د ستورو باران د شاعرانه نړۍ بیا تخلیق

اسرار کلي وال

38

نوې تنقید د ترجمې یا ژباړې په حقله د ترجمه نګار یا ژباړونکي نه یواځې دا نه غواړي چې ژباړونکے دې په هغو دواړو ژبو دسترس ولري یعنې یوه هغه ژبه چې د کومې ژبې نه ژباړه کوي او بله هغه ژبه چې کومې ته ژباړه کوي
ځکه چې دا نظریه دومره زړه ده څومره چې انساني تاریخ او تمدن زوړ دے بلکې نوې تنقید له ژباړونکي نه په دواړو ژبو د پوره دسترس د غوښتنې سره سره غواړي چې ژباړونکے د کومې ژبې نه د کوم فن هنر اثار بلې ژبې ته ژباړي نو باید چې ژباړونکے په هغه فن پوره علم مطالعه او دسترس ولري نه چې یواځې د ژبې په صرف و نحوه یا په لغتونو پوه وي
مثلاً که کوم شاعر د طب د کتاب ژباړه کوي نو هغه شان ئې نشي کولے لکه څنګه چې ئې بل د طب د شعبې سره اړوند شخص کوي
دغسې که کوم شاعر د سائنس د کتاب ژباړه بلې ژبې ته کوي نو په نسبت د بل سائنس پوه به ئې ډېره بې خونده او پیکه کوي
دغه مثال د شاعرۍ هم دے چې د شاعرۍ ژباړه د یوې ژبې نه بلې ژبې ته کوم سائنس پوه کوي نو ترجمه یا ژباړه خو به اوکړي کوم مشکل یا ناممکن خبره نه ده خو هغه لطافت شیریني او خواږه به پکې مطرح شي کوم چې د اصل متن په روح کښې پراته وي
دلته د نابغه خوشخال خان خټک بابا شعر هم د ذکر وړ دے

“شیخ دې مونځ روژه کړه زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړے پېدا دے خپل خپل کار لره کنه “

