که چېرته پښتون متحد، با شعوره او ثابت قدمه شي، نو نه یوازې دا چې جګړې به ودرېږي، بلکې راتلونکو نسلونو ته به د عزتمن، سوله ییز او سوکاله ژوند زمينه هم برابره شي.
پښتون قوم له پېړیو راهیسې د مقاومت، غیرت او ازادۍ نښه پاتې شوی دی. دا هغه ولس دی چې هېڅکله یې غلامي نه ده منلې، که مغل و که سيکان و که انګرېز و او که شوروي اتحاد و. خو نن دا قوم له یوې اوږدې، ستړې کوونکې او تپل شوې جګړې سره مخ دی. هغه سیمه چې د معدني شتمنیو څخه ډکه ده، نن د لاشونو، ورکو شویو کسانو او د ورانۍ په مرکز بدله شوې ده.
ایا دا ستره بې انصافي نه ده چې له کومې خاورې نه تېل، ګېس، کرومایټ او سره زر راوزي، هماغه خلک نن له زده کړو، روغتیا او روزګار څخه محروم دي؟ هلته سړکونه وران دي، روغتونونه تش او بند دي او د ښوونځیو دروازې تړلې دي. یوازې د سولې دعاګانې کېږي خو یوازې د سولې په دعاوې بسنه نه کوي، بلکې بیداري او شعور ته اړتیا ده.
المیه دا نه ده چې پښتون کمزوری دی، المیه دا ده چې هغه منتشر دی. د پښتنو قیادت په قبیلو، په ګوندونو او په شخصي ګټو کې وېشل شوی دی. هر څوک پر خپله لاره روان دی او قوم د دې ټولو ترمنځ ځپل کېږي. ځینو د واک لپاره چوپتیا خپله کړې ده او ځینې داسې دي چې شعارونه ښه یادوي، خو منزل نه پېژني.
اوس اړتیا دا ده چې پښتون د یو ګډ ملي فکر تر چتر لاندې راټول شي او دا فکر باید یوازې یو فکر وي د پښتون بقا، عزت او خپلواکۍ لپاره. دا اتحاد باید د ژبې یا نسل پر بنسټ نه وي، بلکې د خپلو مشروع حقونو، وسایلو او د یو سوله ییز راتلونکي لپاره وي.
با شعوره کېدل یوازې د سند (ډګري) اخیستل نه دي، بلکې د خپلو حالاتو درک کول دي، د خپل دښمن پېژندل دي او د خپلې خبرې غږ پورته کول دي. هغه قوم چې خپلو ماشومانو ته ټوپک ورکوي، هغه یوازې هدیرې ترلاسه کوي، خو هغه قوم چې قلم کتاب ورکوي، هغه تاریخ جوړوي. هغه خپل قوم او ځان ثابت قدم جوړوي.
ثابت قدمي همدا د بریا اصلي کلۍ (Key ) ده. مبارزه په یوه ورځ، په یوه جلسه، یا په یو احتجاج نه ګټل کېږي. دا د کلونه صبر، قرباني او پرله پسې هڅې غواړي. له پير روښان خوشال خان او ابدالي له باچا خان، صمد خان څخه تر محسن داوړ او منظور پشتين پورې، د دوی ټولو تحریکونو مونږ ته دا سبق راکړی دی چې منزل ته همېشه هغه خلک رسېږي چې په یو ځای نه درېږي، بلکې همېشه حرکت کې اوسي.
که پښتون نن هم راویښ نه شي، که خپل ځان و نه پېژني او که د خپل برخلیک واک د نورو لاس ته پرېږدي، نو هغه به یوازې د تباهۍ وارث وي، نه د عزت او نه د یو ویاړلی قوم. خو که نن یې پرېکړه وکړه چې نور به چوپ نه پاتې کېږي، نور به مبارزه کوي او نور به متحد کېږي نو د نړۍ هېڅ ځواک او طاقت به یې د مخنیوي توان و نه لري.
نننۍ جګړې یوازې د وسلو په زور نه ګټل کېږي، بلکې د فکر، تعلیم، رسنیو او شعور له لارې هم ګټل کېږي. پښتون باید په دې ټولو ډګرونو کې خپل شتون ثابت کړي. هغه دې یوازې د ژړا او ماتم قوم نه وي، بلکې د حق غوښتنې او د حق اخیستنې قوم دی هم شي.
وخت راغلی دی چې مونږ د لاشونو له سیاست څخه د ژوند سیاست ته لاړ شو. وخت راغلی دی چې د ګولۍ ځواب په عقل ورکړو، او د چوپتیا ځواب په اتحاد. وخت راغلی دی چې نړۍ ته وښیو پښتون نه پلورل کېږي، نه ټیټېږي، خو کله چې راویښ شي، د تاریخ بهیر بدلوي.
دا اوس یوازې یو خوب نه دی، بلکې یو فرض دی. که نن هم مونږ څه ونه کړل نو راتلونکي نسلونه به یوازې دا ووايي، زمونږ مشرانو خوبونه لیدل او مونږ سوځېدو او تباه کېدو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.