د پښتو په اوسنۍ شاعرۍ کې د ازاد شعر تخنیکي کارتونه او ماډل مفهم

لیکنه: طالب منګل

33

د سپین او ازاد شعر په اړه بېلابېل نظرونه شته او ادپوهان دا اصطلاحات په نوي توګه تعریف کوي. که د دوی ټولو له نظرونو راتېر شو٬ نو دا شعر ټاکلی وزن او بحر نه لري او نه هم قافیه لازمي بلل کیږي.
دا ډول شعرونه شعریت لري٬ انځور، احساس، اهنګ او فکر ته په کې پاملرنه کیږي٬ یعنې شاعر د وزن له قیده ازاد وي، خو د ژبې، خیال او داخلي اهنګ پابند باید پاتې شي.
سپین شعر د نثر او شعر تر منځ په یوه نرۍ پوله ولاړ دی٬ د وزن او قافیې خبره خوبیخي په کې نشته ځکه ژبه یې ډېره ساده او نثر ته نږدې وي٬ هنري صنعتونه په کې کم وي٬ که دواړه په یو تعریف کې راواخلو نو ویل شو چې ازاد شعر احساس٬ تصویر او پیاوړی خیال لري. او که ژبه یوازې احساس بیان کړي او هنري ژوروالی ونه لري نو سپین شعر یې ښه نوم دی.
ازاد شعر په هغو ژبو کې ډېر غوړېدلی چې ادبي نوښت او عصري فکر په کې پیاوړی شوی دی٬ چې د انګلیسي٬ فرانسوي٬ عربي٬ فارسي او پښتو ژبو شعري بهیر پرې ښکلی دی.
په پښتو شاعرۍ کې ددې شعر جوړښت بېلابېل دی٬ چې یو شمېر شاعرانو ازاد شعر لیکلی خو یو شمېر برخو ته یې پاملرنه نه ده کړې او دا پاملرنه د ازاد شعر د نه محدودیت له امله ده.
دا شعر په کرښو وېشل کېږي٬ دا اوږدوالی بېلابېل وي خو هره کرښه د مانا یوه ټوټه وي٬ مشخص وزن او بحر نه تعقیب کوي٬ په ځینو کرښو کې قافیه هم کارول کیږي خو لازمي نه وي٬ ددې شعر موسیقي اړخ ډېر مهم دی ځکه کوم شعر چې وزن ونه لري نو د کلمو
تکرار او غږیز همغږي چې حروف او اوازونه دي باید راوړل شي کنه د ازاد شعر څخه په سپین شعر اوړي.
په دا ډول شعر کې د وقفو سمه کارونه د شاعر په پوه پورې اړه لري او د ازاد شعر لپاره شعري انځورونه او صنعتونه هم یو مهم رول لري.
بل ازاد شعر باید مرکزي احساس ولري او ټولې کرښې باید همدا د یو احساس تر شاوخوا وګرځي٬ که کومه کرښه له مرکزي احساس بهر شي شعر بې خونده کیږي.
د پښتو ډېر شاعران د ازاد شعر په باغ ورګډ شوي خو ښاغلی نور محمد لاهو داسې ازاد شعر لیکلی چې ځان یې ددې باغ مالي ګرځولی دی.
زه به په دې لیکنه کې د لاهو صیب د ازاد شعر له تشریح او اړخونو له څیړلو سره د ازاد شعر لپاره د تخنیک کارتونه هم جوړ کړم او دا کارتونه به د لاهوتر څنګ د نورو شاعرانو په شعرۍ کې هم په ګوته کړو.
د نور محمد لاهو یو ازاد شعر:

‎درد مې په هیڅ درد نه کمیږي
‎هیڅ یو شی مې هم
‎د پاڼې غوندې نه شي رپولی
‎نه د شنو شنو مرغکیو
‎بې‌کلامه موسیقي
‎او نه هم مې پر شیشې
‎د باران د لمدو ګوتو ترنګ او ترونګ
‎او نه هم د ګاونډي
‎د مستې لور
‎د ښکلو سترګو تک تور عطر

‎هرڅه راته ډير وخت شو
‎ د زړې او ورستې لارې غوندې ښکاري
‎هره ورځ چې پرې تېرېږم
‎خو آواز دقدمونو مې
‎د دوړو په څیر نه ترې پورته کیږي
‎او شیبې هم لکه سیوري غلې غلې مې له مخې نه تیریږي
‎او خوبونه مې هم سترګو کې سوزیږي
‎بس هر څه داسې راته ښکاري
‎لکه نړۍ چې
‎خپله ساه نیولې وي

‎خو ستا نوم مې
‎چې ناڅاپه
‎د یو چا له خولې نه واورېد
‎ټول بدن مې
‎لکه پاڼه د باد غیږ کې په لړزا شو

‎هله پوه شوم
‎چې ځینې احساسات
‎بس یوازې احساسات وي
‎لکه وریځ کې د پټو ستورو رڼا
‎چې حس کېږي
‎خو په سترګو نه لیدله کیږي
‎او مینه!
‎مینه هم همداسې ده
‎مینه یوازې مینه ده
‎مینه د پټو ستورو رڼا ده
‎یوازې زړه یې لیدلی شي
‎نه سترګې

