نجيبه سارا بياباني

ليکواله: فرزانه زيار

313

زما د‌ ولس وياړلې ميرمنه،تکړه شاعره او ليکواله،د جادوګر غږ څښتنه، نجیبه سارا بياباني درپيژنم چې ولس ته يي ستر خدمتونه کړي او لا يي چا يادونه نه ده کړې.
په ښوونځي کې وياړلې استادې وحیدې د‌خپلې امه د‌ ژوند پر اړه راته کيسه وکړه بیا يي ويل چی ‌يوه مياشت مخکې وطن ته هم راغلې وه.
زۀ حیرانه شوم چې زموږ خوار ولس او دومره لايقه او پرمختللې ميرمنه،دا خوښي مې بې کچې وه ځکه د خپل ولس په پرمختګ اه زړه خوشحاليږم‌.

د ښاغلې سارا بياباني لڼډ ژوند ليک :
آغلې نجيبه سارا بياباني د ۱۹۶۳ زېږيز کال د اپرېل دمياشتي په ۲ په کندهار په ښارکې زېږېدلې ده،خو پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې دکابل ولايت د پغمان ولسوالۍ د سينو بابا کلۍ دی .
نوموړې د کنډک مشر حضرت ميرخان لور او د عبدالکريم خان لمسۍ، د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، په خټه ابراهيم خېله ده .
زده کړې :
دغې غښتلی اوپېژندل سوی شاعرې خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر هغه وروسته يې خپلې ابتدائيه زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او بياد کابل د رابعه بلخي په ليسه کې سر ته رسولي .
کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالويې د ژوند خوږ ملگری ترې نه واخيست او دا دخپلو بچو سره يوازي پاتې شوه .
اغلې سارابياباني سره لدې چي کورنۍ مسوليتونه اودماشومانه روزنه ئي ور پغاړه وه درسمي دندودسرته رسولوترڅنگ ئې دعالي تحصيلاتوسره دعلاقې له مخې لوړې زده کړې هم پيل کړې اوتر يوه کاله پوري دکابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی کې په زده کړو بوخته وه. خوله بدمرغه په افغانستان کې دګډوډيو او کورنيو جګړو له امله لوړې زده کړې ترېنه نيمګړې پاتې شوې.
دندې :
آغلې نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې ګڼ شمېردندې ترسره کړي.دکاري ژوند پيل يې د زده کړې له کلونو نه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال نه تر ۱۳۷۰ ل کال پورې دراډيو افغانستان کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. دافغانستان په راډيو کې يې لومړنۍ دنده دماشومانودخپرونې د وياندۍ نه پېل شوې، همدا رازدډرام او ډيالوګ په برخه کې يې تمثيل کي برخه اخيستي ده. تر څه مودې کار ورورسته بيا د هنر او ادبياتو په څانګه کې د حرف خوش صدای خوش وآهنګ خوش دپښتوپه برخه کي دوياندي په توگه کارکړی,همدا ډول دجمعه اوزموږ ډالۍ دخپرونوکوربنه اودشومه دم انګازې دخپرونې جوړو نکې اوديکليمه توره پاته سوې،هغه دپښتنو او بلوڅو دخپرونې جوړونکې او ويانده،اوهمدا ډول دروزنې څانګې پورې اړونده دکلي کور اوکرهڼې دخپرونې ويانده پاتې شوې.
دا چې مېرمن سارابياباني په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه وه نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره د کونډې زوی په سريال کې د افغان ټلويزون پر پرده دمور په رول کي راښکاره شوه . نوموړې په دغه سريال کې د شادګل د مور رول په برياليتوب اوځانگړي مهارت سره لوبولی . له ۱۳۶۶ ل کال نه تر۱۳۶۷ ل کال پوري یې دقبايلوپه وزارت کې دجرګې مجلې دخبريالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
تر۱۳۷۰ کال پوري په راديو افغانستان کي دهنراوادبياتوپه څانگه کي دپرو گرام دجوړونکي او وياندي په توگه کار کړی دی .
کله چې د افغانستان کورنۍ جګړې تودې شوې ، هغه دېته اړه سول تر څود خپلې کورنۍ سره يوځاي پېښورته کډه وکړي.دالومړۍ ځل دی چي سارابيا باني دخپلو ماشومانوسره بې وطنه کېږي اوديوې کډوالي په توگه دې افغاني غيرتي ميرمنې هلته هم دژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړې او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي .
