انساني اړیکې او د هغوی ترمنځ توازن

لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت

7
سریزه:
الله جل جلاله انسان د خپلو مخلوقاتو له ډلې څخه د یوه ټولنیز موجود په توګه پیدا کړی دی. د دې معنا دا ده چې انسان نه شي کولای خپل ټول کارونه، اړتیاوې او ستونزې یوازې په خپله حل کړي، بلکې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له الله جل جلاله، له خپل ځان او له نورو انسانانو او مخلوقاتو سره اړیکې لري. همدا اړیکې د انسان د ژوند بنسټ جوړوي. که دا اړیکې په سمه توګه وپالل شي، د انسان ژوند به منظم، باهدفه او آرام وي، او که پکې بې‌توازني راشي، نو د فرد او ټولنې ژوند به له ستونزو سره مخ شي. اسلام انسان ته د داسې ژوند لارښوونه کوي چې په هغه کې د عبادت، ځان ساتنې او ټولنیز مسوولیت ترمنځ توازن موجود وي. له همدې امله د انسان د ژوند دا درې اړخونه باید په ډېر دقت، پوهې او اعتدال سره وپالل شي.
د انساني اړیکو نظام په لاندې دریو ستنو ولاړ دی:
۱- له الله ج سره اړیکه:
د انسان تر ټولو لومړنۍ، مهمه او بنسټیزه اړیکه له الله جل جلاله سره ده، ځکه هماغه ذات انسان پیدا کړی، روزي ورکوي، ساه ورکوي، هدایت یې کوي او د دنیا او آخرت کامیابي هم د هغه په رضا پورې تړلې ده. د الله جل جلاله سره اړیکه د ایمان، توحید، عبادت، دعا، ذکر، شکر، صبر، اطاعت او استقامت له لارې ټینګېږي. کله چې انسان په زړه، ژبه او عمل کې الله جل جلاله وپېژني او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدي، نو ژوند یې سم لوري ته ځي او نفس یې سکون مومي.
د دې اړیکې عملي بڼه په لمونځ، روژه، زکات، حج، د قرآن کریم په تلاوت، دعا او استغفار کې څرګندېږي. یو مسلمان چې پنځه وخته لمونځ په خپل وخت ادا کوي، د الله جل جلاله د رضا لپاره روژه نیسي، له خپلو مالونو زکات ورکوي او د خپل مکلفیت په اندازه د دین نور احکام عملي کوي، هغه په حقیقت کې له خپل خالق سره خپله اړیکه ټینګوي. همدارنګه، یو سوداګر چې په کاروبار کې دروغ نه وایي، دوکه نه کوي او حلاله ګټه ترلاسه کوي، هغه هم عبادت کوي.
 یو مامور چې خپل کار په امانت او صداقت ترسره کوي، او یو ښوونکی چې په اخلاص درس ورکوي، دا ټول د الله جل جلاله د اطاعت بېلګې دي.
خو اسلام دا نه غواړي چې انسان دې د عبادت په نوم د ژوند نور ټول حقونه هېر کړي. الله جل جلاله انسان د عبادت لپاره پیدا کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې شپه او ورځ دې بېله وقفې یوازې په عبادت کې تېره کړي. که یو څوک دومره په نفلي عبادت بوخت شي چې د خپلې کورنۍ حق، د خپل بدن حق او د روزۍ د پیدا کولو مسوولیت هېر کړي، نو دا د اسلام له توازون سره برابر کار نه دی.
 سمه لاره دا ده چې انسان دې الله جل جلاله ته عبادت وکړي، خو د ژوند نور واجب حقونه هم په پام کې ونیسي.
۲- له ځان سره اړیکه:
د انسان دوهمه مهمه اړیکه له خپل ځان سره ده. اسلام انسان ته دا درس ورکوي چې خپل ځان د الله جل جلاله امانت وبولي. د انسان بدن، روغتیا، عقل، وخت، ځواني او استعدادونه ټول الهي نعمتونه دي، او د دې نعمتونو ساتنه د انسان دنده ده. له ځان سره اړیکه دا معنا لري چې انسان خپل صحت، اخلاق، پاکي، فکر، عزت او شخصیت وساتي او ځان له هغو کارونو وژغوري چې د دنیا او آخرت زیان ورته رسوي.
په عملي ژوند کې د ځان پالنې بېلګې ډېرې روښانه دي. که یو څوک ناروغ شي او درملنه وکړي، دا یوازې طبي کار نه دی، بلکې د دین له نظره هم سمه او لازمه چاره ده. که انسان خپل خوراک سم کړي، حلال، پاک او ګټور خواړه وخوري، په خوب کې نظم راولي، خپل لباس پاک او مناسب وساتي او د نظافت خیال وساتي، نو هغه له خپل ځان سره ښه چلند کوي.
 همدارنګه، که یو زده‌کوونکی خپل وخت منظم کړي، درس ته پاملرنه وکړي، بدو عادتونو ته مخه نه کړي او خپل عقل او ذهن په سالمو چارو بوخت وساتي، نو دا هم له ځان سره د سالمې اړیکې نښه ده.
اسلام د روح او نفس د آرامۍ خیال هم ساتي. که انسان له ذهني فشار، غم او اندېښنې سره مخ وي، باید دعا، ذکر، صبر او مشوره خپله کړي او که اړتیا وي، د درملنې او لارښوونې لاره ونیسي.