دا شعر د ازاد شعر له پخې او فکري بڼې یوه نمونه ده او ټول هنري تخنیکونه په کې په طبیعي ډول کاریدلي دي٬ که وګورو لاهو صیب لومړی د درون درد حالت انځوروي او دا داسې درد معرفي کوي چې نه په ښکلا، نه په طبیعت، نه په موسیقۍ او نه هم په انساني جاذبې سره ارامیږي. چې دا یو درد دی نو دا په خپله یو اغراق او کنایه ده، ځکه شاعر غواړي وښيي چې روحي ځای تر دې هر څه ژوره دی.
په شعر کې شنې مرغکۍ، بې‌کلامه موسیقي، د باران لمدې ګوتې او د ګاونډي د لور د سترګو عطر ټول حسي تصویرونه دي چې لوستونکی یې ویني، اوري او لمسوي، خو دا ټول د شاعر پر زړه اغېز نه کوي.
په دې شعر کې یو تخنیک دا دی چې شعر په یوه ناڅاپي هنري څرخ کې د تضاد تخنیک کاروي٬ او هغه څه چې ټول طبیعت ونه شول کولای، یوازې د محبوب نوم یې کوي.
خو په پای کې دا شعر احساس پریږدي او فلسفې ته اوړي که وګورو د پټو سترګو رڼا چې یوه استعاره ده د شعر مرکزي فکر جوړه وي.
همدا فلسفي تړاو، داخلي موسیقي او ژور تصویرونه دا متن له ساده سپین نثره راباسي او د ازاد شعر په بشپړه مانا یې دروي.

جذابه ایینه
د ګیلاسو د باغ هره څانګه
یوه ښایسته غزله ده
چې د خدای په ګوتو تاته لیکل شوې
ګیلاس
لکه ستا خوږې او تازه شونډې
د مچکې رنګ لري
او هر پوست شمال
ستا په عطرونو باندې لوند دی
د ګیلاسو باغ
ستا جذابه
او پارونکې
تکه سره
او بې رحمه
ایینه ده

دا شعر د مینې او طبیعت د ښکلا ترکیب وړاندې کوي ځکه شاعر د ګیلاسو باغ د یوازیني معشوق سره پرتله کوي.
په دې بیت کې تصویر د ګیلاسو باغ هره څانګه یوه ښایسته غزله بلل شوې، د ګیلاسو رنګ د مینې او تازه شونډو سره پرتله شوی، او د باغ شمال د معشوق د عطرو په واسطه لوند شوی دی.
په دې شعر کې احساسي بڼه هم پیاوړې ده او مرکزي موضوع یې د معشوق او طبیعت ښکلا ده.
په دې شعر کې شاعر مستقیم د معشوق ښکلا او تاثیر بیانوي٬ نو دې شعر ته د مرکزي استعاره تخنیک کارت ویلی شو ځکه لاهو صیب ټول شعر د یوې مرکزي استعاري پر بنسټ جوړ کړی٬ ګیلاسو باغ د معشوق ښکلا ته اشاره کوي. هر عنصر د طبیعت (ګیلاس، باغ، شونډې، عطر) د عشق او جذبو سمبول دی.
ښکلې ګناه

‎ته هغه خوږه مڼه یې
‎چې آدم یې و جنت کې
‎له خوړلو منع شوی
‎خلک وایي
‎زموږ مینه ناروا ده
‎ستا د زلفو لامده عطر بویه خپل تږي بالښت لره یو نه سم
‎خو زه ډیر کلونه کیږي
‎له دې دود سره په جنګ یم
‎چی د عشق نازکه ګل غواړي

ته هغه غمجن کتاب یې
‎چی په مخ یی شنې مچکې سانسور شوی
‎او هغه ممنوع خوشبو یې
‎چې بوتل څخه یې نوم دی توږل شوی

‎پیړۍ وشوې
‎زه ستا عشق لکه ګناه په زړه کی ساتم
‎ نه توبه ځنی ایستی شم
‎او
‎نه یی هم شمه بخښلی
‎ته زما وروستۍ کرښه ، برخلیک نه یې
‎زما زړه کې منل شوې ته هغه خوږه دعا یې
‎که په لوړ غږ وویل شي
‎بنیادم پری محکومیږي

مخکې له دې چې دې شعرونو تخنیکي کارت وګورو یوه لنډه تشریح وړاندې کوو. دا شعر د عشق او منع شوي جذباتو احساسات په خورا ژوره توګه انځوروي.
شاعر معشوق په خپل شعر کې خوږې مڼې په توګه بیانوي چې آدم ع یې په جنت کې نه وای خوړلي٬ چې په دې سره خپل شدد څرګندوي.
دا شعر ډېر تصویرونه هم لري لکه مڼه، شنې مچکې، ممنوع خوشبو، شمع زړه، باران او لیرې وطنونه د تصویر په مټ قوت څرګندوي.
دا عناصر په استعاره کې هم راغلي لکه مڼه د ممنوعه مینې، کتاب د معشوق د ژوند ژوره کیسه، شمع شمع زړه د احساساتو ډېرښت او د زړه درد ښکارندويي کوي.
شاعر د عشق او ګناه ترمنځ اړیکه ښکاره کوي او د توبه نه ایستلو او نه بخښلو احساسات بیانوي.
په دې شعرونو کې استعاره او تشبیه شته چې همدا تخنیکي کارت شعر ته ارزښت ورکوي.
شاعر معشوق د مڼې، کتاب، خوشبو او شمع زړه په استعاره ښيي، چې د ممنوعه عشق او د زړه ژورو احساساتو سمبول دی.
یو بل شعر:

‎زه پوهیږم
چی ته څومره یی یوازې
‎او
‎تنهایی دې په اوږو
‎ لکه باران څنګه وریږي
‎زه پوهیږم
‎ چی زړګی دې د دې کور د دیوالونو
‎له چوپتیا وو څومره ډیر دی ستړی شوی؟
‎خو زه نه یمه راغلی
‎چی د بل سړي شین تاج درڅخه و اخلم
‎زه راغلی یم چې ستا په تیاره کور کې
‎ یو څراغ ولګومه
‎ او د کړکۍ زړه پرده دی کړمه لیرې
‎چې رڼا دې ستړو سترګو ته ستنه شي
‎زه یوازې همدا غواړمه او بس
لکه هغه نااشنا غوندې یو ګل چې هر ماښام
خپلې شنې شنې خوشبویانې هر لور شیندي
چې
بنیادم ته سکون ورکړي
بیا ترې ورو ورو وخوځیږي
او پناه شي .

دا شعر د یوازیتوب او تسکین په اړه دی. شاعر د معشوق د تنهایۍ احساس ښه پوهیږي او دا په خورا نرم او نازک ژبه وړاندې کوي.
شعر تصویري ژبه لري ځکه یوازیتوب د باران په څېر د زړه په اوږو وریږي٬ په دې بیت کې زاویه داسې ده چې شاعر نه غواړي د معشوق ژوند د بل چا سره ګډ شي، بلکه غواړي یوازې سکون، رڼا او ساتنه ورکړي. هغه ځان نه د مینې غوښتونکي په توګه ښکاره کوي، بلکې د معشوق د آرامتیا ساتونکی، څراغ او رڼا جوړوي.
اوس به د ازاد او هنري نثر لپاره یو کارت جوړ کړم چې موضوع یو څه نوره هم واضحه شي.
ددې لپاره د لاهو صیب د زخمونو کمیس ازاد شعر را اخلو:

د زخمونو کمیس
ما مې
خپل زخمونه
د علاج د پاره درکړل
خو اې یاره !
تا ترې جوړ یو سور کمیس کړ
بیادې راکړ
وویل دې : ستا د قد برابر ښکلی مې ګڼډلی.
او ماهم په مینه واغوست
ایینې کې مې ځان وکوت
ستا په لاس مې ان زخمونه ښکلي ښکاري
له هر درده مې د وینو
او د مینې خوشبویانې تاویدلې.

دې کیسې باندې کلونه اوس تیریږي
اوس یو زه یم
بل همدا تک سور کمیس دی .
زمانې زما زخمونه را جوړ نه کړل
یوازی بڼه
او شکل یې ور بدل کړ

پورته شعر به د هنري نثر په یو توټه واړوو او بیا به یوه پرتله وړاندې او د ازاد شعر یو بل کارت جوړ کړو.
د لاهو صیب د ازاد شعر څخه جوړ شوي هنري نثر ماډل: د زخمونو کمیس
ما خپل زخمونه تا ته وسپارل، نه د ښایست لپاره، بلکې د علاج لپاره. ما فکر کاوه ته به پرې ملهم کېږدې، خو تا له هماغو زخمونو یو سور کمیس جوړ کړ او بېرته دې راته راکړ. په نرم غږ دې وویل: ستا د قد برابر مې ګنډلی، ښکلی به درباندې ښکاري.
ما هم، د مینې له سادګۍ، هغه کمیس واغوست. د ایینې مخې ته ودرېدم. ځان مې وکوت. رښتیا هم، زخمونه مې ستا په لاس ښکلي ښکاره کېدل. له هر درده مې د وینو او مینې ګډه خوشبويي پورته کېده، داسې لکه درد چې سینګار شوی وي.
کلونه تېر شول. کیسه زړېده، خو کمیس هماغسې سور پاتې شو. اوس یوازې زه یم او دا سور کمیس. زمانې زما زخمونه جوړ نه کړل٬ یوازې یې بڼه بدله کړه، شکل یې واړاوه. درد لا هماغه درد دی، یوازې اوس اغوستل شوی دی.
د لاهو صیب ازاد شعر پر کرښو ولاړ دی، دا کرښې احساس ماتوي او د احساس ماتول ازاد شعر ته خوند ورکوي٬ همدا شان په منځ کې وقفه لري چې لوستونکی سوچ او فکر ته اړباسي.
خو که د هنري نثر ټوټه وګورئ پر فقرو ولاړه ده ، متن روان دی، بې وقفو چې دا د لوستونکي د لوست جریان نرم کوي.
لوستونکی سوچ او فکر ته نه پریږدي او په یوه ساه کې د کیسې ژورتیا حس کوي.
نو ازاد شعر احساس ټوټه ټوټه وړاندې کوي، هنري نثر هماغه احساس یو موټی کوي.
که دا د ژبې او نحوې له پلوه وګورو نو ازاد شعر نحوي ماتوالی مني٬ جملې کله نیمګړې وي او فعل او فاعل کله پټ وي٬ خو هنري نثر جملې روانې او تړلې دي فاعل، فعل او مفعول روښان او څرګند وي.
که وګورو ازاد شعر تصویر ناڅاپي او روښانه دی٬ هر تصویر ځان ته یو فریم دی٬ لوستونکی ښه تصویر اخیستی شي خو هنري نثر کې تصویر تدریجي جوړېږي٬ یو تصویر بل ته لاره هواروي که ووایو چې په ازاد شعر کې تصویر چاودنه ده، په نثر کې سیلاب په څېر بهیږي ښه مثال کیدلای شي.
همداشان ازاد شعر اورېدل کېږي، نثر بیا احساسېږي یا دا چې ازاد شعر درد ښيي، هنري نثر درد ژوندي کوي.
ازاد شعر کله کله قفیه هم مني او د جوړښت تخنیک یې بدلیږي٬ خو یو شمېر مشترک ټکي هم لري٬ که د اغلې بلېنډۍ بدرۍ دا لاندې شعر ولولو نو د پښتو د اوسني ازاد شعر یو بل جوړښت رانغاړي.
د بلېنډۍ بدرۍ ازاد شعر:

