د شاه امان الله هڅه د خپلواکۍ حقوقي بنسټ د رامنځته کولو په موخه

ډاکټر م. عثمان تره‌کی

53

د شاه امان الله هڅه

د خپلواکۍ حقوقي بنسټ د رامنځته کولو په موخه

د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت

د شاه امان الله د سلطنت په دوره د خپلواکۍ د ساتنې حقوقي بنسټ اساسي قانون و. خپلواک افغانستان هغه مهال د اساسي قانون د جوړولو اقدام وکړ چې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته رسېدلې وه. عثماني امپراتوري له منځه تللې وه او د منځني ختیځ ځینې هېوادونه د جګړې د فاتحو هېوادونو ترمنځ د تحت‌الحمایه نظام په چوکاټ کې وېشل شوي وو.

د شاه امان الله له سترو کارنامو څخه یوه دا وه چې د اساسي قانون پر بنسټ یې د یوه حقوقي نظام د رامنځته کولو زمینه برابره کړه. اساسي قانون باید تحت‌الحمایه نظام ته د پای ټکی کېږدي او خپلواک افغانستان نړۍ ته ور وپېژني.

افغانستان په ۱۹۲۲م کال کې خپل لومړی اساسي قانون په داسې شرایطو کې جوړ کړ چې په سیمه کې یوازې یو محدود شمېر اسلامي هېوادونه اساسي قوانین درلودل. د هغو هېوادونو له ډلې چې شاهي نظام یې درلود، عثماني ترکیه او ایران له افغانستان څخه مخکې لیکلي اساسي قوانین لرل.

د عثماني سلطنت لومړی اساسي قانون د ۱۸۷۶م کال په مارچ کې جوړ شو. د ایران لومړی اساسي قانون د مظفرالدین شاه په دوره کې د ۱۹۰۶م کال په ډسمبر کې، هغه مهال چې ایران د بریتانیا تر نفوذ لاندې و، د فرانسې او بلجیم له حقوقي نظامونو څخه په الهام تدوین شو.

د شلمې پېړۍ په پیل کې، د ملت‌پالنې او عدالت‌غوښتنې د کمزورې خو د ودې په حال کې د خوځښتونو د قانع کولو لپاره، ټولو اسلامي هېوادونو هڅه کوله چې د لیبرالې دیموکراسۍ ارزښتونه او د مشروطیت اصول په خپلو اساسي قوانینو کې ځای پر ځای کړي.

خو له دې امله چې د نظام جوړونې په برخه کې له لویدیځ څخه د مدرنیته تقلید د ټولنې له واقعیتونو څخه ډېر واټن درلود، واک د اساسي قوانینو په متن کې هم د دولت د جوړښت د هرم په سر کې د پاچاهانو په لاس متمرکز پاتې شو. اساسي قوانین، چې یوازې یې د مشروطه نظام بڼه درلوده، د پاچاهانو د مطلق واک د توجیه کولو پر وسیله بدل شوي وو.

اعلیحضرت امان الله هغه مهال پاچا شو چې افغانستان نږدې دوه پېړۍ د مطلق‌العنانه او له اساسي قانون او مشروطیت سره نابلده پاچاهانو تر واک لاندې تېرې کړې وې. د تخت د احتمالي مدعیانو موجودیت او د «تکفیر» له ځواکمنې وسیلې سره د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا د پټې فتنې موجود خطر ایجابوله چې لومړی اساسي قانون شاه امان الله ته په سیاسي نظام کې محوري رول ورکړي.

د افغانستان لومړي اساسي قانون د «منور استبداد» نظریه، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې دود شوې وه، په رسمیت وپېژندله. «منور استبداد» وروسته د یوه عصري دولت د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره، چې په هغه کې قانون حکومت وکړي، پر یوه آسیب پذیر بنسټ بدل شو.

د افغانستان په لومړي اساسي قانون کې یې د سلطنت د ځای د تثبیتولو په برخه کې لاندی کورني او بهرني عوامل رول درلود :

کورنی عامل :

د شلمې پېړۍ په پیل کې د استعمار او استبداد پر ضد فکري خوځښتونو د افغانستان، ترکیې، ایران، هند او مصر د روڼ‌اندو ترمنځ پیاوړې فکري اړیکه رامنځته کړې وه. سیاسي فعالانو، په ځانګړې توګه د «سراج‌الاخبار»، «امان افغان»، «حبل‌المتین» او «صور اسرافیل» په ګډون د ګڼو خپرونو له لارې، له یو بل سره خپل نظرونه شریکول.

په افغانستان کې له پخوا څخه سیاسي ګوندونه او ډلې د خپرونو پر محور جوړې شوې وې. د «انجمن سراج‌الاخبار» اداره د نوو سیاسي ارزښتونو د خپرولو سرچینه او د مشروطه‌غوښتونکي سیاسي جریان د لومړني جوړښت د نطفې په توګه ګڼل کېدای شي. سراج‌الاخبار په حقیقت کې د لومړۍ او دویمې مشروطیت لپاره د الهام سرچینه وه. له همدې امله امیر حبیب الله د سلطنت پر ضد د دسیسې له کشف وروسته، سراج‌الاخبار د دوو کلونو لپاره بند کړ او د لومړۍ مشروطیت غړي یې زندان ته واچول.

د نظام ضد سیاسي فکر په وده کې د لومړۍ مشروطیت رول ډېر پیاوړی نه و. خو له دې سره سره یې وتوانېدل چې د سلطنت واکمني تر پوښتنې لاندې راولي، د چوپتیا طلسم مات کړي او د دویمې مشروطیت لپاره لاره هواره کړي.

