د فلشمن له یادښتونو څخه / نهم لړ

همایون دوست

52
کابل د ژمې شپې اوږدې وي او د هغه مهال د نوی کال(کرسمس) ورځ ته، د لنډو ورځو لنډه مسافه پاتې وه، چې سهار په تور تم اکبر خان د خپلو دریو ملګرو سره د کور په دروازه راننوت، هغه یو یې د تره زوی سلطان جان، چې یو وار مخکې ام ورسره راغلي ؤ، ما وپېژند، دویم په یوې سترګې ړوند چې د سمندري غلو ته شباهت لرود د خان همت او دریم د پاخه عمر سړی محمد دین په نامه راوپیژندل شول، … ورسته د معمولي روغبړ څخه اکبر خان په دې ټکوخبرې پیل کړې.
اکبر خان:- ګرانه فلشمن! ته مې دا یوه میاشت دلته په دې وجه ایسار کړی وي چې ته، د خپلو وطنوالو د مصیبت په بده ورځ او سختو شیبو کې، هغوی ته د خیر رسونې مرستې پاره بیړنی لاسرسۍ ولرئ او وس چې هغه بیچاره‌ګان چوڼۍ د دیوالونو تر شا د بې وسې او بې وزلي په ډیر بد حالت کې، ستا د ښیګڼې او لاس نیونې پاره اشدې اړتیا لري، نو په داسې احساسې موقع کې، زموږ (د شورا مشرانو) نن وپتیله، چې تا ایسارت د قید نه ازادکړي، چې ته د خپلو وطنوالو د خدمت جوګه شئ، …. خو ستا د تګ نه مخکې مې غوره وګڼله چې تا په سپینو ټکو او په ساده ژبه پوه کړم چې، افغانان نور د دې نابلل شوو میلمنو پورې تنګ او ستړې شوي دی، …. د ځینو کسانو د زغم کاسه خو لا دومره ډکه شوي، چې هغوې د یوې مخې د ټولو د تباه کولو په اقدام باندې ټینګار کوي، لاکن په عموم کې د ولس اکثریت وګړي، د خپل هیواد نه د دوی شړل واجب ګڼي او په دی موخه هغوې هر ډول سرښندنې او قرباني ته تیار دي، …(هغه وخندل) مګر زه پخپله شخصاٌ لیوال یم چې دوې په سوله یزی فضا کې، ښه په عزت سره، روغ رمټ واپس هند ته ستانه شي.
فلشمن:- دوی شاه شجاع تخت ته د رسولو په مقصد راغلي دي، زه فکر نه کوم چې دومره په اسانې دی په داسې سختو شرایطو کې هغه یواځې پریږدي.
اکبر خان:- ما د مکناتن صاحب سره په دې تړاو تر یو حد پورې خبرې کړې دی چې، کوم ګډ تفاهم ته لا نه یاستو رسیدلي. …
فلشمن:- ایا تاسو مکناتن سره ولیدل؟
اکبر خان:- البته، هغه له موږ (مشرانو) سره ژمنه وکړه، چې کله په کافي اندازه اذوقه او علوفه زیرمه کړي، په همدې ترڅ کې به له موږ سره په دې شرط یو تړون لاسلیک کړي چې، موږ ټول هغه ته شاه شجاع د تخت څخه د نه پرځولو ضمانت تر څنګ انګلیسې ځواکونو د خوندي وتلو امنیت ام تضمین کړو او له هغې پس به بیا دوې د پیښور له لارې هند ته ستنیږي. …
فلشمن:- زه تر دی ځایه خو ښه په صراحت سره پوه شوم او که سم پوه شوی یم، مګر زه ام باید د دوې سره یو ځای پښې سپکې کړم او که نه، نو څه باید وکړم؟ (اکبر زما په لور تکیه وکړه.)
اکبرخان:- لطفاً اجازه راکړه، چې زه په خپل مطلب تا سم په تفصل سره پوه کړم، چې بیا ته خپلو مشرانو ته په وضاحت سره قناعت ورکړئ.