اي ته پوهيږې ما سندرې پريښي
ما چمبه سوې ما بنګړي مات کړي
ها له پاوليو ډک ګيډی کميس مې
خدای خبر چرته ايښی
اوس کومې ورا کې هاغه مسته وراڅواله نه يم
اوس زه د کومې ناوکۍ سره ډيوه نه وړمه
اوس شکور په لاس په کوم واده کې خونی نه ويشوم
هم له ګودره غبرګ منګي سر په سر نه راوړمه
کالونه وشول چې په خيځو پسې نه يم تللې
اوس د ګورګورو هوس نه کوم کنډولې نه خورم
هم پر لاسونو د نکريزو ګلان نه جوړوم
اوس اخترونه ، پينځلسي د سره نه لمانځمه
ځکه چې ما پدغه څو کالو کې
پدې مالت بلا وحشت ليدلی
په خپلو سترګو مې څو ځلې قيامت ليدلی
ما چمبه مارې د خپل ورور په وينو سرې ليدلي
د ناوېتوب په سپين کميس مې سرې لمبې ليدلي
د سهيلو مې سوې لوې هم بشرې ليدلي
ما له بنګړيو ډک پرې شوي مړوندونه راټول
ما دي د خپلو سهيليو اندامونه راټول
د اتڼچيانو مې راټولې د ځوانيو ايرې
اوس هم لا الوځي د سوو ودانيو ايرې
نو وايه څنګه زه ټپې وکړم سندرې وکړم
څه د پخوا په شان به زه خوږې خبرې وکړم
ما لږه پريده هسې چوپه خاموشۍ کې ښه يم
زه يو څو وخته له ځان ورکه تنهايۍ کې ښه يم

مخکې له دې چې دې ازاد شعر ته ادبي تخنیکي کارت جوړ کړو لومړی به دا شعر یو څه تشریح کړو.
که وګورو دا شعر د ناهیلۍ له اعترافه پیلېږي، خو ژر د ټراژیدۍ تر سند بدلېږي او دریو پړونو کې لیکل شوی دی.
په لومړي پړاو کې شاعره د خوښې برېښودلو پړاو پیلوي او هر څه پریږدي٬ شاعره په پرلاپسې توګه اعترافونه کوي چې دا او دا مې پرېښودل.
که د شعر دویم پړاو وګورو نو د وحشت شاهدي ورکوي او په همدې پړاو کې شعر ناڅاپه ژور بدلون کوي لکه چې وایي:
ما پدغه څو کالو کې پدې مالت بلا وحشت ليدلی
په خپلو سترګو مې څو ځلې قيامت ليدلی
که وګورو دا د احساساتو شعر نه دی ځکه د جګړې٬ د وژنو٬ د ښځو د بدنونو او د دودونو د سوځېدو په اړه مستقیمه شاهدي وایي.
په دې شعر کې تصویورونه ډېر درانه تمامیږي لکه چمبې د ورور په وینو سرې٬ د ناوې سپین کمیس کې لمبې٬ پرې شوي مړوندونه او د ځوانیو ایرې.
په دریم پړاو کې شاعره خپله مظاهره کوي او وایي.
نو وايه څنګه زه ټپې وکړم سندرې وکړم؟
که ددې شعر لپاره کارت جوړه وو نو ژانر یې ازاد شعر دی٬ بیاني اړخ لري ٬ په اعتراف پیلیږي له تراژیدۍ تیریږي او خاموشه پای لري. د قافیې او وزن حالت یې ډېر واضح دی٬ داخلي قافیې لري لکه( کړم او لیدلي یا راټوله) وي.
که وګورو دا قافیې شعر له بشپړ ازادۍ ژغوري او د مثنوي خواته یې بیايي او پای یې په مثنوي ورته بیتونو تړل کیږي. لکه مخکې مې چې وویل دا شعر خپل احساس پریږدي ځکه دا شعر د احساس لپاره نه، بلکې د مسولیت لپاره لیکل شوی دی٬ خو د لاهو صیب یو شمېر شعرونه د احساس د ماتوالي له طرفه ډېر څرګند او واضح دي.
لکه دا شعر:


