د فلشمن له یادښتونو څخه/ دیارلسم لړ

همایون دوست

55
د مکناټن په وژنه کې پټ لاس.
پل پلن ؤ او موږ ورباندې سپاره تیر شولو، … د سیند بلي ډډې ته موږ
د یوې نه ډیرې جګې او نه ډیرې ټیټې موړۍ په ږلېچ پیچومي د محمود خان کلا ته وختلو … د کلا شا او خوا له افغانانو نه ډکه وه، اکبرخان خپله سینه او شاته اوږې په زغره جال پوښلي او د اوسپنیزي زغره خولې په سر یې شین رنګۍ پګړۍ تړلې وه، … دی په تور آس سپور موږ ته نیږدې راغی او له موږ سره یې په خندانه خوله روغبړ وکړ … بیا د مکناټن په یشاره یو بنګالي سپاهی یوه نسلي سپینه آسپه را وړاندې او د مکناټن له خوا یې هغه ته ډالۍ کړه چې، هغه ترې مننه وکړه، همداشان سلطان جان او نور مشران موږ ته نیږدې شول او د لاس په سینه یښودني او یا د سر په ښورولو سره یې زموږ هرکلی وکړ … په منځ کې په واورو باندې یوه شنه ترکستانۍ غالۍ خپره وه، په عین حال کې پاتې افغانان په شکمنې بڼۍ له موږ راتاو او په دوستانه حرکت یې زموږ د محاصرې کړۍ رو-رو تنګوله، د دې بوږنونکي منظرې په لیدو سره زما بدن ته د ویرې لرزه ننوتله، لارنس د مکناټن ښي خوا ته ولاړ ؤ او یو څه یې هغه ته په غوږ کې وویل، اکبر وخندل او په مؤادبه غږ یې وویل چې لارنس صاحب اندیښنې ته اړتیا نلري. دلته یوازې دوستان راټول شوي او له اسونو نه راښکته شئ، موږ همداسې وکړل… هغه او مکناټن د قالین په لور روان شول…. یوازې د مکینزي او ټریور د سوړ نظر نه جوته وه چې هغوې په لومړي غلط برخورد کې چمتو دی چې خپلې تومانچې راوباسي. مګر د اکبر ملګرو هغوی دواړه په دوستانه خبرو اترو بوخت کړل. محمد دین زه څارلم، افغانانو د قالین شاوخوا حلقه نوره ام را تنګه کړه… هرڅه مشکوک ښکاریدل او مکناټن په وارختای سره هڅه کوله چې په یو څه موضع اکبر ته قناعت ورکړي، زه د هغوی خوا ته نیږدې ورغلم چې واورم څه روان دي، اکبر، مکناټن ته ویل چې هغه تومانچې چې تاسو د لارنس صاحب په لاس ما ته ډالۍکړي هغه دواړه ما دلته له ځانه سره راوړې چې واپس یې درکړم.( عین وخت کې هغه زه ولیدم بیا یې غږ کړ چې) اوهو، ګران فلشمن، زما قدرمن میلمه، زما زوړ صمیمي یار، …ستړی مشې … ته دلته زما څنګ ته را نیږدې شه…
مکناټن:ـ هو هغه ستا پیغام ما ته راورساوه.
(اکبر خټ، خټ وخندل)
اکبر خان:- هو، هو دی د پیغام رسونکو سلطان دی. (بیا یې مخ مکناټن ته واړاوه او نیغ یې سترګو ته په ځیر سره ورکتل). نو څنګه جلالتمآب مکناټن صاحب تاسو ته هغه پیغام په ښه وخت کې در ورسید؟.
(زموږ شاوخوا ټولو افغانانو په پټه خوله مکناټن ته وکتل، نه پوهیږم چې هغه به څه احساس کاوه او د اکبر د پوښتنې په ځواب یې یواځې سر وښوراوه.)
اکبر:- ښه نو ته موافق یې؟
مکناټن:- هو موافق یم.