ځکه چې ژباړه یواځې د متن یوې ژبې نه بلې ژبې ته لفظونو یا کلمو اړولو نوم دے بلکې ژباړه ډېرې پابندۍ لري ځکه خو ژباړه په ادب کښې ځانله یوه ګرانه او اهمه برخه هم ګڼل کیږي لکه په شعر کښې ترکیب استعاره رمز کنایه تخئل لازم او ملزوم توکي دي او دا یقیني خبره چې په هره ژبه او تهذیب کښې د یو بل نه اکثر مختلف وي نو یو شاعر د شاعرۍ د ژباړې په وخت کولے شي چې دغه پابندۍ د شعر په پام کښې اونیسي او د خپل تخئل او مطالعې په وساطت د شعر روح او اصلي متن زخمي نه کړي او د اصل شاعر احساسات او تخئلاتي دنیا درک کړي او په ژباړه کښې ئې وړاندې کړي
لکه لنډ مثال د علامه قلندر مومند د تنقید د کتاب که واخلو کوم چې هغه د ولیم هنري هډسن د تنقید د یو مشهور کتاب د Introduction to the Study of Literature مضمون تلخیص کړے دے او بیا ئې پکې خپلې اضافې او خپل نظر هم وړاندې کړے دے او په پښتو کښې ئې د تنقید په نوم خپور کړے
وس که د هنري هډسن مضمون او د قلندر مومند ژباړه او تلخیص ګورو نو دا چې دواړه د خپل وخت ښه نقادان وو نو هیڅ داسې کمے په کښې په نظر راځي چې قلندر مومند نه شوے وي ولې چې قلندر مومند د تنقید په لوازماتو پوره عبور لرو او د دغه علم ئې پوره مطالعه لرله او د یو نقاد د تخلیقي شواخون نه هم خبر و
کوم انصاف چې قلندر مومند د دغه ژباړې سره کړے نو هیڅ جواز نه جوړیږي د کوم بل نقاد نه علاوه ئې بل څوک دغسې ارزښتناکه اوکړي هر څوک که عالم فاضل او د لوئے مطالعې شخص ولې نه وي
د پورته خبرو او نظریې په رڼا کښې د ښاغلي شاعر نقاد صحافي طائر ځلاند کتاب د ستورو باران کوم چې ئې د فارسي ژبې نه پښتو ته ژباړلے دے ګورو چې ځلاند دغه نظریه او مفکوره په خپلو ژباړو کښې څومره تطبیق کړې ده
تر وسه خو په پښتو ادب کښې ځلاند د ښه شاعر لیکوال نقاد او صحافي په څېر ځانګړے تشخص لرو خو دا چې وس ئې د ژباړې کتاب چاپ شو نو د خلکو پام ئې ځان ته وس د یو ژباړونکي په حېث هم راوګرځوو
نو ګورو چې ځلاند په ژباړه څومره دسترس لري
دا هم معلوموو چې ایا ژباړه د ځلاند مېدان دے که نه دے او که دے نو ولې دے
دغه پوښتنې پخپله دې لیکنه کښې هڅه کوم چې ستاسو مخې ته وړاندې کړم
استاد پرتو نادري کومه ورکه نامه نه ده ولې چې د معاصر دور د فارسي ژبې او په ځانګړې توګه د ازاد نظم بې بدله شاعر دے
د پرتو نادري پېژندګلوي فقط د فارسيبانو یا په فارسي ژبه باندې د پوهې لرونکيو خلکو پورې محدود ده یعنې پرتو نادري هغه څوک پېژنې څوک چې په فارسي باندې پوهیږي خو دا چې ښه شاعر دے نو ځلاند هڅه کړې ده چې پرتو نادري د فارسي ژبې نه علاوه پښتانه هم اولولي او پښتو ادب او خصوصاً د ژباړې مېدان لا پیاوړے او غني کړي
خو دا چې ځلاند پخپله هم ښه شاعر دے نو د ستورو باران کښې ئې د پرتو نادري شاعري په ډېره ښه او شاعرانه ژبه ژباړلې ده
د ستورو باران د ژباړې اهمیت په دې هم سېوا دے چې یو شاعر د بل شاعر شاعري د بلې ژبې نه خپلې ژبې ته ژباړلې ده
دغه ژباړه یواځې لفظي ژباړه نه ده بلکې د یو شاعر پوره تخئلاتي دنیا ئې خپله کړې ده چونکې ځلاند شاعر دے او ژباړونکے هم دے
نو ګورو چې ځلاند تر کومه حده د اصل متن سره وفادار پاتې شوے او په کومو ځایونو کښې یې د پښتو ژبې د شاعرۍ د لوازماتو د پوره کولو له مخې تخلیقي لاس هم ور اچولے دے
یعنې په ژباړه کښې ئې خپل تخلیقي او تخئلاتي استعداد تر کومه حده ځایولے دے او څومره بریالے شوے دے د ستورو باران
په اصل کښې پرتو نادري په فارسي کښې لیکلي نظمونه دي خو طائر ځلاند هڅه کړې او هغه نظمونه ئې پښتو ته ژباړلي دي خو د ځلاند دا خوبۍ د ستائنې وړ دي چې که مونږ د ستورو باران نظمونه په پښتو ژبه کښې د اصل فارسي متن سره یو ځاے لولو نو دا ګمان پرې هیڅ کله نه شو کولے چې ځلاند د پرتو نادري د نظمونو فقط لفظي ژباړه کړې ده بلکې په ډاډه وئیلے شو چې د اصل شعر تصویر ئې په پښتو کښې هوبهو هم هغسې وړاندې شوے لکه څنګه چې په فارسي کښې دے
د شاعر احساسات په سهي معنا رانقل شوي دي استعاره رمز کنایه تشبیه ترکیب او شعري انځورګري یې هم خپل ارزښت له لاسه نه دے ورکړے
او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پښتو لوستونکے د ژباړل شوي نظم په لوستلو کښې هغه شاعرانه روح احساسولے شي کوم چې د اصل نظم په متن کښې خوندي دے
د بېلګې په توګه د پرتو نادري د فارسي نظم او د طائر ځلاند پښتو ژباړه وړاندې کوم

فارسي نظم : زنده گي
تمام زندهگی من
کوله کوچکی بود
که از خانه یی به خانه یی می مردم
و عاقبت آن را
درکوچه های کهنهٔ شهر گم کرد

