د نوي وخت نوې شاعري

لیک : اسرار کلي وال

40

پښتو شاعري لا هم د روایتي منظر نګاري امیجري کلاسیکي استعاراتي نظام او ترکیبونو نه نده راوتي نه یم خبر چې نور به څومره سفر ورپاتې وي چې د نوې زمانې د نوو غوښتنو سره هم اهنګ شي تر څو دغه غوښتنه هم پوره کړي خو په دې خبره کښې هم شک نشته چې د هر دور ادب د خپل تېر دور اثر په روڼ تندي قبلوي یعنې په جدت کښې د روایت سره رشته پالل هم د ساهو ادب خاصه ده خو د نوي دور یعنې د عصري صورتحال غوښتنې پام کښې نه نیول هم د شعري جمود دے ستر خوشحال خټک بابا څلور سوه کاله مخکې د پښتنو جونو د حسن په حقله وائي

پښتنې جونه مې اولیدې په سترګو
څوک چې ترکې د خطا ستائي خطا دي

اکبر سیال څلور سوه کاله پس په معاصر دور کښې د پښتنې جونې تصویر وړاندې کوي

د پښتنو په خاوره مینه کوي
هیڅ نه ویریږي له ټوپکه جینۍ

خوشحال خټک د پښتنو جنو د حسن ثاني نه لري په هغو خلکو نیوکه هم کوي چې څوک چې د پښتنو جونو په موجودګۍ کښې د خطا ترکې ستائي او اکبر سیال د پښتنې جونې مړانه ستائي په یو داسې ټولنه کښې چرته چې مینه د سر په بدله ده
د وخت او زمانې بدلون که دلته پام کښې نیسو نو دا نتیجه ترې په اسانه اخذ کوو چې دواړه شاعران پښتنې جونه ستائي او په ټولنه نیوکه کوي خو د دواړو شاعرانو شعرونه دوه جدا موضوعات لري او پخپل ځاے دواړه د خپل وخت ښه نمائندګي کوي خو متاسفانه چې زمونږ پښتانه شاعران وس زیات تره کلاسیکي شعري مضامین په څه لفظي بدلون سره هم په هغه فکري او معنوي قالب په نوي لفظي شکل وړاندې کوي یعنې په لفظونو کښې شعر نوے ښکاري ردیف قافیه بحر او اهنګ خو د فکر او متحوا له اړخه کوم نوښت نوي پکې
خو بیا هم شکر مونږ ځینې داسې شاعرانو لرو چې هغوئ د خپل لوړ تخئیل په واسطه زاړو شعري مضامینو ته ته په نوي نظر کتلي او په نوې بڼه ئې وړاندې کړې دي کلاسیکي ګل بورا چمن ائینه زړه او دغسې نورې استعارې ئې د عصري غوښتنو سره بیخي په نوي انداز وړاندې کړي دي چې په دغه شاعرانو کښې د طائر ځلاند نوم هم د یادولو وړ دے ښاغلے ځلاند د شعر ډېره جدا او منفره لهجه لري په خپل اسلوب د لفظونو په استعمال پوره دسترس او د خیال په بندولو پوره ګرفت لري طائر ځلاند که هنداره او ائینه استعاره کاروي هم نوے او ځانګړے شکل ورکوي که تنهائي او خوشبو په شعر کښې راوړي هم نوې فضا قایموي که لار دیوال د خپل شعر زینت ګرځوي که د پښتنې جونې تذکره کوي هم ئې د عصري ظلمت له تیارو د خوشي کولو خبره کوي خواره که څه هم راوړي خو د روائتي منظر کشۍ نه ډډه کوي
د طائر ځلاند د شاعرۍ د مطالعې په مهال دا خبره په واضحه توګه مخې ته راځي چې هغه یواځې د لفظونو د نوي کولو هڅه نه کوي بلکې د شاعرۍ فکري محور هم بدلوي د هغه په شاعرۍ او خصوصاً په غزل کښې انسان د خپل عصر د مسئلو داخلي تشویشونو وجودي اضطراب او ټولنیزو تضادونو سره مخامخ ولاړ ښکاري. هم دغه وجه ده چې د ځلاند شعر د لفظي جمالیاتي خوند تر څنګ فکري تنده هم ماتوي دا خبره کول هم دلته اړینه ده چې طائر ځلاند د کلاسیکي استعارو او علامتونو نه انکار نه کوي بلکې کلاسیکي علامتونه او نور شعري توکي د نوي عصر د شعر برخه ګرځوي مثلاً که مونږ د ځلاند د شاعرۍ هنداره ګورو نو د ځلاند هنداره فقط د مخ د ښکلا د لیدلو وسیله نه وي بلکې د انسان د باطن شناخت وي دغه شان خوشبو، لار، دیوال، باران او نورې شعري استعارې د زاړو معنو په ځاے د نوو معنو امکانات راوړي د ځلاند د شاعرۍ بله مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه د خپل چاپېریال او خپلې زمانې نه هم جدا نه ښکاري شاعري ئې د معاصر انسان د درد، محرومۍ، بې وسۍ، هیلو او ارمانونو ترجمانه ده ځکه نو د هغه په شاعرۍ کښې د روایت تسلسل هم موجود دے او د جدت په تازګۍ هم تازه ده

چې په خندا ئې تکور کړے د بورا وی زړګے
یوه غوټۍ هم په دا دومره ګلستان کې نه وه

زه د سراب شپه کښې ورک
لمر په سمندر ولاړ

چرته چې محتاج د شناخت و شخصیت زما
هلته ائینې ګوره لاسونو کښې ړندې شولې

نور بیا …..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.