اکبر بیا هغه ناڅاپه د ګریوانه راونیو او ځان ته یې راښکود، ښه په غور سره سترګو ته ور وکتل او دوه کسانو ته یې ور ټیله کړ چې ښکته یې بوځئ …
ورپسې لارنس چې مکناټن ته نږدې ؤ هغه ام دوو کسانو له څنګلونو نه ونیو، مکینزي، مکناټن ته په ورنیږدو سره، یو بارکزی د تومانچې په ښورولو وګواښه او ټریور چې غوښتل په اکبر ټوپ وهي هغه د اکبر ساتونکو ځای په ځای په ځمکه راګوزار کړ. …له هرې خوا افغانان د ځلیدونکو تورو او د الله اکبر په چیغو غالۍ ته راټولیدل، په هغه ویرونکي شیبه کې مې ولید چې یو غازی په لارنس باندی د خنجر ګزار ته تیاری نیوه، چې اکبر هغه په لغته بیرته شاته راوغورځاوه په عین وخت کې یو بل د الله اکبر په چیغه د خپلې نیزې سره په مکینزي رامنډه کړه، مګر اکبر د هغه نیزه په خپلې تورې دوه ټوټې ماته کړله او بیا یې په لوړ غږ د مکینزی په خوا وخندل او ویې وویل … نو څنګه مکینزي صاحب!!! لا ام تاسو غواړئ چې دا هیواد فتح او دا خلک خپل تحت الحمایه کړئ؟ … ما کله چې د اکبر دا حرکت ولید، زه پوه شوم چې دلته زما پاره ځای نه شته،تیښتې ته مې لار لټوله چې سترګې مې په هغې ځوانې سپینې آسپې ولګیدې، کومه چې مکناټن اکبر ته د ډالۍ په توګه وړاندې کړې وه، هغه اکبر تر شا د غالۍ په یوه څنډه کې ولاړه وه او زه په یوې منډې د هغې په زین باندې کیښناستم، مګر اسپې په حیرانتیا سره ټکان راکړ، خو ژر د هغې قبضه لاس ته راغله او هغه مهار شوله، یو غازې رامنډه کړه د هغې سر نه یې په دواړو لاسونو خپله غیږه تاو کړله، مګر دا د یوه اصیل نسل مخلوق، زړوره، عصبي او ګړندی آسپه وه او هغې په دوه پښو میل وکړ او هغه غازی ته یې په کوپړۍ لغته ورکړه، … دا ټکر د دې لامل ام شو چې مخ مو د غوڼډۍ په خوا چرته چې ټیل ما ټیل لا نه ؤ جوړ شوي وګرځي، خپل زنګنونه مې اس د بدن سره کلک ونښول چې ونه لوېږم بیا مې د مخ ته تګ په علامه په خپلې پښې ووهله، موږ د اکبر خان تر څنګ دومره نیږدې تیر شولو چې زما څنګل هغه د اوږی سره وجنګید، … لږ سرعت مې ترلاسه کړ، … زما مخامخ په تخمینې اټکل دریش یا څلویښت ګزه د غوڼډۍ په زوړ ښکته، دوو کسانو مکناټن په داسې حال کې چې زربینې عینکې او د سر شپو خولي یې په ځمکه غورزیدلي وو په ټیلو، ټیلو لاندې کش کاوه، د دوی په لیدو سره ما د یوی شیبې پاره توقف وکړ، په دې وخت کې کوم شي زما د پښې سره په زوره ټپ وکړ او د هغې سره سم اکبر چیغه کړه چې ژوندی یې ونیسئ، … هغو کسانو چې مکناټن لاندې بیوه د هغوې نه، یوه یې په ما نظر شو او خپل د کمربند نه تومانچه راوویستله زه یې په نښه کړم، ما د ویری نه ډوبه، ډوبه او سوی ساه کښله او د تیښتې یواځینې لار مې ام د دوی له څنګ نه تیریده، زه مجبور شوم چې دوی په لور نیغه منډه وکړم، چې هغه کس د «الله اکبر» په نعری له ما نه مخ واړه او مکناټن یې وویشت، په همدې اثنا زه لکه د تندر په سرعت د دوی په څنګ کې تیر او د خلکو له ګڼې ګوڼې نه راوتلم… په پل بیرته تیر شوم، مخ ته مې «لی ګیټ» د مکناټن محافظ (باډیګارد) ولاړ ؤ – مګر د شیلټن هیڅ نښه نه ښکاره کیده، زما زړه ډیر ډک ؤ، نو توره مې راویستله او چیغه مې کړه، اکبره! که ته نر یې ښکته راشه او دلته د نر غوندی جګړه وکړه! ته غدار او بې غیرته یې! ایا ته نه شرمېږې چې ځان ته سردار ام واې او تا یو بې وسلې بوډا سړی وواژه، د هغه په کنځلو او ښیرو مې خپل زړه ښه تش کړ….