د مني فصل دی
نو
‎ ژیړې
‎ نارنجي
‎ او سرې جامې اغوستې
‎لګیا یم
‎ لکه ماشوم چې د ګل بوی پسې منډې وهي
‎ هسې ستا د ټیکري عطر
‎د ژیړو او ناروغو پاڼو منځ کې لټومه
‎ د مني فصل دی
‎ او پاڼې
‎لکه زما د شعر زخمي شوي کلمات
‎ ورو ورو په هوا رغړي او مړې کیږي
‎نو
‎ د لاسو له تاوده سیوري دې
یو سپین کمیس راجوړ کړه
‎چې ساړه دی
‎او پیړۍ شوې لمر می غیږه کې
‎له ډيره یخه ریږدي

د پښتو په ازادو شعرونو کې کله احساس دومره ټوټې ټوتې شي چې لوستونکی له فشار سره مخامخ کولای شي٬ که وګورو د لاهو صیب پورته ازد شعر یې ښه بېلګه ده ځکه شاعر نه غواړي ښکلی ښکاره شي، غواړي ریښتینی ښکاره شي٬ لوستونکی ژر خبره حس کوي، ځکه دا د پخې شاعرۍ نښه ده.دلته غوښتنه ده، نه شکایت کول. که وګورو لاهو صیب خپل ازاد شعرونه په برخو ویشي لکه لاندې ازاد شعر.
کاغذي کشتۍ
زه چې کله نیمه شپه لکه په مالګې لړل شوی تازه زخم
په عذاب یم
زړه مې غواړي ستا د کور دروازه ښه و شرنګومه
اې زما د زړه له بامه الوتلې شنې کوترې !
زه نور ډير یم ستړی شوی
که سل کاله هم ویده شم زما دمه نه جوړیږي
دا دریاب لکه ماشوم په وړه لپه کې آرام کړه
لږ د زلفو له کړکیه را وګوره
ځیږ ماښام دی او توپان دی
کاغذي کشتۍ ډوبیږي

راشه راشه غرور مات کړه
ما د ستړې او اوږدې لارې له سره لکه کاڼي کړه راپورته !
زه د ې خلکو په پښو یم ژوبل کړی
راشه راشه غرور مات کړه !
د سپین مخ کتاب دې راوړه
د ګلونو سرو او سپینو افسانو ته مې زړه کیږي !
د بادام په شګوفو یې لیکل شوې خوږې کرښې غواړم وخورم
دلته ټولې تورې پاڼې قلمونه کتابونه سیاسي شوي
هر سړي د یوې تورې پیشو سیوري ته خپل فکر غوړولی
په ورځپاڼو کې مرګونه او چاودنې لیکل کیږي
او له کرښو یې
څک
څک څک
وینې رالویږي
د آدم او درخانۍ کیسې له خلکو هیرې شوي
اې راځه !
له خپله بامه په لوړ ستوني را نارې کړه
چی سبا د ښار په ټولو اخبارو کې
په لومړي ځل یو د مینې خبر خپور شی

