زه لاهغه سي زخمي یم

نصرت الله نصرت

28

زه په مات ډنډر کي وغوړیدم لوی سوم
بیا د ګل په رقم پاڼې پاڼې توی سوم
بیا مي هم خیال ده در په منځ کي وموند
زه که هر رنګ دخپل ځانه سه بد ګوۍ سوم
دعوه دار دخوبانو کېدای نسم
نه یې په رنګ نه یې په نسل نه یې په خوۍ سوم
زه دهغو بي پروا خلګو وطن وم
نیم یې یو وړم په پردیو نیم د دوۍ سوم
له اصیل رنګه مالومیږي بد اصیله څه ته په کاریږي
چا پردو ته په ګروې کړم چا دخپل ښکار قرباني کړم
زما بچانو افغانانو زه وطن درته ژړیږم
دزخمي مرغه په څیر درته چونیږم
ولي تاسي بربادیږی دیوه بل په نوم لا وژل کیږی
بس ده وامي ورۍ فریاد دغه حال ده دبرباد
نور همزولي مي ټول سیال سول
زه لاهغه سي زخمي یم شاته پاته قرباني یم
پوره وړی د مرګي یم دنصرت غوندي زخمي یم

نصرت الله نصرت
زابل
۲۰۲۶

پښتني حیا

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.