لی ګیټ په جګ غږ له ما نه وغوښتل، چې د خدای پاره! تاسو د دوی ټولو سره جګړه نشئ کولی! راځئ چې لاړ شو، صاحب، راځئ!
د دې ټکو سره، ما خپل د آس مخ وګرځاوه او موږ په چټکۍ سره چوڼۍ ته روان شولو، د چوڼۍ د دروازې په خوله کې شیلټن لګیا ؤ سرتیري یې منظمول او زما په لیدو سره یې خپل سور مخ ما ته راوګرځاوه.
شیلټن:- وه خدایه، فلشمن! دا څه روان دي؟ سفیر چیرته دی؟
فلشمن:- هغه یې وواژه او ښایې اوس یې لکه برنز غوندې ټوټې ټوټې کړی وي. (هغه ډوبه ساه واخیستله.)
شیلټن:- چیرته؟، چا؟ او څنګه؟
فلشمن:- موږ ستا د لښکر په ډاډ او تمه لاړو، مګر ته رانغلي او اکبر خان ټول له تیغه تیر کړل…،
شیلټن:- زه درنغلم؟ مګر ما ته خو جنرال دا وخت یاد کړی ؤ چې وس در روانیدم…
فلشمن:- په هر حال وس ډیر ناوخته دی، ډیر ناوخته او اوبه له ورخه اوښتي دي…( هغه له ما نه د جزئیاتو پوښتنه وکړه او کله چې ما هغه پوه کړ، هغه اکبر د بدماش او غدار په نوم لعنت کړ. بیا وویل)
شیلټن:- موږ باید سمدلاسه جنرال ته لاړ شو، خو تاسو صرف ووایست چې څنګه د سفیر په ګډون ټول قتل عام شول او تا ژوندي ځان را خلاص کړ ؟ (دا هغه پوښتنه وه چې ستونی مې وچ او ټوله زړورتیا یې را ختمه کړه ما د کمزوری او ستړتیا احساس وکړ.)… زموږ شاوخوا یو وحشتناک شور راپورته شو.
لاکن د نیکمرغه چې، لی ګیټ زموږ په خبرو کې مداخله وکړه‌ او هغه شیلټن ته زما د اسپ زین وښود چې په توره غوڅ او سوری شوی ؤ او زما ام را یاد شو چې دا د هغه ټپ ګوازار ؤ چې، اکبر خان یو غازی زما د وژلو نه منع کړ او امر وکړ چې ژوندی یې ونیسئ، ورسته متوجه شوم چې دا دومره دروند کوزار ؤ، که چیرې دوه دری انچه هغې خوا یا دی خوا لګیدلي وای، نو ښایې یا اسپ او یا زه به یې له پښو غورځورولي وای. لی ګیټ بیا شیلټن او ټولو ته قناعت ورکړ، چې هغه د دښمن سره په میړانه جنګیده، لاکن د هغوی شمیر بلکل په ډیر وو، دی مجبور شوو چې په پل بیرته را تیر شي او د لږې دمې ورسته په یوازې سر بیرته په هغوی باندی منډه ور وکړي! هو، هغه دی کارته چمتو ؤ، مګر ما هغه د لاس نه را ونیو، هغه زما په خواهش په هغوی باندې د برید نه صرف نظر وکړ. … ( د لی ګیټ کیسې زما روحیه یو څه لوړه کړه او ما ته په هغې وخت کې متل(انګریزي) را په زړه شو چې «که کوکری(سپی) د وفا لږه ستاینه وکړئ، بیا به یې هرڅوک نازوي». له دی خبرو ورسته شیلټن زه د جنرال دفتر ته بوتلم او هغه په ډیر شوق سره زما خپله کیسه هغه ته تکرار او تائید کړه. …
ــــ
د محمود خان کلا د اوسني عیدګاه جومات او زړو مکرویانو تر منځ ساحه کې ودانه وه، البته چې دا سیمي تر ۲۰ پیړۍ دویمې نیمایي پورې، لکه اوس غوندې هوارې نه وي، بلکې دلته وړې، وړې غوڼډیګاني وې

د فلشمن له یادښتونو څخه/دولسم لړ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.