لاهو صیب د خپل شعر په لومړی برخه کې رواني او وجودي کړکېچ سره مخامخ دی٬ خو په دویمه برخه کې عاطفي غوښتنه لري او د شنې کوترې، دریاب، زلفو او کاغذي کشتۍ سمبولونه د مینې هیله وړاندې کوي.
د شعر دریمه برخه کې انتقاد هم شوی٬ کله چې شاعر انتقاد کوي نو دلته شعر له شخصي درد څخه ټولنیز میدان ته وځي او د سیاست، جګړې، رسنیو او انساني ارزښتونو د زوال انځور وړاندې کوي.
خو په پای کې ارماني پایله لري٬ ځکه هغه وایي چې خبر یې په اخبار کې خپور کړئ او د مینې د خبر غوښتنه کوي٬ دا د انساني ارزښتونو د بیا ژوندي کېدو اخلاقي ارمان هیله ده.
لاهو صیب په ازاد شعر کې یو بل کمال هم کړی چې خپل یو شعر یې د ازاد شعر او سپین شعر په پوله درولی دی لکه دا شعر:
مړ اتل
دښمن راته لکه یو تور توغندی
مخامخ په سنګر پروت دی
خو نه پوهیږي
چې زه ډیر کلونه مخکې یم مړ شوی .
هغه نه دی خبر
چې زه د جنګ میدان کې نه ،
خپله غیږ کې یم خښ شوی .
له دې مخکې
چې د پلار توره راپورته کړم له ځمکې
مامې خپل لاسونه لکه څانګې
په خپل تبر دي مات کړي
هغه نپوهیږي
هغه قام چې د خپل ورور وینو ته ناست وي
په هغو د سرو ټوپکو ډزې نه دي پکار .
شول کلونه دا نارې زه هر وخت اورم
موږ پیاوړي اتلان یو اتلان یو اتلان یوو !
خو
یوه ورځ هم دا پوښتنه چا ونه کړه !
اتلواله څه مانا ؟
مړ که اتل هم شي بیاهم مړ دی
د لاهو صیب دا شعر ځکه د ازاد او سپین شعر تر منځ ولاړ دی چې شعر د دواړو ځانګړنې لري، خو په بشپړه توګه د هېڅ یوه چوکاټ ته نه ورداخلیږي.
که په دې شعر کې نښې وګورو نو شعر داخلي وزن، تکرار او خطابي ریتم لري٬ عناصر ډېر قوي دي٬ لکه( هغه نه دی خبر٬ هغه نه پوهیږي) دا تکرار ریتم جوړوي.
بل دا شعر داسې لوستل کیږي لکه وینا٬ اعتراف یا سیاسي خطبه. که وګورو ازاد شعر د فکر د جریان تابع وي٬ کرښې د احساس له مخې ماتیږي٬ بل دا شعر فلسفي پای لري لکه
اتلواله څه مانا؟
مړ که اتل هم شي بیاهم مړ دی

زه فکر کوم په دې شعر کې د سپین شعر لوری یو څه پیاوړی دی ځکه خطابي جوړښت لري٬ تکراري جملې یې ریتم جوړوي او وینا او احتجاج غږ په کې غالب دی.
لاهو صیب ځکه دا لار غوره کړې چې موضوع جګړه، اتلولي او مرګ ده٬ شاعر غواړي خبرې وکړي نه دا چې سندرې ووایي.
زه فکر کوم چې دا ځکه سپین شعر دی چې بهرنی وزن یې مات شوی خو د شاعر وجدان په کې منظم ځلیږي.
په پښتو ازاد شعر کې داسې شعرونه هم شته چې د شعر په داخل کې اهنګ لري٬ او تکرار یې په نرم فضا رامنځته کوي٬ نامالوم مخاطب لري خو بیا هم په زه او ته ولاړ دی.
لکه د کاروان صیب دا شعر:

تاوې زړه کې مې خبرې
ماوې څه دي راته وايه
په موسکا دې وې چې هسې
ما وې هسې دې قربان شم
په دې هسې کې دې څه دي ؟
څه خواږه دي که تراخه دي؟
دا ګلونه که اوبه دي ؟
وايه څه دې چې په زړه دي
تا وې نه نه هېڅ هم نه شته
نه خواږه شته نه تراخه شته
نه ګلونه نه اوبه شته
خو بس هسې يو څه شته دي
نه پوهېږم چې دا څه دي
په دې زړه کې مې پراته دي
څه دردونه دي خواږه دي
کله لږ شي کله ډېرشي
لاس تر غاړې مې چاپېر شي
راياديږي راياديږي
نه هيريږي نه به هېر شي
ماوې يا شومې بخيلې
ننواتې درلېږمه
خپلې ماتې ګوډې هيلې
دا خواږه خواږه دردونه
پاڅه ټول راسره نيم کړه
نيم به ستا نيم به زما شي
دا په تول راسره نيم کړه
تاوې نه کيږي شاعره
ما وې ولې ولې ولې ؟
تا وې هسې هسې هسې
ماوې هسې دې قربان شم
تا وې ولې ولې ولې
ماوې هسې هسي