فلشمن:- مهرباني…
اکبرخان:- ته باید خبر شي، چې ستاسو د پوځ په مټو کې هغه زور نه دی پاتې، کوم چې تا یوه میاشت مخکې لیدلې ؤ او په عموم کې ستاسو د پوځیانو جګړېزه روحیه د منفې صفر درجې نه لا لاندې ښکته شوي ده، مخصوصاً ستاسو د سرتیرو تعرضې روحیه وس چوڼۍ د چاپیریال په سنګرونو کې، په سست دفاعي موقف کې محدود شوي، په دې ام غازیان کله نا کله حملي کوي او وژوني یې، مګر ستاسو پوځي قومندانان د بې دسته کوڼډو ښځو په څیر ان د خپلو همدغو مقتولو سرتیرو قاتلینو ته لا د سزا ورکولو جرئت نه لري. که په لنډو ټکو تا پوه کړم نو فعلاً ستاسو پوځې قرارګاه د قحطې او بدبختۍ په غربت کې، د خوړو، څښاک اوبو، درملو، پوښاک او د سوند توکو څخه محرومه شوی ده.
پاتې شو د جناب مکناټن د سیاسي طرحې په اړه ارزونه، چې زموږ د نظر نه دا طرحه بالکل د بیخ نه، پوچه طرحه ده او کومه عملي جنبه نه لري.
د مثال په ډول مکناټن سربیره په دې چې، د قومونو تر منځ د نفاق داسې تخم شیندلې چې ټول یو بل ته په بده سترګه ګوري او دکومو مختلفو وسلوالو ډلو په لاس چې ده افغانستان په ګڼو ټوټو ویشلې، په داسې شرایطو کې چې دلته واحد مرکزې ځواک نشته، چې د ناړامه غلجې قبایلې غازیانو او یا نورو خودسرو وسوالو ډلو ګډوډی کنټرول او یا هغوی د بغاوتونو مخه ونیسي.
بیا په کوم اساس او منطق، دی د موږ نه انګلیسې ځواکونو د وتلو پاره، لارې د امنیت تظمین غواړي؟ صاف او پاک درته ووایم، په دی وضع کې چې، د غازیانو او یاغیانو هراړخیزه وسلوالو فشارونو له کبله، په افغانستان کې ستاسو یرغلګرو پوځیانو د پښو لاندې خاوری په سور انګار بدلې کړې، هیڅوک، هیڅ ډله او هیڅ قوم د دوې امنیت نه شي تضمینولی. … . .
فلشمن:- ستا په اند مکناټن ته څه کول په کار دي؟
اکبر خان:- هغه ته غوره ده چې نه یوازې له ما سره، بلکې د دراني، غلزي، او نورو ټولو قومي مشرانو سره بې توپېره او په ګډه سلا او مشوري وکړي، نه په جلا، جلا توګه، بالاخره زموږ په هیواد کې ټول قومونه او قبایل یوشان حقوق لري، مګر جناب مکناټن برخلاف لا لګیا دی او روزمره د قومي شخړو اور ته د سوند مواد لا پسې اضافه کوي. … بریتانویان ان که له دې هیواد څخه وځي، مګر قومونه او قبیلې خو په خپل ځاې پاتې کیږي او حالات که په دا ډول د کړکیچ په لور درومي، بیا به څوک او څنګه دا دولت اداره کړي؟
فلشمن:- ستاسو له نظره شاه شجاع څنګه دی؟ …
اکبر خان:- شاه شجاع ام په هغه صورت دا ملک اداره کولي شي، چې ملاتړ ته یې ټول قومونه یو موټی شي، لاکن له بدمرغه چې په اوسنېو شرایطو کې زموږ د قومونو تر منځ اتفاق نشته.
فلشمن:- میاشت دمخه کله چې زه لا ازاد ګرځیدم، د کابل ښار او اطرافو په ټولو لارو او کوڅو کې ستا د ښه سړیتوب، ستا د مدبریت او عدالت ستاینې کیدي، ایا ته د دې وړتیا نه لري چې دغه پاشلي قومونه په ځان راټول کړي؟ تا خو هر څوک محبوب ګڼي او بالاخره ته د پخواني پادشاه زوی یې او زه چې ګورم ټول افغانستان ستا ملاتړی دی. (هغه نرم وخندل).
