د فلشمن له یادښتونو څخه/دولسم لړ

همایون دوست

53
بل سهار مکناټن د خپلو حقوقي سلاکارانو د مخالفت سربیره، خپل د ځیل او سرتبمګۍ په اصرار، د اکبر خان استازي (دین محمد او خان همت) راوغوښتل او هغوې ته یې، د یوې ناپاکې معاملې په دسیسه کې د ده د ښکیلتیا او غدارۍ په تړاو انکار نه منونکې یو داسې لیکلې سند او ثبوت په لاس ورکړ چې په هغه باندې لاسلیک، په ځان باندې اعدام د حکم صادرولو او مهرولو څخه کم نه وه….
افغانانو د رخصتولو نه ورسته زه مکناټن له ځان سره پوځ د سرقومندان دفتر ته بوتلم، هلته ایلفینسټون د ناروغانو په بوغبندي کالیو کې پروت او د هغه لاسونه، پښې، ژبه، خبرې او هرڅه رپیدل، …زما په لیدلو سره ظاهراً خوښ شو. … کله چې اکبر د پلان په اړه موضوع را یاده شوه، هغه په مکناټن نیوکه وکړه.
ایلفینسټون:- تا باید د دې خطرناکې معاملې د خطرناکو عواقبو پایله په بې خطره طریقه سنجولوی وای… ته خو پوهیږئ چې دا ډیر خطرناک خلک دی او که احتیاط وه نه کړو، ژوند مو د خطرناک خطر سره مخ کیدای شي.
مکناټن:- وه خدایه! تاسو چې هر څه ته دومره د خطرناک خطر په سترګه ګورئ بیا بهتره ده چې ورته تسلیم شوو…
ایلفینسټون:- ته لطفاً د تسلیمۍ پوچه او بې ناموسه اصطلاح بیا د خولي نه مه راباسه، چې داسې بې ننګي زموږ په قاموس کې ځای نه لري…
مکناټن:- ته پوهیږئ چې زموږ د تیښتې څلور واړه لارې تړل شوي، وزرې موږ نه لرو چې والوزو او په هوا وه تیښتو، تسلیمې عار ګڼو، يواځینې پرانیستلې لار دا ده چې ته سبا چای څکلو د وخت نه مخکې، ماته دوه کنډک عسکر سره د توپچې ټولي تیار کړئ او پاتې ټوله لانجه یې زما په غاړه … (هغه بالاخره په غوسه او پرته د مخه ښې څخه مرور لاړ.). … ایلفینسټون د موافقې نشتوالي له کبله خواشینې او خپه ؤ او ماته وویل، نه پوهیږم شپږم حس مې را ته وایې چې د کومې خطرناکې بلا خطرناک غم راروان دی، خدای دی وکړي چې زما حس دروغ او د هغه ریښتیا خیژي، … څه وکړو فلشمن؟ ځان ساتنه ام فرض ده… .زه تاسو ته امرانه سپارښتنه کوم چې په ځان احتیاط وکړئ،….
ما چې د قوماندان او سفیر تر منځ د توپیری متضادو نظریاتو په بنا شدید اختلافات ولیدل او زه پوهیدم چې، زموږ د امپراتورۍ ستراتیژیکو اهدافو ژورتیا ته د رسیدلو په مبارزه کې، کوم مسؤلیت چې د دوی (مکناټن او ایلفینسټون) دواړو په اوږو بار دی، د هغې کامیابې یا ناکامې پایلې، د ملکې ویکتوریا په حیثیت باندې نیغ اغیز شیندي. نو دې وضع بلکل خوند رانه کړ، … لاړم خپل اطاق په کټ کې وغځیدم … له ځان سره مې چروت واهه چې، وه خدایه ته دې اکبر خان پلان عملي کړي چې، موږ ام تیرې د دې جلاوطنۍ او مساپرې د ذلیل او بدبخت ژوند د سرګرداني نه ستړی یاستو او لاړ شوو چرته د خپل وطن په غیږه کې ارام او ساده ژوند ته ستانه شوو.