د کاروان صیب دا شعر د محاورې په بڼه جوړ شوی ځکه یو کس زه پوښتنه کوي، بل کس ته ځواب ورکوي.
په شعر کې تر ټولو قوي رد او مبهم ځواب (هسې هسې) دی٬ په دې کې هسې بې دلیله خبره نه ده٬ بلکې ناتواني ده.
ژبه یې ډېره هنري او محاوروي ده٬ هسې لفظ ساده دی خو ډېر خوږ او ژور لګیږي.
دا شعر که وګورو ټول په یو احساس ولاړ دی داسې احساس چې د شعر له پیل څخه تر پایه یو دی٬ اصل کې دا د یو احساس انځور دی. چې یو انسان یې لري خو نه یې شي ویلی.
لکه مخکې مې چې د لاهو صیب او اغلې بدرۍ د شعر خبره وکړه چې د دوی په شعرونو کې پړاونه دي٬ د کاروان ازاد شعر هم پوړونه لري چې دا د پښتو شعر بنیادي جوړښت کیدلای شي.
د کاروان صیب پورته شعر لومړی د پوښتنې پوړ رامنځته کوي لکه:
څه دي؟
خواږه دي که تراخه دي؟
ګلونه دي که اوبه؟
په دې پوړ پسې د انکار او رد پوړ پیوست شوی دی لکه:
نه نه هېڅ هم نه شته
خو بس هسې یو څه شته
که وګورو په لومړي پوړ کې احساس دی او په انکاري پوړ کې بیا احساس رد کیږي خو په عین وخت کې منل کیږي هم. ددې شعر په بل پوړ کې د دوام او تکرار پوړ راغلی لکه
راياديږي
نه هيريږي
کله لږ شي کله ډېر شي
په بل پوړ کې شاعر د شرکت غوښتنه کوي:
نيم به ستا نيم به زما شي
دلته شاعر اخلاق څرګندوي او د مینې اخلاقي غوښتنه همدا ده٬ ځکه احساس باید په یو کس باید وروانچول شي٬ خو په وروستي پوړ کې هم تسلیت شته او هم ناکامي لکه نه کېږي شاعره هسې هسې هسې.
د دې شعر هنري چوکاټ ډېر لوړ دی٬ که له یوې خو محاوري جوړښت لري٬ تکرار رواني ورکوي٬ ساده لفظونه ژور درد رامنځته کوي خو له بلې خو داخلي اهنګ لري چې دا یې هنري اړخ لوړه وي.
ازاد شعرونه داسې نه دي چې دا دې اوږده وي بلکې ازاد شعرونه چې پاخه ولیکل شي نو وړوکی شعر هم لوی قوت لري لکه د لاهو صیب دا شعر:
نیمه شپه ده
هغه بیا خپله ځواني لکه څادر هواره کړې او پرې پروت دی
شاه پرک یې په خولۍ باندې ویده دی
او پیشو یې اوښکې شماري
یو جام پړمخې لویدلی
په شرابو توره خاوره
په خپل تریخ بوی کې سوزیږي
دا ازاد شعر ډېر لنډ دی لکه د ویدیو یوه ټوټه
دا شعر د ازاد شعر تر ټولو سینمایي بڼه موږ ته څرګندوي لکه د فلم یوه لنډه صحنه چې په شعر کې ښکاري.
دا چې ولې دا شعر د ویډیو او فلم په څیر ښکاری او د لوستونکي ذهن داسې جوړه وي لکه یوه ویډیو چې ګوري یو څو تخنیکونه دي چې په دې شعر کې کاریدلي دي.
که وګورو دا شعر کیسې غوندې نه دی بلکې یوه شیبه ده چې تشریح شوې ده٬ کله چې شاعر لوستونکی لومړی کرښه لولي نو ذهن یې شپې ته داخلي او نور ټول په همدې شپه کې پاتې، کیږي.
له دې ځایه د لوستونکی د لیدو انځور او لیدنه پیلیږي
په شعر کې ځواني٬ څادر٬ سړی٬ پېشو٬ شاه پارک٬ جام٬ اوښکې٬ توره خاوره او بوی یاد شوي٬ دې شیانو ته هیڅ تشریح نه ده ورکړل شوي یوازې نومونه یې اخیستل شوي٬ دا چې لیدیزه بڼه یې جوړه کړي دا له دې امله چې شاعر له دې عناصرو سره نور الفاظ کارولي لکه ځواني لکه څادر٬ شاه پرک په خولۍ٬ پېشو او اوښکې او توره خاوره او تریخ بوی دا هر څه یو سمبول لري.
که وګورو په دې شعر کې شاعر نه کوم فریاد کوي٬ نه احساساتي کومه جمله وایي او نه هم کوم قضاوت کوي خو تصویري تسلسل او داخلي موسیقي لري٬ زه فکر کوم د ازاد شعر په نمونو کې همداسې جوړښت لرونکی شعر سینمایي ازاد شعر بللی شو.
ښاغلي صدیق کاوون هم د ازا شعر پوخ شاعر دی او د ازاد شعر وړه ټوټه چې لوړ مفهم ولري په لوستونکو پېرزو کړې چې د کاوون صیب لخوا په ۱۹۹۶ کال کې لیکل شوی دی:

يو بل منصور
بيا د کوم منصور پر وچو وچو شونډو
د غرور او افتخار موسکا خپره شوه
چې د شپې توره ماڼۍ په لړزېدو ده
او د دار سر رسېدلی،
تر آسمانه …

دا ازاد شعر د پای په دو کرښو کې انځور لري او مفمهم یې فلسفي دی. د شعر که کمې کرښې هم ولري خو لوی تاریخي، فلسفي او سمبولیک بار له ځان سره لري٬ د سمبول٬. تضاد تر څنګ ایجاز هم لري٬ چې د ازاد شعر یوه غوره نمونه یې بللی شو.
خو په ازاد شعر کې له دې کوچنۍ ټوټې هم شته چې د د ښاغلي عبدالغفور لیوال(تا د اوبو په حافظه کې وینم)ټولګې څخه یې را اخلو:

اې!
بېګا دې چېرته خندلي دي؟
نن سهار ټولو ګلونو
تر وخت وړاندې غوټۍ غوړولې وې.

