تېره شپه ( د روان کال د فبروري په ۲۲مه ) پاکستان یو ځل بیا د خپلو پخوانیو سرغړونو په دوام د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه ترسره او د ننګرهار او پکتیکا ملکي سیمې یې په نښه کړې. په دې تړاو څو مهم ټکي د پاکستان، هندوستان او افغانستان له دریځونو د یادونې وړ دي :
پاکستان :
پاکستان دا مهال د ژورې سیاسي ګډوډۍ او کورنیو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. هغه پخواني هوايي بریدونه چې یې پر افغانستان کړي وو، نه یوازې د پاکستان د امنیت د ښه کېدو لامل نه شول، بلکې د پاکستان دننه د افغان طالبانو د متحدینو د لا زیات غبرګون سبب شول. د طالبانو متحدین لکه تی، تی، پی او بلوڅ ازادي غوښتونکي پر افغانستان برید د ځان پر ضد برید ګڼي او بې له ځنډه یې په خپلواکه توګه ځوابوي. پاکستان تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې افغان طالبان دې د پاکستان په ناامنۍ کې لاس ولري.
پر ملکي هدفونو برید په نړیوالو حقوقو کې جنګي جنایت بلل کېږي او د پاکستاني چارواکو د اخلاقي سقوط څرګندونه کوي.
هندوستان :
هندوستان چې په دې وروستیو کې د طالبانو له نږدې اړیکو څخه راضي ښکاري، افغانستان یې د پاکستان د تېریو پر وړاندې یوازې پرې ایښی دی. که هند د افغانستان د هوايي ځواک په تجهیز کې کوم سیاسي یا ستراتیژیک ملاحظات لري، لږ تر لږه کولای شي د کشمیر په جغرافیه کې د پاکستان د مصروفولو له لارې د افغانستان په غیر مستقیم ملاتړ کې رول ولوبوي.
افغانستان :
طالبان په څلورو کلونو واکمنۍ کې ونه توانېدل چې د افغانستان دفاعي بنسټونه ورغوي او یا د دوستو هېوادونو په همکارۍ د هېواد د هوايي حریم د ساتنې وړتیا ترلاسه کړي. د هوايي دفاع نشتوالی دا معنا لري چې د پاکستان بریدونه به په راتلونکې کې هم تکرار شي او نور بېګناه ملکیان به د پاکستان د پوځ د جنګي جنایت قرباني شي.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چی :
ایا طالبان د خلکو د ژوند او مال ساتنه خپل مسئولیت ګڼي؟
که یې مسئولیت ګڼي، نو یوازینۍ عملي لاره دا ده :
* د اساسي قانون پر بنسټ یوه مسئول او مشروع حکومت جوړول
* د خلکو او نړیوالې ټولنې د غوښتنو په منلو سره له دیپلوماتیک انزوا څخه وتل
* په سیمه او نړۍ کې د باور وړ ستراتیژیک متحدینو لټول
* د ستراتژیک متحدینو په مرسته د ځمکنیو ځواکونو پیاوړتیا او د هوايي دفاع تجهیزول.
۲۲/۰۲/۲۰۲۶
«پای»
نقش دیموگرافیک و سیاسی پشتون ها در آزادی بلوچستان/ (قسمت چهارم)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.