د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، په لوګر او میدانوردک ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د وږي/سنبلې په ۵مه، رسنیو ته تایید کړې چې د میدانوردک ولایت د نرخ ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لار، د نرخ ولسوالۍ د دوراني بازار په سیمه کې د دوو تېزرفتاره موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په همدې مهال، له لوګر څخه سرچینو تایید کړې چې د دغه ولایت مرکز ته څېرمه د ګنبذي په سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
ترافیکي پېښې هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ښاریانو قرباني اخلي او ګڼ شمېر نور ټپیانوي.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه مراعات او تېز موټر چلول په هېواد کې د مرګژوبلې اوښتونکو ترافیکي پېښو له اصلي لاملونو څخه بلل کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.