پرتو نادري

پښتو ژباړه : ژوند
زما ټول ژوند

لکه یو وړوکی صندوق چې
له یوه کوره بل کور ته مې وړه
او په پای کښې
د ښار د زړو کوڅو په دوړو کښې
ورک شو
طائر ځلاند : د ستورو باران مخ ۶۷ ۶۹

د پرتو نادري دا لنډ نظم که څه هم په ظاهره ډېر ساده او د څو کرښو نه جوړ لنډ نظم دے خو په فکري او معنوي لحاظ ډېر وسیع او پراخه دے چې په کښې د انسان د ټول ژوند د بې ثباتۍ کډوالۍ او ورکېدو شاهکار منظر کشي شوي ده خو
که ئې د پښتو ژباړې ته ځېر شو نو طائر ځلاند د دې نظم په ژباړه کښې د کلمو او لفظونو ژباړل په پام کښې نه دي نیولي بلکې د اصلي نظم د تصویر او شاعرانه فضا د ساتلو هڅه ئې کړې که وګورو په فارسي نظم کښې “کوله کوچکی” ترکیب استعمال شوے دے خو ژباړن دغه ترکیب په “وړوکی صندوق ” ترجمه کړے دے
د “در کوچه‌های کهنهٔ شهر گم کرد” ژباړه ښاغلي داسې کړې ده “د ښار د زړو کوڅو په دوړو کښې ورک شو”
راوړل د ورکېدو تصویر ته یو نوی حسي بُعد ورکوي
دلته دوړې د اصلي متن لفظي برخه نه ده خو د ښار د زړو کوڅو د تصور سره یوځاے د زړښت ستړیا او ورکېدو تصویر لا روښانه کوي چې ښاغلي د خپل شاعرانه قوت د ښکاره کولو مظاهره کړې ده نو د دې امله دا ژباړه یواځې د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د لفظونو ترجمه نه ښکاري بلکې د شاعرانه تصویر د بیا ژوندي کولو هڅه هم پکې لیدل کېږي
دلته د والټر بنجامن قول هم د ذکر وړ دے چې وائي چې ژباړه یواځې د یوې ژبې متن بلې ژبې ته اړول نه دي بلکې اصلي متن په بله ژبه کښې حیات بعد الموت ګڼي یعنې اصلي متن په بله ژبه کښې د بیا ژوندي کولو هڅه ګڼي او په دغه هڅه کښې ځلاند بیخي کامیاب شوے ښکاري
هم دلته ژباړونکي خپله ادبي تجربه او شاعرانه تخلیقي استعداد کارولے دے ځلاند پخپله شاعر دے نو د شاعرۍ په رموزو پوهه او اګاه دے نو ځکه خو ئې یواځې د نظم لفظي ژباړه نه ده کړې بلکې د نظم ترکیب استعاره ژبه پراډکس هر څه ئې په پام کښې ساتلي دي نو په دې اساس وئیلو شو چې طائر ځلاند د نوي تنقید او ژباړې د غوښتنو او نظریې باندې پوره دسترس لري او د ستورو په باران ئې په پښتو ادب کښې د شاعر لیکوال او نقاد سره سره د یو ښه ژباړونکي په څېر هم ځان معرفي کړو
د ستورو باران نظمونه ئې د پښتو د ژباړې په برخه کښې ګټوره اضافه ده نو وئیلے شو چې ژباړه هم د طائر ځلاند مېدان دے او هغه ځکه چې د ژباړې د نوو غوښتنو په رموزو اګاه دے ـ
دا حقیقت هم د منلو وړ دے چې هر شاعر د خپل تخئل په مرسته ځانګړې نړۍ تخلیق کوي کومه چې د شاعر په تصور کښې مېشته وي داسې نړۍ چې خپل جغرافیائي نظام رنګونه ، ژبه ، ژواک ، دود دستور لري خو دغه نړۍ او هغه نړۍ په کومه کښې چې حقیقي ژوند تېروي کله په یو بل کښې سره تطبیق کوي نو په نتېجه کښې ئې ځینې وخت داسې نړۍ وړاندې کړي چې لوستونکي هر ګز دا فیصله نه شي کولے چې شاعر د کومې نړۍ خبره کوي خو کمال ئې دا وي چې د خیالي او تصوراتي دنیا رنګونه حقیقي نړۍ ته ورکوي او د حقیقي نړۍ زور ، جبر او نا انضافي اکثر د خپلې تصوراتي دنیا برخه ګرځوي پرتو نادري هم د خپلې شاعرۍ ځانګړې نړۍ لري د پرتو نادري شاعرانه نړۍ د نورو شاعرانو نه بیخي مختلف ده او هغه په دې چې د کوم بل هیڅ شاعر په استعارو رموزونو کنایو تشبیهاتو او ډکشن ئې خله نه ده تپولې نو ځکه ئې خپل شاعرانه لوئي جهان رامنځ ته کړے دے هر څو که د پرتو نادري دغه انفرادیت د خواره ستائنې وړ دے خو بل خوا د طائر ځلاند په ژباړه کښې هم د پرتو نادري دغه شاعرانه نړۍ له پامه نه ده غورځول شي که پرتو نادري کمال کړے نو ځلاند کمال پلس کمال کړے دے د نومونې په طور ئې دا یو نظم ګورو چې ځلاند څه ډول د پرتو نادري شاعرانه دنیا تخئلاتي دنیا پښتو ته رانقل کړې ده

