د فلشمن له یادښتونو څخه/ لسم لړ

همایون دوست

51
مازیګر کله چې زه، محمددین او خان همت چوڼۍ ته د تګ په مقصد په پل (محمود خان) اوښتولو، په دی اثنا کې زما پام شو چې د چوڼۍ پوځي څوکیدارانو ډیر په حیرت سره راوکتل او خپلو منځو کې په متحیره او شکمنې بڼې وپسیدل، بیا یې ژر چوڼۍ ته خبر ورکړ چې بریدمن فلشمن د دوو زغره بارکزي جنګیاليو په ملتیا روغ جوړ چوڼۍ ته در روان دی، لاکن پخپله دوې لکه څوک چې د داړورو ځناورونه وریږي، په داسې عجیب حرکت سره، زما د مخې نه ګوښه شول، همدا شان کله چې وړاندې تللو، متوجه شوم چې ګڼشمیر کسان، چوڼۍ د دیوالونه هک پک حیران راګوري او په خوله څه نه وای، … ورپسې په عمومي دروازه کې، کولین مکینزي د خپلې ساتونکې ډلې سره، لا دمخه زموږ انتظار کاوه، ما چې هغه ته وکتل، وه مې لیدل هغه ام زما په لیدلو سره، ایښ پیښ حیران شو او نیږدې رانغی، مازې د حیرانتیا په انداز کې، په خپلو شنو(نیلي) سترګو راڼه، راڼه او لر او بر راکتل، زه پخپله ام یو ډول ګیج او حیران شوم چې دا خلک ولې ما ته حیران، حیران راګوري او زما په لیدلو سره لرې رانه تخښتي… بالاخره مکینزي په مشکوک حرکت راوړاندې شو او په کنجکاوی لهجه یې وپوښتل چې:
مکینزي:- دا دومره موده چیرته ورک وي؟ (ما غلي ورته ویل، چې بل څوک مې خبره وانه‌وري)
فلشمن:- د اکبر خان کره میلمه وم. … (هغه داسې متحیر راوکتل، چې زه په خود کې یم که لیونی شوی یم… یا څنګه، بیا ما د هغه نه پوښتنه وکړه چې.)
دا څه عجیب او غریب برخورد دی چې زما په وړاندې ترسره کیږي؟
مکینزي:- د تعجب خبره خو ځکه ده، چې دلته شاوخوا میاشت د مخه خبر خپور شو، چې بریدمن فلشمن د برنز او د هغه ورور سره یو ځای وژل شوی او خاورو کې ښخ شوی …. موږ ټولو ستا غیبې جنازه او فاتحه وکړه… مګر په دې کې ته لکه مړی چې را ژوندی شي، دلته ژوندی راڅرګند شوي. (بیا یې وویل)، راځئ چې د مکناټن دفتر ته لاړ شوو.
له هغې پس د نظام قرول انظباطانو د ګڼې ګوڼې اضافي خلک وشړل او زموږ د مخې لار یې ازاده کړله … موږ نیغ د مکناټن دفتر ته ننوتلو… هغه په ډوډۍ ناست ؤ او په غوسه لهجه یې مکنیزي ته ګیله وکړه چې دومره صبر دی نه شو کولای چې لااقل یو کپ ډوډۍ مې خوړلې وای؟ بیا مکنیزي په ټیټ غږ یو څه ورته وویل او هغه د خپلو زربینې عینکو لاندې ما ته ښه په ځیر سره راوکتل او وویل چې: « وه خدایه، فلشمن، زه دا څه ګورم، … ته خو ژوندی یې … دا نور انډیوالان دی څوک دي؟
فلشمن:- ښاغلی سفیر صاحب، دا مې د اکبر کسان له ځان سره یرغمل راوستې…
( هغه زما ټوکه درک نه کړه او ټولو ته شله شو چې ورسره په ګډه ډوډۍ وخورو، مګر ما هغه متوجه کړ، چې دوی د بل امت له پېروانو سره په یوه دسترخان نه کیښنې، په دی وخت محمد دین ام را یاده کړه، چې زه باید د اکبر خان پیغام هغته په صراحت سره واورم، نو ځکه زه د دوې د څنګ نه پورته نه شوم چې زړه کې بل څه ونه ګرځي او مکناټن مې په دې نزاکت پوه کړ، په هر صورت مکناټن ډوډۍ خوړله ما د برنز د وژل کیدو او خپل ځان د تیر شوی حال، ټوله کیسه پرته له الایشه ورته ګزارش کړله او هغه به همدا یو غږ کاوه، چې خدایه ته رحم وکړئ او خدایه ته په موږ رحم وکړه…). … ډوډۍ د خوړلو پس مکناټن لاسونه ووینځل او بیاې له موږ سره د غاړې روغبړ وکړ او ورپسې په يوی زانګي خوزنده چوکۍ کې کیښناست او کله چې ما د اکبر خان پیغام هغته په جګ غږ اوراوه، … دواړو افغانانو په پټه خوله هغه ته کتل، مګر هغه یوه پښه په بله پښه واړوله او د دواړو لاسونو ګوتې سره وتړلې بیایې په ډیر غرور سره پورته چت ته کتل او په چوکۍ کې یې لاندې او باندې زنګل. کله چې زما د پیغام اورونې وینا ختمه شوله او زړه کې مې انګیرله، چې ښایې مکناټن به بیخي زما وینا اوریدلي نه وی، مګر زما د شک برخلاف هغه چوکې کې رانیغ شو او وویل چی: زه په کابل کې د ملکې ویکتوریا د رسمي استازي په حیث، مکلف یم تاسو ته د ډیپلوماسۍ په ژبه ووایم چې، په هغې کشاله کې چې د کرکې او خوشنت نښې موجودی وي، هغه قطعاً زموږ د بشر دوستانه پالیسې له اصولو سره اړخ نه لګوي او موږ په ناجایزه طریقه ترور، هغه که د هر ‌ډول مجرم وی، په شدیدو او ستوغه الفاظو غندو. فلهذا زه د (نایب) امین الله خان د قتل په تړاو د هر ډول یشارې د منلو څخه انکار کوم. … او پاتې شو د سردار اکبرخان خورا مهم او جالب وړاندیز چې واقعاٌ په ژور غور سره د کتنې وړ دی او طبعاً چي زه فعلاً په بیړه او وارخطایې سره، هغه د منلو یا ردولو د جرئت څخه ډډه کوم… (بیا یې افغانانو ته مخ واړاوه). په دې اړوند اوس زه تاسو ښاغلو ته یوازې یو شی ویلی شم چې بهتره به وی که سبا خپل بحث ته دوام ورکړو او تاسو ام ستړي یاست نو زه نور ستاسو وخت نه ضایع کوم. …

 

د فلشمن له یادښتونو څخه / نهم لړ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.