پروین ملال د ۱۳۳۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۱ نېټه د قندهار ښار په دریمه ناحیه کې د ارواښاد عبدالشکورخان پوپلزي دراني په علمي کورنۍ کې دې نړۍ ته راغلی ده ـ لمړنۍ زده کړه یې د خپل پلار محترم نه کړې ده ـ او بیا تر دولسم ټولګي یې د زرغونا آنا په لیسه کې زده کړه کړی ده ـ د زده کړې وروسته د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسوله وه ـ په ۱۳۵۹ لمریز کې د راډیو افغانستان په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په دنده وګمارل شوه،هلته یې د لسو کلنو تر مودې په ترسره کړې دنده کې ډېرې پروګرامونه لیکلي او پروډیوس کړي دي ـ
پروین ملال په ۱۳۶۲ لمریز کې د هیواد ستر فرهنګي شخصیت ارواښاد سیدجان ملال سره واده وکړ،د واده څخه شپږ کاله پس په ۱۳۶۸لمریز کې ښاغلی ملال پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو او پروینه د ژوند سړو او تودو ته یوازې پاتې شوه ـ په همدې کال آغلې پاکستان ته کډواله شوه او نن سبا کراچۍ پاکستان کې د افغانستان په قونصلیټ کې د کلتور د اتشې په توګه دنده پرمخ بیایي ـ
پروین ملال که یو لور ته د غزل لاله زاره زمکه ښه سمسوره کړې ده نو بل لور ته یې شعرونه او بهترینې لنډې کیسې هم لیکلي دي چې په لوستو یې د لوستونکي غونې زیګ کیږي ـ
د رنګ او خیال ،د جذباتو او پېښو په راستۍ انځورګري د پروین د کلام پيژنګلوي ده ـ د هغې په لوړ تخیل کې درد هم شته او رومان هم ،جمال هم شته او جلال هم ـ دپروین شاعري بیخي فطري ده ـ پروین د خپلې قوي تجربې او ژورې مشاهدې پر مټ په دا ډول پنځونې کړي دي چې هر انسان یې د خپل زړه درزا او دضمیر اواز ګڼي ـ
د پروین ملال لنډه کیسه هم مقصدي او دفن په ګاڼه سینګار لیکي ،تراوسه یې د لنډو کیسو یوه مجموعه ،،سپنې پاڼې ،،چاپ او بله مجموعه چاپ ته تیاره ده ـ
د پروین ملال د شاعرۍ چاپ کتابونه ،،د اوښکو تصویر،، ،،تبجنه سپوږمۍ،، او،، سپوږمۍ په ځنګل زار کې ،،دي ـ دا درې واړه شعري مجموعې په یوه ضخیم کتاب ،،د خزان طلایي پلونه،،کې هم راټول کړي شوي او چاپ شوي دي ـ
د پروين ملال دشعر بيلګه
——
دويم وا ده
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
شاعره: پروین ملال
که را ته وبخښې ټول ستوري
د لمرو په شاني
او او به راکړې د سپوږ مۍ د چینو
جامې مې جوړې د حریر او شبنم
شونډو ته رنګ دمرجان
د سترګو تور مې وي د یو زرو شپو
لاس ته باهو د هالي
شور د ګو نګرو دجنتي سندرو
مخ ته رڼا د نور دغره ځیني
د غاړی هار مې د بوډۍ د ټاله
د غوږ لښتۍ مې د پروین او د زهرې د څوکوو
که را ته وبخښې جنت ټول له غلمانو سره
تندې ته جام د کو ثريي پیا لو
بستر مې جوړ وي د فردوس له او وه رنګه ور یښم
تلتک د خوب او د نرمي د ښاره
با لښت د ناز او لطا فته ځیني
پا لنګ مې وي د سرو یا قو تو څرمن
د خونې چت مې د سکندر د آینو تصو یر
پردې د وړانګو او څپو کلمې
که راته و بخښې محل د تاج محلو نه جوړ
د فوارو د تن یې سپینې چینې د الما سي ځلونو
ګلان د میني طراوت سمبول
د ونو پا ڼې زمردي خوبونه
لارې پل لارې یې د سرو او سپینو
چمن ، چمن واښه یې ښکلي د جانان د خیاله
هسک ، هسک برجونه یې د جنت منارې
آسمان ټټر یې لا جوردیي کانونه
زه په دې ټولو باندي څه وکړمه ؟
زه به دې ټولو ته تفسیر څنګه شم
د دغه ټولو د بلوغ حسن به څوک وستایي
زما دهستیي زما د ښا یست بها به څوک وټاکي
زما خاوند زما میړ ه زما تفسیر د حسن
بیګاه د بل چا و پالنګ ته تللی
و ماته نه را ګوري
ځکه هغه دویم واده کړی دی.
( پروین ملال)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.