فارسي نظم : پرتو نادري
نیمه گم شدهٔ

کسی در شعرهای من زنده‌گی می‌کند
سبک بی‌وزن
بال در بال خیالات شاعرانه‌ی من
پرواز می‌کند تا بیکرانه‌های زیبایی
و مرا می‌برد به تماشای آن سوی هستی
که همه چیز نام دیگری دارد
و درختانش با شکوفه‌های دلتنگی بیگانه‌ اند
کسی در شعرهای من زنده‌گی می‌کند
و هر بار که شعرهای من از نام او ستاره‌باران می‌شوند خداوند در لایتناهی عشق
کهکشان‌های تازه‌یی می‌آفریند
و خداوند می‌داند که در میان عشق و آفرینش
فاصله‌یی نیست
کسی در شعرهای من زنده‌گی می‌کند
کسی که آن سوی سکه‌ی هستی من است
شاید آن نیمه‌ی گم‌شده‌ من
که هزار دشت سرگردانی را برای او راه زده‌ام
و در کوهستان‌ها آتش افروخته‌ام
و از دریاهای بی‌خویشتنی گذشته‌ام
و سرودخوانان ستارگان را پرواز داده‌ام
سرود که می‌خوانم
او آواز من است
گریه که می‌کنم ا
و در گریه‌های من است
و در لذت تنهایی من
چشم‌هایش با روشنایی بهشت می‌درخشند
و من از چشم‌هایش چراغی می‌سازم
تا در این تاریکی
راه خود را گم نکنم
کسی در شعرهای من زنده‌گی می‌کند که نامش را نمی‌دانم
شاید نامش عشق است
شاید زیبایی
شاید عاشقانه‌ترین واژه‌یی که هنوز
بر لبان خدا جاری نشده است
شب که می‌شود در حجله‌ی ماه می‌رقصد
و با گلوی ستارگان سرود می‌خواند
و بامدادان بر جبین خورشید می‌نویسد
سلام شاعر غمگین من!
صبحانه‌ت روی سفره‌ی عشق آماده است
و دست می‌افشاند به سوی من
و دست می‌افشاند به سوی من
و دست می‌افشاند به سوی من
و اما من بدبخت
هنوز در جست‌وجوی نیمه‌ی گم‌شده‌ی خویش
سرگردانم!

