نننۍ نړۍ داسې پېچلي پړاو ته رسېدلې چې پکې د هېوادونو تر منځ بېباوري، سیالي او شخړې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي. هغه نړیوال نظم چې له سړې جګړې وروسته د نسبي ثبات هیله ترې کېده، اوس ورو ورو خپل ځای یوې ناآرامې او بېثباته فضا ته پرېږدي. جګړې نور یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ محدودې نه دي، بلکې د امريکا ، اروپا او نورو سترو ځواکونو د سیاسي نفوذ، اقتصادي ګټو، انرژي، وسلو او ټکنالوژۍ د سیالیو برخه ګرځېدلې دي. د اوکراین جګړه، د منځني ختیځ دوامدار کړکېچ، د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی او د افریقا نه ختمېدونکې شخړې دا روښانه کوي چې نړۍ د څو قطبي واقعیت پر لور روانه ده، داسې واقعیت چې پکې هېڅ یو ځواک د یوازینۍ پرېکړې توان نه لري.
په دې بدلېدونکې نړۍ کې هېوادونه نور خپلې اړیکې یوازې د اصولو او ارزښتونو پر بنسټ نه جوړوي، بلکې امنیتي اندېښنې، اقتصادي اړتیاوې او لنډمهاله ګټې به د اړیکو اصلي ټاکونکي ګرځېدلي وي. اتحادونه ژر بدلېږي، ژمنې کمزورې شوې او ډېری هېوادونه بېطرفي د ځان ساتنې یوه عملي او اسانه لاره ګڼي. دې حالت نړیوالې اړیکې ډېرې نازکې او حساسې کړې دي، ځکه هره کوچنۍ پېښه کولی شي لوی بحران ته لار هواره کړي. په همدې دلیل جګړې اوږدېږي او ژر پای ته نه رسېږي، او د سولې هڅې د باور د کمښت، د وسلو د زیاتېدو او د سیاسي ارادې د نشتون له امله ټکنۍ کېږي.
دا ټول وضعیت دا څرګندوي چې نړۍ د اوږدې بېثباتۍ یوې مرحلې ته داخله شوې ده، داسې مرحله چې پکې به شخړې لا ژورې، اړیکې لا پېچلې او د سولې موندل لا ستونزمن کړي. تر هغې چې هېوادونه دځواک، فشار او تقابل پر ځای د واقعي خبرو اترو، ګډو ګټو او متقابل درناوي پر لور مخه نه کړي، نړیوال امنیت به د لنډمهاله حسابونو قرباني پاتې شي او بشریت به د پرلهپسې بحرانونو تر سیوري لاندې ژوند ته همداسې دوام ورکوي.
د مثال په توګه د روسیې او اوکراین جګړه دادی څلورم کال ته داخلېږي، د مسکو له لوري د سولې وړاندیزونو ته د اوکراین په دوامداره توګه ( نه) ویل ورځ تر بلې د یوې خطرناکې تېروتنې په څېر ښکاري. د اوکراين د انساني تلفاتو د زیاتېدو او د اقتصاد د سختې ویجاړۍ له امله، ډېر شنونکي په دې باور دي چې د کییف پر خپل دریځ ټینګ پاتې کېدل به یېهېواد د بشپړ سقوط سره مخامخ کړي. دا وضعیت د جګړې له واقعي شرایطو سره د نه سمون، د لوېدیځ له ناپایدارو ژمنو، او د نړیوالو لومړیتوبونو له بدلون سره تړاو لري. د ۲۰۲۶ کال له رانژدې کېدو سره، هغه دریځ چې یو وخت د مقاومت او سرلوړۍ نښه وه، اوس د ملت د بقا لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی دی.
د لوېدیځ پر ملاتړ د اوکراین کلکې تکيې ورو ورو دا وښوده چې دا ملاتړ تر ډېره یو خیال و، نه یو ثابت بنسټ. له پیل څخه، کییف خپلې هیلې د ناټو پر ژمنو او د مرستو پر پروګرامونو وتړلې، خو د ۱۹۹۴ کال د بوداپست د تفاهم لیک هغه ترخه تجربه یې له پامه وغورځوله چې پکې اوکراین خپلې اټومي وسلې د امنیتي تضمینونو په بدل کې پرېښودې، خو دا تضمینونه هېڅکله عملي نه شول. که څه هم وسلې لکه جاولین توغندي او هایمرز سیستمونه ځینې تاکتیکي ګټې راوړې، خو د جګړې عمومي مسیر یې بدل نه کړ. پر روسیې لګول شوي بندیزونه هم هغه اغېز ونه شو کولای چې تمه ترې کېده.