اکبر خان:- خدای دې وکړي چې ستا نیکه هیله ریښتیا شي خو ګومان کوم چې دا ستا د حسن نیت مهربانې ده… کوم رسمي مکلفیت چې زه لرم هغه دا دی چې زه باید شاه شجاع د فرمانونو او هغه د سلطنت اطاعت وکړم.(د څو ثانیو لپاره یوه سخته چوپتیا وه،.. دوام ورکړ) درانيان د افغانستان ډیر زورور خلک دي او هغوی له ما سره د سولې او پخلایني څخه ډډه کوی.
(هغه نیغ سترګو ته راوکتل بیایې وویل چې.) زه جناب مکناټن صاحب ته یو محرم وړاندیز کوم، ایا ته کولې شي چې هغه ته یې وه رسوې، فلشمن؟
(زړه کې مې ویل، که زه دې ان ملکې ویکتوریا ته د واده په مرکه لیږلې واې ام انکار مې لا نه کاوه، نو عاجل مې د “هو” ځواب ورکړ، هغه خبرو ته ادامه ورکړه چې) د بریتانوی ځواکونو د وتلو څخه ورسته، دلته داسې قوت نه پاتې کیږي چې په درانیانو باندې برلاسۍ شي… نو ما ویل بده به نه وي چې وس مهال د دوې د واک او د ځواک د وزرونو څخه یو څو بڼکې کمې او غوڅې شي او کله چې زه د شاه شجاع د وزیر په بست کې، سیاسي واک تر لاسه کړم، زه به د جناب مکناټن صاحب د دې همکارې په بدل کې، هغه ته په خپل وطن کې د اتو میاشتو پاره د پاتېکیدو مهلت تمدید کړم او زما پدې موده حکومت کې، باور وکړه چې هیواد به دومره باثباته او ارام شي، چې په کندهار کې د موږک چونګ به په کابل کې اورېدل کیږي او په سولییزی شرایطو کې به بیا بریتانویان، ښه په وقار سره، سالم او سلامت له افغانستان نه ووځي.
( په لومړې سر کې ما فکر وکړ چې ګڼې دی هوډ لري چې پر خپلو حریفانو باندې، زموږ په مرسته یوه چټله دسیسه عملي کړي او عین وخت کې خپل ځان داسې شریف سړي په څیر جلوه کړي چې لږ تر لږه په هینداره کې د خپلو سترګو نه وه نه شرمیږي، مګر څه خبر چې دا یو مغلق سیاسي چال دی).
اکبر خان:- څه فکر کوی، ایا دا وړاندیز د قناعت وړ نه دی که څنګه؟ …
فلشمن:- مکناټن ممکن دا پلان د نورو سردارانو په وړاندې خیانت وګڼي او د منلو نه یې انکار وکړي… (هغه په نرمۍ سره وویل)
اکبر خان:- جناب مکناټن صاحب سیاست مدار دی او دا چې زه د هغه جناب صاحب، سیاسي حیثیت ژغورم، نو د اضافي انعام په توګه تمه لرم چې مخکې له مخکې نه شل زره او په تقاعد کې د کال څلور زره روپۍ مستمري معاش ماته منظور کړي … زه باور لرم چې هغه به زما دا معقول وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي،… هغه که موافق ؤ او زه مطمین یم چې موافق به وی، هغه ته ووایه چې سبا نه بل سبا، د سباناری په وخت زه ورته د محمودخان په کلا کې‌ منتظر یم او ده سره باید د درانيانو او هغوی د متحدینو ګرفتارۍ پاره په کافي تعداد وسلوال کسان موجود وي او هغوې د نیولو وروسته به نورې معاملې په متقابل رضایت سره حل کړو. … او ریښتیا ورستۍ سپارښتنه مې دا ده چې، ته جناب فلشمن، زما دا پیغام باید د محمد دین او خان همت په موجودیت کې، شخصاً جناب مکناټن ته په صراحت واورئ. …
زموږ د تګ نه له مخکې سلطان جان په ما غږ وکړ «خبر شوم چې مکناټن صاحب د (نایب) امین الله خان ( هغه چا چې د برنز په استوګنځي برید رهبری کړی ؤ) د سر په قیمت ۲۵ زره روپی انعام یښې، هغه ته ووایه، که د هغه سرغواړی زه به یې ورولیږم ….

فلشمن له یادښتونو څخه/ ۸

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.