سوی سیوری

نور محمد لاهو

34

سوی سیوری
ــــــــــــــ
دښمن!
د تیارو له هغې غاړې
یوه تڼۍ په تورو ګوتو کښېکاږله.
شیبه وروسته لوی آسمان
زموږه په ورستو بامو راولوېد.

د دیوالونو پښې
د بوډاګانو په شان ورپېدې
او کړکیو خپلې سترګې کړلې پټې
دغه تور ساعت یې و نه شوای زغملای.

یوې مور
د دوړو منځ کې
خپل ماشوم پسې چیغې وهلې
کوڅه نه پوهېده
څنګه مورکۍ پوه کړي
چې ماشوم یې
له لوګیو سره والوت.

خاورې بوی د وینو واخیست
او زمان څو شیبې ودرېد.

هلته
د خاور د انبار ترڅنګ
د انسان یو سوی سیوری ښورېده
شیبه وروسته
یوه باد هغه سوی سیوری
ورو ورو د هېڅ لوري په لور یووړ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.