د لیوال صیب دا ازاد شعر څلور کرښې دی چې د ازاد شعر ډېره وړوکي ټوټه ده او ما له دې وړې ټوټې پرته بل داسې شعر پیدا نه کړ چې د ازا شعر ګمان پرې وکړو٬ له دې موږ ته څرګندیږي چې ازاد شعر په یو څو کرښو کې لوی مفهم او هنر ځیوي.
ددې شعر هنري ځانګړنه دا ده چې تشخیص صنعت په کې کارول شوی دی ځکه ګلان د انسان په شان غبرګون ښيي او اعراق یې دا دی چې د یوې خندا اغیز په ټول طبعیت پروت دی.
په دې شعر کې ایجاز هم شته چې په لږو کلمو کې ډېر احساس پروت دی٬ نو ویلی شو چې که ازاد شعر درې کرښې هم وي خو باید ایجاز ورسره وي چې دا بیا د ازاد شعر یو بله ځانګړنه جوړه وي.
دا شعر د ازاد شعر خوا ته دروند دی ځکه چې تصویر لري٬ تخیلي اړیکه هم لري٬ نثري راپور نه دی، بلکې شاعرانه کشف یې بللی شو خو د سپین شعر نرمه ژبه هم ورسره ملګرې ده٬ د نرمې ژبې خبره چې کوو هدف دا دی چې ژبه داسې ده لکه یو عادي انساني جمله چې صنعت په کې نه ښکاره کیږي مثال
بېګا دې چېرته خندلي دي. دا جمله که یوازې ووایو نو شعر نه ښکاري٬ خو که نورو سره یې ووایو قوت څرګندوي٬ همدا د سپین شعر یو نښه هم ده.
په هر صورت خبره د ازاد شعر د وړو ټوټو وه اوس به د لیوال صیب له ازاد شعر پرته یو بل کارت هم جوړ کړو او دا کارت به د لیوال صیب د شعري ټولګې چې نوم دی(تا د اوبو په حافظه کې وینم ) په همدې کرښه کې جوړ کړو او وبه ګورو چې ازاد شعر دومره کوچنی کیدای شي او که کوچنی شي کوم اړخونه یې پیاوړي او کمزوري دي.
د شعري ټولګې نوم:

تا د اوبو په حافظه کې وینم

اوس دا کرښه چې د لیوال صیب د شعري ټولګې نوم دی ایا ازاد شعر دی او کنه٬ ددې لپاره به یو ادبي کارت جوړ کړو چې خبره ښه واضحه شی.
اول دا چې دا جمله ځکه شاعري جمله ده چې نوې استعاره لري٬ ځکه د اوبو حافظه عادي ترکیب نه دی٬ اوبه حافظه نه لري خو شاعر ورته حافظه ورکوي٬ دا شعري انحراف بللی شو دا ډول انحراف ازاد شعر خوښوي٬ خکه ازاد شعر د نوو اړیکو جوړولو ځای دی٬ نه دا چې منطق ولري او احساس دې پرې واکمن وي.
خو دا کرښه بشپړ ازاد شعر نه دی خو ازاد شعر ته ځکه ورنیږدې ده چې احساس لري خو حرکت نه لري٬ نو دا ویلی شو چې ازاد شعر باید حرکت ولري او دویمه کرښه ورپسې ضروري ده٬ بل په دې کرښه کې فضا نه ده جوړې شوې که دویمه کرښه کې فضا جوړه شي نو په ازاد شعر د اوښتلو تله یې درانه ده.
که لنډ ووایو دا کرښه هغه وخت ازاد شعر کیږي چې په بله کرښه کې یا همدا کرښه اوږده شي یو بل تصویر ورزیات شي٬ یا په لوستلو سره د لوستونکي احساس مات کړي یل یو حرکت یا پای ولري نو ازاد شعر دی.
یوه بله ورستۍ موضوع هم څیړو او هغه دا چې به اکثره غزلونو او نورو ژانرونو کې شاعر خپل نوم او تخلص راوړي خو په ازاد شعر کې دا کار نه کوي او اکثرو شاعرانو له دې پرهیز کړی دی خو اغلې بلینډې یو ازاد شعر کې خپل نوم راوړی دی.

بلینډې دا ځوړند سر چې
‎په ګودر دا وُړکی تیر شو
‎دا هغه دی هره شپه چې
‎په سیتار کې سوی سوی
‎تر سهار درپسې ژاړي

دا ازاد شعر دی خکه وزن مات شوی، خو اهنګ لري٬ قافیه ازاده ده٬ دا کوم روایت چې شوی دا خطي نه دی بلکې تصویري دی او تر ټولو مهم چې شاعرې خپل نوم د تصویر یوه برخه ګرځولې ده، هغه هر څه ویني لکه وړکی(لهجه_هلک )٬ ګودر او تیټ سر. اغلې بلېنډه دلته شاهده ده٬ نو شاعران کولای شي په یو ښه تخنیک او زاویې سره په ازادو شعرونو کې هغه که په پیل کې وي٬ منځ او یا پای کې خپل نوم په ازاد شعر کې راوړي چې دا به د دوی ازادو شعرونو ته د دوی په نوم هویت هم ورکړي او لوستونکي ته به د لید زاویه هم وراضافه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.