د امریکا د کانګریس کتابتون
افغانان دنیا نه پیژنې او دنیا افغانان
تیره اونۍ د امریکا کانګریس کتابتون (Library of Congress) ته تللې وم. دا کتابتون چې په ۱۸۰۰زکال کال کې جوړ شوې یعنې د نن نه ۲۲۶ کاله د مخه، د نړۍ د ټولو نه لوی کتابتون دی چې تقریبا څلور زره کسان پکې کار کوي. په دغه کتابتون کې ۱۷۳ میلیونه تاریخي توکي چې ۴۱ میلیونه کتابونه او چاپ شوي اثار پکې دي، شتون لري.
ډیرې شاید دا فکر وکړي چې دې کتابتون کې دا څلور زره کسان څه کار کوي؟
دا کتابتون د امریکا د کانګریس برخه ده او تقریبا ۶۰۰ محقیقین پکې کار کوي چې د امریکې د ګانګریس (مشرانو او ولسي جرګو) غړو ته تحقیق، حقوقي او تاریخي مشورې ورکوي او بیا د حقوقي او تاریخي مشورو په رڼا کې کانګریس نوي قوانین او لایحې جوړوي او فیصلې کوي.
ځینې فکر کوي چې امریکا په چوټ اندازه توګه پرمختګ کړې دی او ځینې خو بیا وایي چې امریکا مو ماته کړیده.
دلته مې یو قصه راپه یاد شوله. یو کلیوال کس، ښار ته تللې و، چا ترې پوښتنه کړې وه چې اشنا د کوم ځای یې؟ هغه ورته ویلې و چې د فلانکي ملک د کلي یم. هغه سړي ورته ویلي چې زه دې کلی نه پیژنم نو ملک به دې څه وپیژنم. کلیوال سړی ورته ویلي و چې ته فلانکې ملک نه پیژنې نو ته چا سړی کړې یې. دغه کلیوال ته، د خپل کلي ملک ډیر لوی سړی ښکاریده ځکه د نورې دنیا سره نابلده و.
نابلده کسان چې نوره دنیا یې نه وي لیدلې نو ځکه وایي چې دنیا مو ماته کړیده. دنیا نه ده ماته شوې، خپل ځانونه مو مات کړي دي. دنیا دومره لویه ده لکه د فیل په غوږ چې ماشی ناست وې او ورته ووایي چې ماما زه ستا په غوږ باندې ناست وم او بیرته درنه لاړوم. فیل ورته وایي ولاکه دې په راتګ خبر وم او نه په تګ.
د دې پوست نه تحلیل او تجزیه د هر چا د خپلې سطحې پورې اړه لري چې څنګه دنیا ارزوي او بیا په خپل ځان فکر وکړو چې څه پکار دي او څه وکړو؟
زما په اند، مونږ دنیا نه پیژنو او دنیا مونږه نه پیژني. ځینې شاید ووایي چې هغوي چې دنیا پیژندله نو ولې ناکام شول؟ ځکه چې هغوي خپل ځان او خپل ولس نه پيژنده. هغوي چې د ولس غوندې دي، بیا دنیا نه پیژنې. په نامه تعلیمافته روښانفکران خو بیا نه خپل ولس پیژني او نه دنیا. پیژندل یوازې دی ته نه وایي چې ډیګریانې ولري او دنیا دې د چکرو لپاره لیدلې وي بلکې د دنیا د پرمختګ باندې دې فکر کړې وي او خپل ولس ته دې د منفي تجربو په عوض مثبتې تجربې انتقال کړې وي. یعنې علم او پوهه که د یو چا طرز د فکر او عادتونه بدل نه کړي، بیا علم په درد نه خوري. بیا د رحمن شعر دلته ښه صدق کوي:
د مکې په بزرګې کې هېڅ شک نشته
خو خر به حاجي نشي په طواف
همدا عمده علتونه دي چې د یو بل د نه پیژندلو او په شخصي ډول د یو بل د خبرو نه سم ادراک، د دې باعث ګرځي چې د یو بل په تقابل کې واقع شو او خبره د یو بل سپکولو او جنګ او حتی دښمنې ته ورسیږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.