پښتو ژباړه : طائر ځلاند
نیمه خوا

یو څوک دی
چې زما په شعرونو کې ژوند کوي
بې له جسمه لکه رڼا د خیالونو په زرینو وزرونو
د ښکلا تر لامحدودې فضا پورې الوځي
الوځي، سفر کوي
او زه ورسره د هستۍ تر هغې غاړې ځم
چې هلته هر شی بله نامه لري
او د ونو ګلونه د زړه له یوازیتوب سره اشنا نه دي
یو څوک دی
چې زما په شعرونو کې ساه اخلي
او هر ځل چې د هغه په نوم زما سندرې
د ستورو باران شي
خدای د عشق په لایتناهي فضا کې
یو نوی کهکشان زېږوي
ځکه خدای ښه پوهېږي
چې د مینې او د پیدایښت تر منځ
هیڅ واټن نشته
یو څوک دی
چې زما د هستۍ بل مخ دی
شاید هغه نیمه ورکه زما
چې د زرګونو دښتو سرګرداني مې ده وهلې
د هغه لپاره
په غرونو کې مې د هغه لپاره اور بل کړی
د بې‌کسۍ سمندرونه مې پرې وهلي
او سرود ویونکو ستورو الوت کړی
زه چې سرود غږوم
هغه زما غږ دی
زه چې ژاړم
هغه زما په اوښکو کې اوسيږي
او زما د تنهایۍ په خوږه چوپتیا کې هم
د هغه سترګې د جنت په رڼا ځلېږي
او زه د هغه له نظره یو څراغ جوړوم
چې په دې تیاره کې خپل ځان ورک نه کړم
یو څوک دی
چې زما په شعرونو کې ژوند کوي
خو نوم یې نه پېژنم
شاید عشق وي
شاید ښکلا
شاید هغه تر ټولو عاشقانه کلمه وي
چې لا تر اوسه د خدای پر شونډو نه ده راغلې
چې شپه شي
د سپوږمۍ په سنګار شوې خونه کې نڅا کوي
د ستورو په غږ سندره وایي
او سهار د لمر پر تندي لیکي:
زما غمجن شاعره!
سلام
ستا د عشق سهارنۍ
ستا پر دسترخوان اېښې ده
لاسونه زما پر لور غځوي
لاسونه یې زما پر لور غځوي
خو زه، بدبخته،
لا هم د خپلې نیمې ورکې په لټون کې
سرګردان یم.
د ستورو باران مخونه : ۲۵ ۲۶ ۲۷ ۲٨ ۲۹ ۳۰

په دې نظم کښې پرتو نادري د یو داسې چا تصور وړاندې کوي چې د هغه په شعرونو کښې ژوند کوي خو د هغه وجود په فزیکي توګه لا نه دے موجود خو دغه څوک د شاعر د تخیل ملګرے ضرور دے ځکه خو ئې په تخلیقي نړۍ یعنې په تخئل کښې د عشق په بڼه راڅرګند شي کله د ښکلا په بڼه او کله د هغو خبرو په څېر چې لا تر اوسه د چا په شونډو هم نه دي راغلي طائر ځلاند هم د دې نظم د ژباړې په وخت د نظم او شاعر تخئیلاتي نړۍ او د هغې فضا هم هغسې برقرار ساتلې ده او هڅه یې کړې ده چې د پښتو لوستونکي هم د هغې ناپېژندلې نړۍ د تجربو سره مخامخ کړي
زه په پوره باور او یقین سره وایم چې د “ستورو باران” به د پښتو ادب په ګټه تمامېږي د ستورو باران که یو خوا پښتانه یا د پښتو شعر لوستونکي د فارسي ادب د معاصرې شاعرۍ او خصوصاً د پرتو نادري د یوې ځانګړې تخیلاتي او فکري نړۍ سره اشنا کوي نو بل خوا پښتو ژبې ته نوي تصویرونه نوې تجربې او د بیان نوي امکانات وربخښي لکه دا څو شعري ئې تصویرونه ئې دلته د نمونې په طور د نیمه خوا نظم نه وړاندې کوم
یو څوک دی
چې زما په شعرونو کې ژوند کوي
بې له جسمه لکه رڼا
د خیالونو په زرینو وزرونو
د ښکلا تر لامحدودې فضا پورې الوځي
الوځي، سفر کوي
بې له جسمه لکه رڼا یا د خیالونو په زرینو وزرونو د
ونو ګلونه ، د ستورو باران ، د بې‌کسۍ سمندرونه او دغسې نور عجب عجب تصویرونه استعارې ، تشبیهات ، ترکیبونه جوړښتونه
نوي شعري فکرونه مفاهیم او نا اشنا انداز بیان چې له نورو ډېر مختلف دے د ژباڔې په وساطت ځلاند پښتو ادب ته راوړي پښتو ادب ته دا شاهکار بخښنې د ستائنې وړ دي دې سره به یو خو پښتانه د فارسي نظم د جدید خیالونو خبر شي بل به د پرتو نادري په ځانګړې شعري نړۍ باندې هم اګاه شي ………

نور بیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320