، زموږ او ستاسي خیر ان شاء الله په داغه کي دی. او ورته نور کلمات چي ساده او لږ تر لږه د درې پېړۍ وړاندي خلکو د خبرو مطابقوالی لګولای سي. تاریخي ناول که یوڅه اوږد هم سي بازار او لوستونکي لري. د نسیم حجازي ناولونه چي هر یو تر پنځه سوه صفحې اوړي خلک یې ډېر په شوق وایي. په دې وروستیو کي پر ځینو تاریخي شخصیتونو زبیر شفیقي هم تاریخي ناولونه ولیکل. میرویس نیکه، وزیر محمد اکبر خان او شېرشاه سوري یې بېلګي دي. چي هر یوه یې ماشاءالله دي وي په ښه پوره آنداز له حجم او هم د ډېرو مکالمو له لحاظه اوږد دی. البته د ځینو داستانو بېځایه اوږدېدل هم ښایي ښه نه و اوسي. ” سوی تاج ” ناول چي عبدالستار سعادت دې وروستیو کي ولیکی، تر پنځه سوه مخه اوړي او دونه مکمالې پکښي راغلې دي چي د ناول تر نیمایي یې ډېره برخه نیولې او د جالبوالي ځای لا دا دی چي په ضرب د ۲۸ ورځو کي یې لیکلی، او کله چي مي لیکوال د دې ناول په مخکتنه کي د ناول د لږي مودې د لیکلو په باب و پوښتی نو جواب یې د داستان د جوړولو وو چي د ښاغلي سعادت په وینا کله چي یو ځل داستان د لیکوال په ذهن کي راسي یا جوړ سي بیا لږه او ډېره موده مطرح نه وي. حال دا چي د هوګو نړیوال اثر ” بېوزلان ” په شاوخوا اوولس کاله او د تولستوی شهکار اثر ” جګړه او سوله ” په شپږ یا اووه کاله کي لیکل سیو دی. ” د اصفهان فاتح ” ناول که تر دې هم اوږدی سوی وای، یا یې مکمالې په هغه آنداز لکه څنګه چي ساده، رواني او مناسبي دي هم ډېري سوې وای ښایي لوستونکی یې له ځان سره تر پایه ساتلي وای. ځینو ځایونو کي زه نه پوهېږم چي یوازي ما بېړه پکښي احساس کړه او که رښتیا هم بېړه پکښي سوې ده. او یوه صحنه چي زما په ذهن کي څونه خوندوره راتله او ما یې ګومان کاوی، هغسي انځور نه سوه څنګه چي لیکوال را وړې وه. مثلاً کله چي رېدي د شاه محمود هوتک سره ویني دا لیدنه یو ډول بېخي ساده وي. سړی اټکل کولای سي چي شاه محمود هوتک د هغه وخت د صفویانو، د هرات د آبدالیانو او دغه راز د شاوخوا سیمو د نورو افرادو په ذهنونو کي د یوه پیاوړي، ځوان او د یوې تازه تاسس سوې امپراطورۍ د یوه واکمن حیثیت درلود. او دا چي د غلجیو د قلات څخه تر شنډنډ، فراه، کوټي او پښین پوري فرمان فرما وو، ځکه یې د ولس په زړه کي ځانګړی ځای درلود. او خپلو خلکو په ډېره درنه سترګه ورته کتل او بیا د ده په مټ د صفوي امپراطورۍ ړنګېدني او نورو وروستیو پېښو د ده شخصیت لا ښه پسي روښانه کړ. د ناول صحنه کي که د شاه محمود سره لیدنه یوڅه شاهانه راغلې وای او د هغه وخت نارنج ماڼۍ هم پکښي انځور سوې وای ښایي د ناول تصویري ژبه لا خوندوره سوې وای. د شاه محمود هوتک او د رېدي د لیدني په باب ” د اصفهان فاتح ” کي لولو:
” ماځیګر وو. رېدی د نارنج ماڼۍ د لوړ بام پر تخت ناست وو. هغه د ماڼۍ په لمر خاته کي د کروندو او باغو په غوړېدلي میدان کي سترگي ښخي کړي وې. او د خپل نامعلوم راتلونکي چورتونو په مخه کړی وو، چي له شا څخه یو دروند نارینه ږغ ټکان ورکړ:
ــ رېدیه راغلی یې؟
هغه شاته وکتل. شاه محمود ولاړ وو. لاس یې ځیګر ته یووړ او موسکی سو:
اعلیحضرته! مشرفه سوم، راځئ؟
تر ناستي او روغبړ وروسته شاه محمود لوی گردي بالښت ته څنگ ایله کړ. خپل تور غوړ ورېښتان یې په گوتو تر غوږو واړول او رېدي ته یې وکتل:
ــ خیریت وو؟… ډېر وځنډېدې.
