۱۴/۱۰/۲۰۲۶
له پاکستان سره د حساب او کتاب زرین فرصت :
توپ د طالبانو په میدان کې دی
په خیبر پښتونخوا کې د خلکو سیلاب ډوله مظاهرې څو حقیقتونه ثابتوي :
ـ د پښتنو په منځ کې د سیاسي شعور او د مدني حقونو او جلا ملي هویت څخه د دفاع د ارادې شتون
ـ په پښتونخوا ایالت کې د سیاسي او ګوندي نظم او انسجام ژورې ریښې
ـ د خپلواکۍ د ملي داعیې لپاره د قربانۍ ورکولو اراده
سهیل اپریدي، چې د تحریک انصاف اړوند ایالتي اعلی وزیر و، ډېره هڅه وکړه چې لاریون (لانګ مارچ) د اساسي قانون د احکامو او د مدني حقونو د اصولو په رعایتولو سره تر کنټرول لاندې وساتي. لانګ مارچ په بشپړه توګه په سوله ییز ډول پیل شو. لاریونوالو له تاوتریخوالي څخه کار وانخیست او د جمهوریت ضد شعارونه یې ور نه کړل.
د لاریونوالو غوښتنې په دریو ټکو کې خلاصه کېدې :
ـ له زندانه د عمران خان خوشې کول
ـ د ترهګرۍ پر ضد په پلمه، په خیبر پښتونخوا کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت
ـ د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا د ایالت د طبیعي سرچینو د حق غوښتنه
د عمران خان له زنداني کېدو څخه، چې سیاسي انګېزه لري، درې کاله تېرېږي. په دې موده کې د هغه د خوشې کېدو لپاره داسې پراخې او سترې مظاهرې نه وې شوې.
لانګ مارچ په داسي وخت کې تنظیم شو چې پاکستان پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل. له شک نه پرته، د دې ملي پاڅون پټه او ناویلې انګېزه دا ګڼل کېدای شي چې لر پښتنو د افغانستان پر هوايي حریم د پاکستان د پرله پسې تېریو پر وړاندې خپل خفقان څرګند کړ.
هېر نه کړو چې له دې مخکې هم له افغان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو تحریک پیوستون د پاکستان د پوځ پر ضد د وسله وال غبرګون لامل شوي.
فدرالي حکومت، چې واګې یې د پاکستان د پوځ په لاس کې دي، د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې پر بنسټ د بېړني حالت په اعلانولو سره د خیبر پښتونخوا منتخب حکومت منحل کړ او پر لاریونوالو یې برید وکړ.
د پاکستان پوځ د بېړني حالت د اعلان د توجیه کولو لپاره، د تحریک انصاف سوله ایزي مظاهري د دروغو او جعل له لارې د پاکستاني طالبانو تحریک له خوا د پنجاب د حکومت پر ضد له جګړې او د افغانستان له لاسوهنو سره وتړلې.
د بېړني حالت اعلان له هغو دوو اساسي اصولو سره په ټکر کې دی چې پاکستان پرې د یوه هېواد په توګه د سیمې پر نقشه راڅرګند شوی دی. دغه دوه اصلونه یو اسلام او بل جمهوریت دی.
د پاکستان پوځ د اسلام په ضد د تحریک طالبان پاکستان سره او د جمهوریت په وړاندي د تحریک انصاف سره جنګیږې.
له همدې امله، مبالغه به نه وي که ووایو چې پاکستان د خپل شته والي منطق له لاسه ورکړی دی.
تاریخي تجربې ښيي چې د میلیونونو خلکو له مظاهرو سره تاوتریخجن چلند ظاهراً د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي. خو دا امنیت دوام نه شي موندلی. ځکه هغه غوښتنې چې په زور ځپل کېږي، له سطحې څخه ژورو ته ځي او ښکاره سوله ییزه مبارزه په پټه او تاوتریخجنه مبارزه بدلېږي.