د شاه امان الله له راڅرګندېدو سره د مشروطه‌غوښتنې دویم پړاو پیل شو. د مشروطیت لوېدلی بیرغ د شاه امان الله او محمود طرزي ( چې د دربار اصلاح‌غوښتونکی، لیکوال، ژورنالېست، شاعر او د بهرنیو چارو وزیر و) له خوا بېرته پورته شو.

په داسې حال کې چې په لومړۍ مشروطیت کې د دیني مدرسو د فارغانو ونډه څرګنده وه، په دویمه مشروطیت کې د مکتب لوستو کسانو او د عصري معارف روزل شوو کسانو نفوذ زیات شو.

د «امان افغان» جریده، چې د سراج‌الاخبار ځایناستې وه، د عبدالهادي داوي په مدیریت له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۸م پورې د ژوند په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د تجدد (مدرنیته) د ارزښتونو په خپرولو کې مهم رول ولوباوه او د دویمې مشروطیت د پلویانو لپاره د الهام سرچینه او د تقلید مرجع وګرځېده.

ډېر هغه مفاهیم چې د دویمې مشروطیت د پلویانو د خوځښت بنسټ یې جوړاوه او وروسته یې د ۱۹۲۲م کال په اساسي قانون کې د نظام په دننه کې د پاچا ځای ټاکه، د «امان افغان» له لارې خپرېدل. محمود طرزي د تورکي اثارو د ژباړې له لارې د مشروطیت او دیموکراسۍ پر لور د اروپا وروستي پرمختګونه خپرول.

بهرنی عامل :

د افغانستان د لومړي اساسي قانون جوړول د عثماني امپراتورۍ له سقوط او په ترکیه کې د جمهوریت د بنسټګر اتاترک له خوا د واک له ترلاسه کولو سره هم‌مهاله وو. په همدې وخت کې عرب او ترک اصلاح‌غوښتونکي د «ځوانو ترکانو» په شاوخوا کې راټول شوي وو؛ هغو ځوانانو چې په عثماني امپراتورۍ کې یې د مشروطیت او د حقوقو د برابرۍ ملاتړ کاوه.

محمود طرزي په ترکیه کې د «ځوانو ترکانو» د مبارزو پر مهال په تبعید کې اوسېده او د هغوی له اصلاح‌غوښتونکو تمایلاتو څخه یې ژور اغېز واخیست. طرزي وروسته افغانستان ته له راستنېدو سره د سیاسي نظام د جوړښت په برخه کې ډېر عصري مفاهیم له ځان سره هېواد ته راوړل او د «امان افغان» له لارې یې خپاره کړل.

د افغانستان د لومړي اساسي قانون د مؤسسانو د مجلس د غړو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته. ډېر احتمال شته چې محمود طرزي د دغه مجلس له غړو څخه یو و. هغه ډېر عصري اصول د هېواد په اساسي قانون کې ځای پر ځای کړل. له دې امله چې د اماني دورې په ترڅ کې په جوړو شوو نظامنامو کې ترکان له افغانانو سره همکاري کوله، په ډېر احتمال سره ترکان د افغانستان د اساسي قانون په مسوده جوړولو کې هم ونډه لرله.

د عثماني امپراتورۍ له سقوط سره هم‌ مهاله، د سید جمال‌الدین افغاني (۱۸۳۹ ـ ۱۸۹۷)، عبدالرحمن کواکبي (۱۸۴۹ ـ ۱۹۰۲) او محمد عبده (۱۹۰۵ ـ ۱۹۴۹) تعلیماتو د پاچاهانو د مطلقیت پر وړاندې د مسلمانانو د مدني حقوقو په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کې مهم رول درلود.

د عثماني خلافت له سقوط وروسته، د اسلامي نړۍ د اصلاح‌غوښتونکو خوځښتونو د نفوذ ترڅنګ، لویدیځو هېوادونو هم په عربي منځني ختیځ کې د خپلو تحت‌الحمایه نظامونو له لارې د سیاسي نظامونو او اساسي قوانینو په بڼه ورکولو کې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان په لومړي اساسي قانون کې د ترکیې او ایران د اساسي قوانینو له احکامو سره ورته والی لیدل کېږي. د ایران اساسي قانون د بلجیم له اساسي قانون څخه په الهام تدوین شوی و. د دې احتمال ډېر دی چې د سلطنت د موقف اړوند احکام د ترکیې د شاهي او ایران د پاچاهي نظامونو له اساسي قوانینو څخه د افغانستان اساسي قانون ته انتقال شوي وي.

پایله :

۱۰۷کاله مخکې، په داسې هېواد کې چې د نولسمې پېړۍ له کورنیو جګړو او استعماري سلطې څخه تېر شوی و، د یوه حقوقي نظام د رامنځته کولو لپاره د شاه امان الله هڅه یوه قهرمانانه اقدام ګڼل کېږي.

له بده مرغه، د شاه امان الله له سلطنت وروسته بهرنیو یرغلونو، کورنیو جګړو او د واک د ترلاسه کولو لپاره د زور کارولو، افغانستان له دې فرصت څخه بې‌برخې کړ چې داسې یو حقوقي نظام جوړ کړي چې په هغه کې قانون لومړی او وروستی حرف ولري.

نن خبره دې ځای ته ورسېده چې طالبان، چې د جګړې، ناامنۍ، بې‌نظمۍ او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د «کلاشینکوف کلتور» له چاپېریال څخه راولاړ شوي، ځانونه د اماني دورې د قانون‌واکمنۍ بېرته منلو ته اړ نه ګڼي. هغوی په ډېرې بې‌پروايۍ سره په داخل او بهر کې د اساسي قانون پر بنسټ د حکومت د جوړولو اړوند غږونو ته له پامه غورزوی.

۱۹/۰۸/۲۰۰۶

« پای»

د نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه د بي بي سي پښتو ویب پاڼې دردونکی راپور

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.