د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونو ته غبرګونونه

0

کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۴): یو شمېر سیاستوالو د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد د خپلو ناکامیو او کورنیو ستونزو منلو پر ځای ملکي افغانان په نښه کوي.

پاکستان تېره شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او په ننګرهار کې پر یوه استوګنیز کور هوايي بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ په کلي کې د یاد برید له امله شاوخوا ۲۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې تړاو ویلي چې د هېواد له حریمه ساتنه او د خلکو امنیت تامینول خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او د پاکستان پوځي رژیم ته یې خبرداری ورکړی چې په مناسب وخت کې به مناسب او حساب‌شوی ځواب ورکړل شي.

په همدې حال کې، یو شمېر سیاستوالو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې پر کلکو ټکو غندلي دي.

په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ننګرهار په بهسودو او نورو سیمو کې د پاکستان له لوري د ملکي وګړو بمبارول چې پکې ګڼې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري غیرنظامیان شهیدان شوي، د هېواد د حریم نقض او یو ناوړه، کرکجن او بزدلانه عمل دی چې د پاکستان د مستبد او ظالم پوځي رژیم له‌خوا ترسره شوی دی.»

نوموړي زیاته کړې چې دا کړنه د نړۍوالو اصولو خلاف او یو جنایت دی.

ضعیف ویلي: «دا د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او یو جنایت دی؛ هغوی له خپل مسوولیته تښتي او د خپلو ناکامیو او کورنیو ستونزو منلو پر ځای، بې‌ګناه خلک په نښه کوي، دا ډول ناعادلانه اقدام ښيي چې د هغوی ادعاوې بې‌بنسټه دي او هر ځل غیرنظامیان په نښه کوي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان یاد بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی دی.

نوموړي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه پر خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي او د نېک ګاونډیتوب او متمدنانه چلند لاره خپله کړي.

د پخواني حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله اېکس‌پاڼه د پیغام په خپرولو دغه بریدونه سخت غندلي دي.

نوموړي ویلي: «موږ ژوره اندېښنه لرو او پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه په کلکه غندو.»

د هغه په خبره، دا ډول کړنې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد دي او د بې‌ثباتۍ او کړکېچ د لا زیاتېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړې: «بمبار، د ملکي وګړو په نښه کول او تاوتریخوالی د ستونزو حل نه دی؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل غوره لار خبرې اترې دي.»

دغه‌راز، د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل‌هادي مسلمیار هم دغه بریدونه غندلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه بریدونه د ټولو نړۍوالو موازینو، قوانینو او تړونونو خلاف دي او هيڅ ډول توجیه نه لري.

هغه ټینګار کړی: «په دغو بریدونو کې بې‌ګناه ملکي وګړي، جوماتونه او عامه ځایونه په نښه شوي چې دا نه ‌بښونکی عمل او لوی جنایت دی.»

مسلمیار ویلي: «افغانانو هيڅکله د کوم زبرځواک یا ظالم برید بې‌ځوابه یا بې‌غچه نه دی پرېیښی؛ د نړۍ هر زبرځواک زموږ مېړانه او زړورتیا پېژني او موږ له هر هغه چا چې زموږ پر خاوره یې تېری کړی، غچ اخیستی او اخلو یې.»

د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي ارغندیوال پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا وطن او خاوره بې‌څښتنه نه ده، د هرې څپېړې ځواب به په سوک ورکړل شي، ان‌شاءالله.»

د پخواني حکومت د دفاع وزارت مرستیال شاه‌محمود میاخېل هم ویلي چې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د منلو وړ نه دي او د ښکاره غندنې وړ دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د فرهنګي چارو سلاکار شاه‌حسین مرتضوي پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم برید غندلی او ویلي یې دي: «د افغانستان پر خاوره د پاکستان تېری په کلکه غندم، دا په وروستیو کلونو کې څویم ځل دی چې دا ډول بریدونه تکرارېږي.»

هغه څرګنده کړې چې پاکستان د ګاونډي هېواد په توګه له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د ثبات او امنیت پر وړاندې پر یوه اساسي ننګونه بدل شوی دی.

مرتضوي ویلي: «افغانان یوازې د ملي یووالي، همغږۍ او سیاسي انسجام له لارې کولای شي د دا ډول تېریو د تکرار مخه ونیسي. نن تر بل هر وخت زیات، یوه واحد دریځ او ګډې ملي ارادې ته اړتیا لرو.»

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.