بلوچانو په پاکستان کې د وسله والې مبارزې د پراخېدو لپاره کافي زمینه برابره کړیده. مخکې د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله وال مقاومت مخکښ رول لوبولې ده. له همدې امله، دا له تصوره لرې نه ده چې د انصاف او د پښتونخوا نورو دودیزو ګوندونو یو شمېر غړي له پاکستاني طالبانو تحریک سره یوځای شي.
د بېړني حالت اعلان او د بېوسلې لاریونوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارول موږ له یوه بل حقیقت سره مخ کوي: د خان عبدالغفار خان د هغو ښوونو ناکامي چې د مدني او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې پر سوله ییزې مبارزې ټینګار کاوه.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر فضل الرحمن له خوا د بېړني حالت له اعلان سره مخالفت ، خیبر پښتونخوا د پنجاب د واکمنۍ پر ضد د یوه ملي پاڅون لپاره خورا پیاوړی بالقوه ظرفیت وربښلي. په دې ملي پاڅون کې پیاوړي ګوندونه او سیاسې جوړښتونه شاملېدای شي. د هغې جملې څخه :
ـ تحریک انصاف
ـ پښتون ژغورنې غورځنګ ( د منظور پښتین په مشرۍ )
ـ جمعیت علمای اسلام ( فضل الرحمن )
ـ عوامي نېشنل ګوند ( ایمل ولی خان )
ـ پښتونخوا ملی عوامي ګوند ( محمود خان اچکزي )
ـ د پاکستاني طالبانو تحریک.
اوسمهال باید نوموړې ګوندونه او تنظیمونه خپل واړه اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د پښتونستان د جوړولو پر ګډ هدف تمرکز وکړي.
د یوه ګډ پرېکړه لیک له لارې دې ملګرو ملتونو ته د ټولپوښتنې غوښتنه وړاندې کړي، څو د خپلواک پښتونستان د جوړېدو یا له افغانستان سره د یوځای کېدو په اړه پرېکړه وشي.
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او شخصیتونو بې له ځنډه د لاریونوالو له داعیې څخه ملاتړ کړی دی. خو له بده مرغه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تر اوسه د یوه مکارانه دریز په بڼسټ چوپتیا غوره کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د عمران خان په وړاندیز د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون د مشر په توګه وټاکل شو.
په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو پاڅون له بهرني ملاتړ او اړیکو پرته نتیجه نه شي ورکولای.
په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستان د پوځ پر ضد د خوځښتونو ترڅنګ، هند هم کولای شي په کشمیر کې پاکستان له ستونزو سره مخ کړي او د پاکستاني پوځ د ځواکونو د تیتولو لپاره یوه نوې جبهه پرانیزي.
د سیمې هېواد (چین) او له سیمې بهر بل هېواد (امریکا) پاکستان ته د خپلو ګټو د مدافع په سترګه ګوري. له همدې امله، باید ځانګړي تدابیر ونیول شي، څو د پاکستان متحد هېوادونه د پاکستان سقوط د خپلو ګټو په چوکاټ کې وویني.
افغانستان، پرته له دې چې په مستقیم ډول په دې پېښه کې ښکېل شي، په پښتونخوأ کې د ټولو سیاسي ګوندونو او تنظیمونو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک لپاره د الهام سرچینه ده.
د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته شپېته میلیونه پښتانه د پنجاب د استعماري سلطې د پای ته رسولو لپاره افغانستان ته د هیلې سترګې نیولې دي.
افغانستان ته یو زرین فرصت په لاس ورغلی دی، څو له پاکستان سره حساب او کتاب تصفیه کړي.
د حکومتولۍ په بڼه کې سمون راوستل، د دیپلوماتیک انزوا نه وتل او د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ غوره کول کولای شي افغانستان په سیمه کې پر یوه بریالي لوبغاړي او په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو لپاره د الهام په سرچینه بدل کړي.
د اروپایانو په اصطلاح، توپ د طالبانو په میدان کې دی.
« پاې »
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