رېدي خولې ته موټ ونیو. نرمه غاړه یې تازه کړه او د اصفهان د مشکلاتو ځیني کیسې یې ورته تیري کړې. تر کیسو وروسته هغه چوپ سو او د مخامخ غره څوکي ته یې لوړ وکتل. د غره د څوکي پر لویدیځي خوا تر لمر لوېدو وروسته ژړه ټپله ښکارېده. تر لنډي چوپتیا وروسته رېدي شاه محمود وپوښت:
ــ اعلیحضرته! اصفهان ته دي د حملې اوازې راتلې:
هغه لاندي مځکي ته وکتل:
ــ که د خدای نصرت راسره وو، نو همداسي مو نیت دئ!
تر لنډي چوپتیا وروسته یې رېدي ته له برمه ډکي سترگي ور پورته کړې او نرۍ موسکا یې وکړه:
ــ ته مي د همدې له پاره راغوښتی یې!
رېدي چي څه ویلو ته ځان جوړاوه، شاه محمود پسي زیاته کړه:
ــ ستا مشکل ما په پام کي نیولی دئ… تا له ځان سره نه بیايو، خو دلې یو مسئولیت درسپارو.
رېدي د هغه وروستۍ خبري اندېښمن کړ. نه پوهېدی، چي څنگه له توقع برعکس هغه ته له لښکر سره د تلو ووایي. دی لا په چورت کي تللی وو، چي د شاه محمود ږغ یې واورېد:
ــ د دې لپاره چي تېر وار ته ورته کومه کانه تکرار نه سي، نو موږ ځیني کسان له شاه حسین سره د کومک له پاره په نظر کي نیولي دي… په هغو کي یو ته یې. “
موږ ولوستله چي د شاه محمود هوتک سره د رېدي ملاقات څونه یو پامي او بېړني را منځته کېږي. که چېري دا صحنه داسي راغلې وای چي رېدي د کندهار په ښار کي تېر سوی وای. د ښار د امنیت یا وضعیت اړوند یې د یوه ملګري یا دوکاندار څخه پوښتنه کړې وای. یا یې پر اصفهان د شاه محمود د حملې په باب د عامو خلکو نظرونه اخیستي وای چي هغوی دې کار ته په کوم نظر کتل او د هوتکو د حکومت د دې پریکړي سره موافق ول او که نه. او بیا وروسته رېدي د نارنج ماڼۍ ته ورغلی وای. دننه د مانۍ جوړښت انځور سوی وای او بیا ساتوونکو دی منتظر کړی وای چي اعلیحضرت یا په غونډه کي دی او یا په بل څه بوخت دی. ځکه پورته مو ولوستله چي حمله ډېر ژر کېدونکې وه، نو طبیعي ده چي شاه محمود به د پلانونو په پلي کولو یا د پوځ په برابرولو یا د دې لوی اقدام لپاره ورته په کوم بل څه اخته وای. او بیا نو په دربار کي د شاه محمود او رېدي لیدنه سوې وای. نه په ډېر ساړه او ساده ډول. البته ناول کي وروسته ذکر کېږي چي رېدي او شاه محمود په کوچنیوالي ملګرتیا سره درلودلې، خو دا وخت د دوی لیدني رسمي شکل درلود. او باید چي لوستونکي ته هم د شاه محمود شخصیت د یوه پاچا یا واکمن په حیث؛ او هم د نارنج د سلطنتي ودانۍ عظمت انځور او وړاندي سوی وای.
