د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې انګلستانی تجربه لرونکی روزونکی، ریچارډ پایبس یې د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه په دنده ګومارلی دی.
نوموړی د پخواني روزونکي جاناتن ټروټ ځای ناستی شو، چې د ۲۰۲۶ کال تر شل اوریز نړیوال جام وروسته یې له خپلې دندې استعفا کړې وه.
د دوی په وينا، ریچارډ پایبس په نړیواله کچه یو پېژندل شوی روزونکی دی چې د کرکټ په نړۍ کې لویه تجربه لري.
دوی وايي، نوموړي د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د لوړ فعالیت د مدیر په توګه دنده ترسره کړې، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د ویسټ انډیز د نارینه وو، ښځینه وو او تنکیو ځوانانو (U19) لوبډلو ته د نړیوالو اتلولیو په ګټلو کې بنسټیز رول درلود.
د پاکستان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه یې دغه هېواد د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام پایلوبې ته ورساوه.
نوموړي د بنګله دېش ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې او په سویلي افریقا کې یې په کورني کرکټ کې خپلې لوبډلې ۹ ځله د اتلولۍ تر مقامه رسولي دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ریچارډ پایبس به په راتلونکې مارچ میاشت کې د سريلانکا پر وړاندې د سپین توپ (T20I او ODI) د سیالیو وړاندې له ملي لوبډلې سره یوځای شي. دا سیالۍ چې د مارچ له ۱۳مې تر ۲۵مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د پایبس لپاره د افغان اتلانو سره لومړنۍ ازموینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني انګلستاني روزونکي، جاناتن ټروټ له افغان لوبډلې سره د بریاوو یو زرین باب پرېښود. ټروټ په داسې حال کې له خپلې دندې رخصت شو چې افغان اتلانو ته یې په نړیواله کچه بې مخینې لاسته راوړنې ور په برخه کړې او د لومړي ځل لپاره يې افغان کرکټ لوبډله په نړۍ وال جام تر نيمه پايلوبې ورسوله.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.