ټاپي پروژه؛ د افغانستان لپاره یې اقتصادي، انرژیکي او سیمه‌ییز ارزښت

لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت

58

ټاپي (TAPI) پروژه؛ د افغانستان لپاره یې اقتصادي، انرژیکي او سیمه‌ییز ارزښت 

افغانستان د اسیا لويې وچې په منځ کې د څلور لارې حیثیت او مقام له ځان سره لري، دا چې یاد هیواد په وچه کې

راګير او د نړی له هیوادونو سره يې د وصل کرښې هم محدودې دي.

 نو همدا علت دی چې د اموالو لیږد — راليږد یې د لوړ لګښت پر بنسټ ولاړې دی، خو د لويو، سترو او نړيوالو پروژو په لاره اچول بیا دې معضلې ته بدیله لاره ګڼل کیږي.

لويې پروژې د شریکتونو، کارخانو، تجارتي مراکزو، تولیدي او خدماتي سازمانونو د ایجاد ترڅنګ د کاري فرصتونو د رامنځته کیدو امکانات زياتوي، چې په نتيجه کې یې د ولس رضایت کې د پام وړ تزاید واقع کیږي.

همدا تزاید د ملت او دولت ترمنځ د همدردی احساس پیاوړی کوي او په هیواد کې د ناقانونه، غیرې شرعي او ناوړه کړنو ګراف د صفر په لوري رهبري کوي.

 *د ټاپي پروژې لنډه تاريخچه:*

د ټاپي پروژې لومړی جوړښت د ۱۹۹۰ کال د مارچ په ۱۵مه د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د یوه تفاهم‌لیک (MoU) په لاسلیک سره ترسره شو.

چې په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان هم د خپل مواصلاتي ارزښت په لرلو سره ددی تفاهم غړی شو.

 یاد تړون د پاکستان — ترکمنستان وروسته د افغانستان په لاسلیک سره د TAPپروژې په نوم سره ونومول شو، چې په (۲۰۰۸) کال کې هند هم دې تړون ته لار ومونده، خو په ۲۰۱۰ کال د ډسمبر پر ۱۱مه د څلورو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په عشق‌اباد کې وروستی بین‌الحکومتي چوکاټي تړون لاسلیک شو، چې د پروژې نوم په رسمي ډول له TAP څخه TAPI ته بدل شو.

 د غړو هيوادونو د مشترک او لومړني توافق پر بنسټ دا ذکر شوه چې ددې پروژې چارې به د ۲۰۱۵ کال سره پیل کېږي او په ۲۰۱۹ کې به ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي؛ خو له بده مرغه باید ووایم چې دا مهال د هیواد سیاسي حالات د مرکزي منسجم او خپلواک نظام له خوند محروم و هغه څه چې د افغانستان د بقا او ثبات لپاره د یوه دایمي بدیل بنسټ ګڼل کیدل، د خپل سرو حاکمو بهرنیو هیوادونو په اشاره او د قومونو له تضادي سلوک سره لاس او ګریوان و.

بلاخره دا په ټپه درېدلې چاره د اسلامي امارت په راتګ سره د دې ځوریدلي ولس لپاره د امید ساه واخیسته، د (۲۰۲۴) کال د سپټمبر په (۸) مه ددې پروژې چارې رسما پیل شوې او تمه ده چې تر (۲۰۲۷) پورې به یې د ګازو لېږد چارې رسما پیل شي.

 *د سېمې په کچه ستره پروژه(TAPI):*

ټاپي چې ستره سیمه ییزه پروژه ګڼل کیږي د ترکمنستان — افغانستان — پاکستان له لارې هندوستان هیواد ته د طبیعي ګازو د ليږد لپاره ډيزاين شوې ده.

د دې پروژې نوم د همدې څلورو هېوادونو د لومړنیو تورو(TAPI) څخه ایښوودل شوی دی.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان د ګالکینیش(Galkynysh) له سترې ګازي زېرمې څخه سرچینه اخلی، چې یاده زیرمه د نړی په کچه له لویو زيرمو څخه ګڼل کیږي.

دا پروژه د ۱٫۸۰۰ km نلليکې په واسطه ترکمنسان له هندوستان سره وصل کوي، چې ددې نللیکې څخه د (۷۷۴km) نه تر (۸۱۶km) د افغانستان په داخل کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار له مسیر څخه د لوېې پښتونخوا(اوسنی مقبوضه پاکستان): د کوټې، ډېره غازي خان او ملتان له لارې د هندوستان د پنجاب ایالت ښار (فاضلکا) پورې چې د دې پروژې تر ټولو وروستۍ نقطه ده رسیږي.

ددې سیمه ییزې پروژې کلنی ظرفیت ۳۳ میلیارده متره مکعب (33 BCM) ګاز ښوودل شوی دی، د ظرفیت وېش یې د نللیکې په اوږدو کې د هېوادونو ترمنځ په لاندې ډول وېشل شوی دی:

۱– افغانستان: ۵ میلیارده متره مکعب ګاز (د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

۲– پاکستان: ۱۴ میلیارده متره مکعب ګاز(د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

۳– هندوستان: هم ۱۴ میلیارده متره مکعب ګاز(د خپلې کورنۍ اړتیا لپاره ترلاسه کوي).

پورته مقدار په ورځني ډول شاوخوا ۹۰ میلیونه متره مکعب ګاز کېږي، چې د ترکمنستان له «ګالکینیش» سرچینې څخه د څلورواړو هېوادونو په غوښتنه د استفادې وړ ګرځي.

 *د (TAPI) پروژې اقتصادي او انرژیکي ارزښت:*

 افغانستان به د ټاپي پروژې له یو کلنو خدماتو او ترانزیټ څخه د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ میلیون ډالر په شاوخوا عاید ترلاسه کوي.

د افغانستان د اقتصادي چارو د مرستیالیت دفتر د معلوماتو پر بنسټ د لومړیو لسو کلونو لپاره د ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز .

د دوهمې دورې لپاره ۱ میلیارد متر مکعب ګاز .

د درېیمې دورې لپاره ۱.۵ میلیارد متر مکعب ګاز د افغانستان لپاره ځانګړی کیږي.

د آسیا پراختیايي بانک بیا د ټاپي ۳۳ BCM ظرفیت دافغانستان لپاره د ۵٪ استفاده کېدونکې ونډې په توګه یاد کړی دی.

که موږ دا ګاز په عصري حرارتي فاریکو (Gas-to-Power Plants) کې وکاروو، نو کولای شو چې ۲,۵۰۰ مېګاواټه برښنا تولید کړو.

 دا مقدار ګاز د دې وړتیا لري چې په کال کې ۲۴ ساعته په دوامداره توګه شاوخوا ۲,۵۰۰ څخه تر ۳,۰۰۰ مېګاواټه برښنا تولید کړي.

حال دا چې د هیواد د اړتیا په پرتله اوس مهال؛ د ټول افغانستان د برښنا کلنۍ اوج غوښتنه (Peak Demand) شاوخوا ۱,۲) تر ۱,۵۰۰ مېګاواټه ده (چې ډېره برخه یې له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردیږي).

ددې ترڅنګ د هیواد ډیری وګړو ته د کاري پنځوونې،ترانزیټ، انرژۍ، سیمه‌ییز اتصال، عوایدو او احتمالي صنعتي پراختیا په برخه کې موثر او مثمر رول لوبوي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320