د افغانانو لخوا د اصفهان فتحه د افغان تاریخ یو له تر ټولو مهمو پېښو څخه ده. او دا پېښه د صفوي امپراطورۍ د څه باندي دوه سوه کلونو د کسات نتیجه هم بللای سو چي په دې موده کي یې پر افغانانو بې حده درنې مالیې وضعه او ظلمونه وکړو. د دې لویي پېښي او ویاړ په باب نورو ډېرو ناولونو او داستانونو لیکلو ته هم آینده کي ضرورت دی چي ولیکل سي او د آریا صاحب دا ناول یوازي کفایت نه کوي. په دې ناول کي د اصفهان نهه میاشتنۍ محاصره او د ګلناباد په ګډون ځیني نوري پېښي هم په لنډ ډول وړاندي سویدي. لکه څنګه چي مخکي یادونه وسوه تاریخ ناول لیکنه د ښه زیات مهارت تر څنګ ډېري مطالعې او کافي مالومات درلودلو ته هم ضرورت لري. ځکه که یوه پېښه ناول کي ذکر کېږي د خیال او واقعیت ترمنځ حداقل باید د پېښي ځای او نېټه دقیقه راوړل سي. کرکټرونه، مکالمې او منظر کشي یې بیا په لیکوال پوري اړه چي د ناول د خوند، رنګ او ښایست په برخه کي څونه پام ورته کوي. ” د اصفهان فاتح ” ناول کي یو ځای ماته د مالوماتو غلطي په نظر راغله چي ښایي د ناول پر محتوا به چنداني اغېز ونلري خو ولي کم ذره کم رنګي او مبالغه ښایي پکښي راولي. کله چي د اصفهان د محاصرې پر مهال د شاه محمود هوتک یا افغان پوځ یوه ډله چي مشري یې امان الله خان کوي د دوو بارخانو د نیولو وروسته خپل مرکز ته ستنېږي د (اصفهانک) په سیمه کي د ځایو خلکو او د ګلناباد د جګړې څخه د تښتېدلو عسکرو تر حملو لاندي راځي او یرغمل کېږي. کله چي شاه محمود خبرېږي په اصفهان کي محاصره صفوي واکمن شاه حسین ته لیک لېږي چي د بندیانو د سر ساتنه دي وسي. کله چي د اصفهانک د کلي خلکو ته شاه حسین پیغام استوي تر څو د افغان بندیانو ساتنه وکړي هغوی ټول بندیان وژني. چي په یرغمل سویو افغان بندیانو کي د شاه محمود هوتک ناسکه ورور، اکاه او دوه زامن هم شامل وي. سړی نه پوهېږي چي د ناول لیکوال به د دې پېښي استناد په کوم اثر کړی وي خو ښایي چي د مسیحي سیاح کروزینسکي ياداښتو ته به یې په دغه برخه کي مراجعه کړې وي او دا مالومات به یې ځیني را خیستي وي. شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني پخپله نوې څېړنه ” له میرویس نیکه تر احمدشاه بابا ” کي د کرزویسنکي د دې خبري یادونه د هغه د کتاب د ۴۳ مخ په حواله لیکي او زیاتوي:
” مورخینو یوازي دونه لیکلي دي چي د میرویس دوه زامن ول چي یو یې ۱۸ او بل یې ۱۴ کلن وو. د پښتنو مشرانو د هغوی د عمر د لږوالي له امله هغوی د قدرت د نیولو لپاره مناسب ونه بلل. البته کروزینسکی د محمود د یوه بل کشر ورور یادونه هم کوي او وايي چي د بنی اصفهان د محاصرې په وخت کي د محمود کشر ورور، د هغه د خاله زوی او د افغانانو څو تنه مشران او یو شمېر افغانان قزلباشو ونیول. او کله چي د ایران شاه خپل استازی د هغوی د خلاصولو لپاره ور واستول قزلباشو د هیأت د رسېدلو څخه مخکي هغوی وژلي ول. تاریخ سیاح ص ۴۳. “