په حقیقت کې ام هغه مهال زه یو سر د سپینې اوږدی مولۍ په سر ومه، ما ته بې تفاوته وه چې کابل د واک ګدۍ شجاع چلوي که اکبرخان، …
وس چې زه د خپلو خاطراتو په تړاو دا کرښې لیکم، کابل د هغه غملړلي ناورین د پیښیدو‌ څخه څه د پاسه شپیته کاله اوښتي، … او د افغان- د جنګ نه ورسته مې، د هند او چین نه نیولۍ تر استرلیا، افریقا او امریکا پورې د دنیا د ګڼو هیوادونو په سپینو او خونړیو، قانوني او غیر قانوني پاچاګردیشانو (کودتاه‌ګانو) کې، پټې او ښکاره، نیغې او کږې، پاکې او نا پاکې ونډې ولوبولې، ګڼشمیر پادشاهان مې تخت ته ور پورته یا را ښکته کړل او که چیرته اکبر خان په ریښتیا سره د قدرت طلبې هوس په سر وای، له ما څه نه کمیدل چې وس مې د سردار اکبرخان په ځای هغه د اکبر شاه په اعزازي لقب یاد او ویاړ مې کړی وای، چې د دې پادشاه په تخت کیښنولو کې ام زما لاس ؤ.
… مګر هغه هډو د پادشاهي یا د صدارت مقام ته د رسیدو اوا په سر کی او یا تابیا په زړه نه لروده،…
زما د سترګو په وړاندې مکناټن د مرموزه وژلو صحنه به ام په رڼاوی سره را یاده کړو، چې قتل یې زموږ راډیکالو سیاسیونو د اکبرخان په شخصیت باندې تپلې…، د دې تهمت منبع به وپیژندل شي…. په دی موضوع کې بله د اجل خبره ام ده،…
کله چې په کټ کې پروت او د چورتونو په دریاب کې مې لمبل، … اطاق ته مې مکینزي دننه شو .
مکینزي:- د قومندان روغتیا څنګه وه؟
فلشمن:- پخپله ما ته دی ډیر زوړ او کم دسته ښکاره شو… ریښتیا‌ په هغه څه شوي؟
مکنیزي:- په عامیانه اصطلاح که ووایم د اکبرخان نه د بې بې مهرو غونډۍ نیولو او قبضه کولو مقابله کې د درندو زورونو له کبله یې نوم (ناف) ووت او په علاج یې د طب د ډاکترانو وسه نه رسې، وس دوه قاریان روزمره، په وار، وار سره د انجیل شریف ایتونه ورته تلاوتوی، امید یې شته چې روغ شي…. بل مې د سبا سهار په اړوند پوښتنه درنه کوله، ستا چې څه تصمیم وی په هغې کې زه څه نه وایم، مګر زه د اکبرخان خوا ته په تش لاس نه ځم، زما زړه دی چې نن شپه مې تومانچې پاکې او غوړې کړم او سهار به د ډکو تومانچو سره لاړ شم.
فلشمن:- زه پګړۍ او محلي ساده کالي اغوندم او د څادر لاندې یوه توره مې بس ده.
مکنیزي:- ژوند ام په عجیبه تصادفاتو ولاړ دی، خبره داسې وه چې پرون ما او مکناټن ټوله ورځ د دی بحران نه د وتلو پاره، د حل لارې چارې لټولې او وه مو لیدل چې د څلور واړه خواو لارو مخه ترکستان( بنده) ته درومي، بیا هغه وویل چې نور خو څه راپاتې نه شو، مازې خدای ته به د مرستې سوال وکړم او په دې امید کله چې هغه خپل عبادت ترسره کړ، له هغې نه نیم ساعت ورسته ته راغلي، یو خو مو دلته ستا غیابي فاتحه کړي وه، برسیره له دی تا د اکبر پیغام راوړ، نو ده زړه ته واچوله چې دا حتمي د عبادت له برکته دی، چې اسماني ذات ورته نازل کړ…
فلشمن:- خیر موږ به ام توکل په خدای وکړو.