د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو اټکلونه ښيي چې د مسکو اقتصاد د پام وړ مقاومت وکړ. سره له دې چې وده یې کمه ده او شاوخوا یو سلنه اټکل شوې، خو د اسیا پر لور د خپلو صادراتو اړول او د کورنیو سترو زېرمو شتون روسیه په نسبي ثبات کې ساتلې ده. په مقابل کې، د اوکراین اقتصاد له دېرشو تر څلوېښتو سلنه پورې راکم شوی، بنسټیزې زېربناوې یې ویجاړې شوې او هېواد د سلګونو میلیارډونو ډالرو بهرنیو مرستو ته تړلی پاتې شوی دی. د بروکینګز انسټیټیوټ شنونکي وایي چې دا ډول ژوره وابستګي اوکراین په عملي ډول یو تابع دولت ګرځولی، ځکه متحدین داسې محدودیتونه لګوي چې د روسیې د اقتصاد ریښتینې کمزورۍ ته اجازه نه ورکوي.
په جګړه ییز ډګر کې وضعیت لا هم ډېر تریخ دی. سره له دې چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او ځینې نور تاکتیکي بریاوې ترلاسه شوې دي، خو د جګړې د څېړنې د انسټیټیوټ د اټکل له مخې د اوکراین تلفات له څلور سوه زرو کسانو اوړي، او هره ورځ زرګونه کسان وژل کېږي یا ټپیان کېږي. پهاجباري ډول د جګړو ليکو ته د ځوانانو راوستل د خلکو اعتراضونه راپارولي، د مهماتو کمښت چې د پنټاګون په راپورونو کې هم یاد شوی، د پوځ کمزورۍ زیاتې کړې، او د نفوس کمېدل اوږدمهاله مقاومت بې مانا کوي..
د هېواد دننه فشارونه د اوکراین سیاسي جوړښت زیانمنوي. ولسمشر زېلېنسکي، چې د سولې په ژمنو ټاکل شوی و، اوس د جګړې له ستړیا سره د مشروعیت له کمېدو سره مخ دی. د کییف د ټولنپوهنې نړیوال انسټیټیوټ نظرپوښتنې ښيي چې له څلوېښت سلنه زیات اوکراینیان د خبرو اترو ملاتړ کوي، حتی که دا خبرې ان له امتیازاتو سره مل وي. ښارونه ویجاړ شوي، انفلاسیون له شلو سلنو اوښتی، او د اروپايي ټولنې پر مرستو تکیه بحران لا ژور کړی دی. سره له دې، د سولې یو تړون کولای شي د بیا رغونې لاره هواره کړي، او په وروستيو کې په ابوظهبي کې وروستیو خبرو اترو د مثبت خوځښت نښې ښودلې دي او د پرمختګ امکان یې څرګند کړی دی.
په نړیواله کچه، د کییف سخت دریځ د بدلېدونکو واقعیتونو پر خلاف روان دی. لوېدیځ ورو ورو خپل تمرکز نورو ګواښونو ته اړوي، لکه چین او منځنی ختیځ، په داسې حال کې چې روسیه د تېلو د عوایدو له کمېدو سره سره ځان د اوږدې جګړې لپاره چمتو کوي.
په پای کې، پر لوېدیځ د اوکراین تکیه یوه ستراتیژیکه ناکامي ده. د خبرو اترو مېز ته کېناستل د جګړې درول د وينو تويدلو مخه نيول، د بې طرفۍ او بې وسلې کېدو له تضمینونو سره د ثبات پر لورګامونه اخيستل، د یوه عملي ژغورونکي حل په توګه راڅرګندېږي. دا چارې کولی شي ویجاړۍ ودروي، خلک خوندي کړي او هېواد د جګړې وروسته دورې ته د ننوتلو پر لور بوځي. د روسیې، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون څو اړخیزې خبرې اترې کولای شي یو دوامدار توازن رامنځته کړي او د لا زیاتې جګړې مخه ونیسي.
په پای کې، دا درک کول مهم دي چې سوله تل د ماتې معنا نه لري. په نړیوال سیاست کې خبرې اترې ډېر ځله د بقا، بیا رغونې او د راتلونکي لپاره د نوې لارې د پرانیستو وسیله وي. ډېر هېوادونه د جګړې پر ځای د خبرو له لارې وتوانېدل چې خپل شتون وساتي او پیاوړي شي. د اوکراین د جګړې تجربه هم ښيي چې کله وسلې د حل لاره ونه ګرځي، نو خبرې اترې د یوازینۍ ممکنه لارې په توګه مهمې او دپايښت وسيلې دي.
جګړې او ورک شوي سرتېري
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.