په ناول کي د شاه محمود هوتک د دوو زامنو، ورور، اکاه او نورو مشرانو پوځیانو وژل کېدل دا څرګندوي چي د اصفهان فتحه شاه محمود ته په ډېر لوړ قیمت تمامه سوې او ښایي دا مالومات ناسم وي. البته په دې باب نور آثار هم څه نه لیکي چي ګواکي شاه محمود دي د اصفهان د فتحي پر وخت خپل ورور، اکاه، دوه زامن او د امان الله په څېر قومندان او نور افغانان له لاسه ورکړي وي. ټول مورخین په دې متفیق دي چي شاه محمود د خپل پلار د مړیني پر وخت ایله اتلس کلن وو. دوه کاله وروسته په ۱۷۲۰م کي چي د خپل اکاه عبدالعزیز د مړیني وروسته واک ته ورسېد، یوویشت کلن راځي. او د اصفهان د فتحي ۱۷۲۲م پر مهال ۲۲ کلن. د ۲۲ کلنۍ پر مهال د ده د دونه مشرانو اولادونو شتون چي هغه د اصفهان په محاصره کي له ده سره ملګري ول مبالغه ده. که فرض کړو چي ده واده پر ۱۸ کلنۍ کړی هم وي نو مشر اولاد به یې ایله څلور کلن وو. البته کروزینسکي چي د اصفهان د محاصرې پر وخت هوري وو. په دې پېښه کي د شاه محمود د کشر ورور او ځینو نورو مشرانو وژل تائیدوي. خو د شاه محمود د اکاه، او زامنو یادونه نه کوي. بلکي پر ځای یې د هغه د خاله زوی یادوي چي قزلباشانو یا د اصفهانک د کلي خلکو له نورو یرغملو سره یو ځای ونیو او وواژه. د میرویس نیکه څلور وروڼه چي د نازو او ښالم خان اولادونه وو په تاریخي متنو کي ذکر سوي او د نورو یادونه نه ده سوې. میرویس خان، عبدالعزیز  یحیی خان او عبدالقادر خان. دا چي عبدالعزیز او عبدالقادر د میرویس نیکه سره په پاڅون او پېښو کي څرګنده ونډه درلودلې او نور وروڼه یې هم مهم شخصیتونه ول. که له دوی څخه یوه هم د اصفهان په فتحه کي ونډه اخیستي وي نو تاریخي متونو یې حتماً یادونه کوله. دغه راز د شاه محمود او شاه حسین څخه پرته د میرویس نیکه د نورو اولادنو یادونه هیڅ کوم ماخذ نه کوي. او نه ښایي چي میرویس نیکه بله کومه مېرمن درلودلې وي، چي کروزینسکي د اصفهان په فتحه کي د شاه محمود د کشر ورور یادونه کوي. میرویس نیکه یوه مېرمن درلوده چي تاریخي متون او اکثره منابع یې د جعفر خان سدوزي لور خانزاده سدوزۍ بولي. شاه محمود، شاه حسین او زینب هم د همدغي خانزادې له اولادې څخه دي. او هیڅ کوم ماخذ د میرویس د بلي مېرمني او اولاد یادونه نه کوي. او په دې توګه څرګندېږي چي میرویس نیکه یوازي دوه زامن درلوده چي شاه محمود او شاه حسین نومېدل. او د مسیحي سیاح کروزینسکي دا مالومات چي د اصفهان په محاصره کي شاه محمود خپل کشر ورور او د خالا زوی له لاسه ورکړو دقیق نه دي. او نه یې بل کوم ماخذ یادونه کوي. البته آریا صاحب په ناول کي د شاه محمود د ناسکه ورور، اکاه او دوو زامنو د وژلو یادونه کړې چي د مالوماتو پر غلط فهمۍ دلالت کوي. او که یې دا مالومات د کروزیسنکي د یاداښتو څخه چي په بېلا بېلو نومانو خپاره سوي اخیستي وي، هم چنداني مستند والی نلري. د دې موضوع په باب په ناول کي لولو:
” بلي خوا ته د افغانانو د لښکر یوې ډلي د عباس آباد پل له گرجي عسکرو څخه په یوه حمله کې ونیو. له هغه څخه تېر سول او اصفهان ښار یې له نژدې څخه تر محاصرې لاندې ونیو. په همدې وخت کي د افغانانو یوه ډلگۍ چي د امان الله خان تر قوماندې لاندي وه او د خوراکي موادو دوې بارخانې یې نیولې وې او خپل مرکز ته بېرته د ستنېدو په حال کي وه، چي (اصفهانک) نومي ځای ته نژدې د ځايي خلکو او د گلناباد له جنګه د تښتېدلو عسکرو له خوا تر ناڅاپي برید لاندي راغله. د دې ډلگۍ ډېری کسان یا ووژل سول او یا ونیول سول. په نیول سویو کسانو کي د شاه محمود اکا، دوه زامن او یو ناسکه ورور هم شامل ول.
​کله چي شاه محمود له دې پېښي خبر سو، نو سملاسي یې شاه حسین ته قاصد ورولېږی او د افغان بندیانو د سر ساتنه یې وغوښته. شاه حسین هم د میرزا رحیم نومي سړي په واسطه د اصفهانک کلي خلکو ته پیغام ورولېږی، چي د بندیانو د سر ساتني ته پاملرنه وکړي، خو مخکي له دې چي د ده پیغام ور ورسېږي، د اصفهانک خلکو ټول افغان بندیان وژلي ول. دغه کار شاه محمود ډېر په غوسه کړ. هغه امر وکړ، چي ټول هغه پارسي بندیان زندۍ کړي، چي د افغان لښکر په لاس کي دي. له دې وروسته یې پر اصفهان ښار باندي د محاصرې کړۍ دونده تنگه او ټینگه کړه، چي هیڅ ژوندی ښار او له ښار څخه دباندي نه سوای وتلای. “
په تاریخي ناولونو کي د مالوماتي غلطیو یادونه ځکه ضروري ده چي د پېښو د ارقامو او نېټو په باب حداقل باید لیکوال په داستان لیکنه کي مستند آثار تعقیب او سم مالومات را واخلي چي بیا د منظر کشي، مکالمو او تصویري ژبي په توان تاریخي پېښه او تاریخي کرکټر په داستاني پوښ لا ښه پوښلای او ځلولای سي.
د اصفهان فاتح ناول د پښتو ژبي په تاریخي ناول لیکنه کي یو مهم او نسبتاً ښه داستان بللای سو. که د افغان تاریخ پر نورو مهمو پېښو لکه د افغان – انګرېز پر لومړۍ جګړې، د پاني پت، میوند او نورو تاریخي پېښو او افغان شخیصتونو  په باب موږ داستانونه او ناولونه راتلونکي کي ولرو، نو د خپله تاریخ په داستاني، رواني او دبدبي شکل په وړاندي کولو کي به مو ډېر څه کړي او تاریخ ته به مو د داستان په ژبه خواږه ور زیات کړي وي.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶ د جنوري ۱۱ مه، یکشنبه – زابل.

 

د تاریخ په باب نظرونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.