د کډوالۍ په کلونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې او ليکوالی په توگه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د گل پاڼې ځانگړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې،همدا راز يو نيم کال يې دپامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توگه دنده ترسره کړې.د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، اود پېښور په ټلويزون کې يې دپردې تر شا په پښتو او دري ژبودخبرتياودلوستلو دنده هم سر ته رسولې.په پېښورکې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې پيل کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولو لوکې مرسته کړې او بيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه گلي رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې. د يادونې وړده چې آغلې سارا بياباني اودکورنۍ غړي يې دهېڅ سیاسي بهیر، گوند اوډلې مخینه نه لري او نه هم د ښځو په نوم لوېدیځواله شعارونو او افراطي بنسټونوکې اړیکې اوونډه نلري ځکه یې ژوند په ټولنیزه توگه باخبره افغانې خبريالې ، لیکوالې او شاعرې په توگه غوره کړی .
همدا ډول ئي دمهاجرت په ژوندکښي په يوشمير هغو علمي کنفرانسونو اوغونډوکي برخه اخيستې کوم چي په اروپاکي دافغاني کلتوري ټولنوپه نوښت جوړې شوې دي .
د ۲۰۰۸ م کال دسپتمبر له ۱۷ نه تر ۲۱ مې پوري دمالمو په ښارکي دسويډن ددولتي اوفرهنگی اداروپه نوښت دايوروپين سوشل فورم ((European Social Forum)) په نوم يونړيوال علمي اوآدبي سمپوزيوم جوړسو،چي دې فورم ته دعلم اوفرهنگ په مختلفو څانگوکښي دنړۍدمختلفو هيوادونه پوهانو ،اديبانو،شاعرانو،تابلوجوړونکو ،رسامانو اونوروته بلنه ورکړه شوې وه . له نېکه مرغه پدې ايوروپين سوشل فوروم يا ټولنيز علمي اوفرهنگی سمپوز يم کي دگډون لپاره په بهرکې ميشتوافغانانودهيواديوه وتلې فرهنگی څېرې اوپياوړي شاعري اغلي نجبې سارابياباني، دبې بي سي راډيودتکړه وياندي، ځواني ژورنالستي اغلي نجيبې ليمې،دافغانستان مشهورتاريخ پوه کانديد اکادميسين محمد اعظم سيستاني،دپښتو شعرسرتيرپياوړي شاعراوفرهنگی شخصيت عبدالوهاب سرتيرصاحب ته رسمی بلنه ورکړه شوې وه .
همدا ډول په ۲۰۱۱ کال دسپتمبر په ۱۰ مه دسويډن دمالمو پښارکي دغوث خيبري په وياړکنفرانس کي دگډون لپاره اغلې سارا بياباني هم رابلل سوې او درنه مېلمنه وه .
په ۲۰۱۳ زکال ددسمبر په ۷ دافغان علمي اوفرهنگی شخصيتونود هڅو دستا ينې په کنفرانس کې چې دسويډن دمالمو پښارکي جوړ سو اغلې نجيبه سارابياباني يوه له هغودرنو مېلمنو نه وه دکومې هڅې چې پدې کنفرانس کي هم وستايل سوې .
چاپ شوي اثار :
نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولگې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولگه یې د کابل د کورنيو جگړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.
۱/ د ماښامونو ډيوه [۱] – د شعرونو ټولگه، چاپکال (1994)
۲/ د پنجرې مرغۍ – د شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)
۳/ تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ – د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
۴/ زما د عشق جونگړه ورانه شوله – د هېوادپاله شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)
د نوموړې گڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنگ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعگانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنگ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي او د گوتو په شمار يې يو څو نارويژي شعرونه هم خپاره شوي .
د نوموړې ګڼ شمېر ناچاپه آثار چې لا تر اوسه نه دي چاپ شوي لکه :
– دنظرياتويوه جېبي ټولگه
– دغزلياتو ټولگه
– دنثرټولگه
– دلنډو کسو ټولگه
– دسفردخاطراتوپه اړوند يوکتاب ((سفرنامه ))
– دژوندلارترنامه لا ندي ټولنيز کتاب
اغلي سارا بياباني د پښتو ژبې ترڅنګ په دري اوکله ، کله په ناروژي ژبه هم شعرونه ليکلي چي په ناروېژي ژبه شعرونه ئي دناروي دډله ايزو رسنيو له لاري خپاره سوی دي.