مکنیزي:- ریښتیا نن ماښام، د کرسمس په مناسبت میرمن سیل، د چوڼۍ ټولو لوړ رتبه افسرانو او میرمنو ته میلمستیا کړی ده او هغې په ما باندې ستا د بلنې پاره خاص تاکید وکړ، چې هیر دی نه شي، نن ماښام د جنرال سیل په کور کې….
ماښام په مجلس کې زما په لیدو سره ټول میلمانه ودریدل او په ګرمو ولولو او چکچکو سره یې زما هرکلې وکړ،… میرمن سیل مې مخ ته په ډیر درناوي چلند راوړاندې شوه او وویل چې
میرمن سیل:- ښاغلیه فلشمن، مکینزي همدا اوس ستا د کارنامو په ستایلو لګیا ؤ چې ته راغلي او ته واقعاً چې اتل او زموږ د ټولو (انګریزانو) غرور او ویاړ یې، ته له ما سره په څنګ کې کیښنه … (ما لا پخوا اوریدلي ؤ چې هغه د ښځینه انسان په لباس کې سمدم زهرجنه د کبرا مار ده، زه یې خوا کې کیښناستم)
فلشمن:- ما کومه خاصه توره یا ابتکار نه دی کړي، چې هغه دی وستایل شي او دا وړې، وړې سرښندنې ان په یادولو نه ارزي …
میرمن سیل:- لطفاً، ته عاجزانه شکسته نفسي مه کاوه، تا په دې کم عمر کې د میړاني ډیر څه وښودل، چې دلته د پاخه عمر او تجربه کارو کسانو چې د نومونو مختاړې او ورستاړې ته یې درانده، درانده لقبونه، اوږې یې د رتبو او سینی یې د مډالونو نه ډکې دي وه نه ښودل. (په دی اثنا کې زه متوجه شوم چې میرمن سیل دکنایو توپک زما په اوږو يښې او دا ټول پیغورنه د خپلې تیغ د څوکې په څیر په تېره ژبه د میرمن ایلفینسټون په ادرس ډزوی… او کله نا کله میرمن مکناټن ته ام ټونګې وراچولي. … ).
سهار له وخته مخکې پاڅیدم، په دروازې کې د مکناټن، مکینزي، لارنس، ټریور… او سپاهیانو د یوې ډلګې سره یو ځای شوم، … د شیلټن(لوی درستیز) لا درک نه لګیده.
مکناټن په جګ غږ د دروازې نوکریوالانو ته وویل چې، په انتباه کې غفلت ګناه ده، موږ په انتظار وخت نه ضایع کوو، زه د ملاقات ځاې ته روان شوم، شیلټن مکلف دې چې ژر ځان را پسې راورسوي، … او بیا یې غږ کړ چې توکل په خدای وکړئ، بری به مو عزت خوندي کړي، ….
دی بیړې ما ته خوند رانکړ، ځکه چې د خریطې په پلان کې طرحه شوی وه چې اکبرخان به درانيان او نورو مشران د محمودخان کلا ته راټولوي او کله چې مکناټن د هغه سره روغبړ کوي، بیا به شیلټن د ده د کسانو په مرسته درانيان ګرفتار وي، … ما مخکې له مخکې نه د تشنج او ګډوډی احساس وکړ. بیا چپتیایې شوه، … دا د ژمي یو یخ او رڼا سهار ؤ، …. زموږ او زموږ د اسونو د ساه ایستلو تپ لکه سپینې ورېځې زموږ د سرونو د پاسه په بخاربدلیدلي، …. په شاړو ځمکو باندې واورو د سر کنګل شوي نرې پترې زموږ د اسونو په‌ ګامونو، په خړپ او خړوپ غږونو پښو لاندې ماتیدل او موږ د «سری جوی» په لور روان وو، مخ ته مو خاموش کابل پروت ؤ، چپ اړخ ته مو کابل سیند د خړو اوبو د ټیټو غاړو پورته، د سپینو کروندو د پاسه، د بالا حصار کلا لکه د یو ناست لوی خدل (کوچیاني) سپي په څیر هر څه څارل… پل پلن ؤ او موږ ورباندې سپاره تیر شولو…

 

د فلشمن له یادښتونو څخه/ یولسم لړ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.