د ځان ساتنه دا نه ده چې انسان یوازې د خپلې خوښې، آرام او ګټې فکر وکړي، بلکې مطلب دا دی چې ځان د الله جل جلاله د اوامرو او نواهیو په چوکاټ کې وساتي. نو که څوک د ځان پالنې په نوم اسراف وکړي، تکبر وکړي، د حرامو شیانو کارونه وکړي یا د نورو حقونه تر پښو لاندې کړي، دا بیا سمه ځان پالنه نه ده.
سمه لار دا ده چې انسان خپل ځان وساتي، خو د دین له پولو او د ټولنې له حقونو ونه وځي.
۳- ټولنیزه اړیکه:
د انسان درېیمه مهمه اړیکه ټولنیزه اړیکه ده. انسان په ټولنه کې ژوند کوي او له نورو ۱- خلکو، ۲ـ چاپیریال، ۳- نباتاتو، ۴-حېواناتو او د ژوند له بېلابېلو ۵- فزیکي وسایلو سره اړیکې لري.
اسلام انسان ته دا لارښوونه کوي چې له نورو سره په رحم، عدالت، امانت، احترام او مسوولیت چلند وکړي. ټولنیزه اړیکه یوازې د خلکو ترمنځ د خبرو او لیدو کتو نوم نه دی، بلکې دا د حقونو د پېژندلو، د مسوولیتونو د ادا کولو او د ګډ ژوند د سمون نوم دی.
له انسانانو سره په اړیکه کې د مور او پلار احترام، د خپلوانو پالنه، د ګاونډیانو حق ته پام، له دوستانو سره وفاداري، له استاد او شاګرد سره ادب، او په بازار، دفتر او ښوونځي کې صداقت او امانت ډېر مهم دي.
 که یو زوی د خپل مور او پلار خدمت وکړي، که یو مېړه له خپلې مېرمنې سره په نرمه ژبه او انصاف چلند وکړي، که یوه ښځه د خپل کور، خاوند او اولادونو حقونه په اخلاص ادا کړي، که یو ګاونډی د بل ګاونډي آرام او عزت ته پام وکړي، دا ټول د سالمې ټولنیزې اړیکې ښکاره بېلګې دي. همدارنګه، غیبت نه کول، دروغ نه ویل، ژمنه نه ماتول، د بېوزلو مرسته کول، د ناروغ پوښتنه کول او د یتیم لاسنیوی کول هم د ټولنیز ژوند مهم اصول دي.
ټولنیزه اړیکه یوازې له انسانانو سره نه ده، بلکې له نورو ۱- ژوندیو او ۲- غیرو ژوندیو موجوداتو سره هم ده. د نباتاتو ساتنه، د ونو کینول، د شنو سیمو پالنه او د فصلونو نه ضایع کول د ښه ټولنیز او اسلامي احساس برخه ده. که یو څوک ونه کینوي، باغ وساتي او د خلکو د ګټې لپاره شنه فضا رامنځته کړي، دا یو نیک او ګټور کار دی.
 له حیواناتو سره هم اسلام د رحم او نرمۍ چلند غواړي. که څوک حیوان ساتي، باید خوراک، اوبه او آرام ورته برابر کړي او بې‌ځایه یې ونه ځوروي. له حیوان سره ظلم د دین له نظره ناسم عمل دی.
له چاپېریال او وسایلو سره هم د انسان اړیکه مهمه ده. پاکه هوا، پاکې اوبه، پاکې لارې او عامه شتمنۍ د ټولو ګډ حق دی. که یو څوک کثافات په لاره کې نه غورځوي، اوبه نه ضایع کوي، عامه ځایونه نه خرابوي، د مکتب، دفتر او کور سامان په احتیاط کاروي او له اسرافه ځان ساتي، نو دا هم د ښه ټولنیز شعور نښه ده.
اسلام انسان ته دا نه وایي چې یوازې له خلکو سره ښه اوسه، بلکې دا هم وایي چې له هر هغه څه سره چې ستا د ژوند برخه ده، په مسوولیت چلند وکړه.
د ټولنیز ژوند په برخه کې هم توازن ډېر مهم دی. داسې نه چې انسان ټول وخت له خلکو سره په مجلسونو، میلمنو او کارونو کې تېر کړي او د الله جل جلاله حق او د خپل ځان آرام او اړتیاوې هېرې کړي. او نه داسې چې یوازې د ځان په فکر کې وي او له ټولنې، کورنۍ او خلکو سره اړیکې پرې کړي.
 سمه لاره هماغه ده چې انسان د دین، ځان او ټولنې ترمنځ اعتدال وساتي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو هم همداسې متوازن ژوند درلود. هغوی عبادت هم کاوه، کار هم کاوه، له خلکو سره یې اړیکې هم پاللې او د خپلو کورنیو او ځان حقونه یې هم په پام کې نیول.
پایله:
په ټوله کې ویلی شو چې د انسان د ژوند سمون د همدې درېیو اړیکو په سمون پورې تړلی دی: له الله جل جلاله سره اړیکه، له ځان سره اړیکه او ټولنیزه اړیکه. که انسان خپل رب وپېژني او اطاعت یې وکړي، خپل ځان وساتي او خپل حقونه درک کړي، او له نورو سره په انصاف، ادب او مسوولیت ژوند وکړي، نو ژوند یې نېکمرغه، باعزته او هوسا کېږي.
 اسلام انسان ته یو اړخیز ژوند نه، بلکې متوازن، پاک او مسوولانه ژوند ورښيي. له همدې امله هر انسان ته پکار ده چې د دې درېیو اړیکو ترمنځ اعتدال وساتي او د دین او عرف په چوکاټ کې خپل ژوند برابر کړي، څو هم د الله جل جلاله رضا تر لاسه کړي، هم خپل ځان له زیانه وساتي او هم د ټولنې لپاره ګټور انسان وګرځي.

 

عدالت د ادارې عملي لار؛ که تش شعار

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.