اغلې سارابياباني په پښتو، دري ،اردو، ناروژي اوانګرېزي ژبه و پوهېږي . هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دری) ګڼ شمېر کتابونه کښلي .
سارابياباني څلورځله دتقديرنامواوډالی په ورکولونازول سوې ده .
لمړی ځل دشعرونوپه سيالۍ کې دلومړي مقام دترلاسه کېدوپه خاطر تقدير نامه .
دوهم ځل دخوشحال خان په ليسه کې په يوډرام کي دښه ځلېدوله امله دمرحوم داؤدخان لخواتقديرشوې چي ډالۍ ېې دمرحوم داؤدخان دمېرمنې لخواترلاسه کړېده .
ددريم ځل لپاره دکوزي پښتونخوادپښتنو دپياوړي مشر اوپه سيمه کي دوتلي سياست پوه اوسياسي څېرې ښاغلي محمود خان اڅکزی لخواهغه وخت چې دپښتنو اوبلوڅودپروگرام دوياندي دنده پر غاړه وه تقدير شوې ده .
څلرم ځل په سويډن کي ددوستئ فرهنگی ټولنې لخواستايل سوېده .
آغلې نجيبه سارا بياباني هغه مورده چې دخپلوڅلوروماشومانواودژوند دناخو الو اوکړاونوترڅنگ یې دشعر او ادب په ډگرکي پښتوژبې ته نه هېرېدونکي خدمت کړی .اوس دڅلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي .
پدې انځوروکي دوه انځورونه دمالمو ښارته ستاسو دهغه سفردخاطرې درپيادوی کوم چې تاسو اودرانه شاعر سرتېر صاحب دمالمودښار دولايت دمقام لخوا په سويډن کي نړيوال کلتوری سپوزيم کي بلنه درکول سوی وه او په ۲۰۰۸ ز کال دسپتمبر په ۱۹ مه مو مالموته تشريف راوړئ وو .
دايوشمېر انځورونه دسويډن دمالموپښارکي په بيلا بېلو غونډو اوکنفرانسونو کي ستاسودفعال گډون دنه هېرېدونکو خاطر په توگه زما لخوا تاسو ته ډالی دي.
ددې وتلي شاعري د شعرونو څو بېلګې :
سر نشته
کاروان لوټېږي ځکه سر نشته
وطن مې وران شو چې رهبر نشته
د ويښ بابا ټبر ويده پراته دي
د ملالۍ غږ لر او بر نشته
دا د کفترو د طوطيانو باغ کې
مردارخور ګرځي سپين وزر نشته
لوړو ژورږ کې به باز ګرځېده
نن هغو تړو کې شاهپر نشته
په ښکلي کور کلي بانډه کې زما
د مشرغږ نشته حذر نشته
د مشورو او د جرګو وطن کې
د دود دستور هغه افسر نشته
دا د شاهين په کور کې څوک ګډ شوي
چې بچي ژاړي د کور ور نشته
دا د ميرويس او احمد شاه وطن کې
د خوشال توره لکه لمر نشته
سارا وطن خو لوټمارانو لوټ کړ
ځکه چې ستا کلي کې سر نشته
۶ـ ۹ـ۲۰۰۰ ناروې
……………………..
دا عجيبه ننداره ده
دا عجيبه ننداره ده
نوم ېې مينه افسانه ده
هر تېرشوی ورته ياد دی
لکه سيند څپه څپه ده
لا په يو مخه روان دی
پکې ګرځه فلسفه ده
سرګردان به پکې ګرځې
لږ خندا پکې پلمه ده
په ژړا نه پوره کېږي
خو سوزونو کې نغمه ده
جوړوؤنکي سوزوؤنکي
هم په دا هم په دغه ده
د خندا ژړا يو سٌر دی
هم ېې وسوزي ايره ده
کله ېې مست اولاپروا کړي
کله ېې ړوند کړي پروانه ده
څه عجيبه زمانه ده
تل تقدير باندې الزام کړي
د سارا دغه بانه ده
29/12/1995
………………………………
د پردېسۍ غم
په پردېسۍ کې خپل اختيار غواړم
زه خپل وطن غواړم خپل ښار غواړم
دلته ګلونه تل بهار وينمه
زه د نارنج ګل ننګرهار غواړم
دلته بې بويه د نرګس ګلونه
زه د رامبېلو ښکلی هار غواړم
دلته رنګونه شته خوندونه نشته
زه د وطن خوند د بهار غواړم
دلته د يو ګړۍ په مينه ډوب دي
زه ستا په عشق کې تل قرار غواړم
دلته د ميو په مستۍ لوبېږي
زه د ځوانۍ د نشې باغ غواړم
دلته خو مينه ضرورت جوړوي
زه د طبعيي مينې خپل يار غواړم
دا دسارا د فيصلې ځای ندی
دلته يوروپ دی زه خپل ښار غواړم
10/09/ 1999

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.