شپه لا غځيږى پسې

محمد اکبر کرګر

74

تته رڼا دشپې په زړه کې نرۍ لاره کوي ،
په لويه پرخه دباران څاکي ښوييږې،
تميدنگ يې نشته ،
خو :
زما حواس ،زما نظر اود زړگې دربى مې
ټول په يو موټي کې را ټول شي او
درزهارى کوي ،
شپه ښه تورتم ده خو دتالندې يو پړک يې اندامونه سيزي ،
زه له خپل ځايه دحواسو په وزرو سور شم
چېرته دليرې غرو له پاسه په هوا وگرځم
غواړم چې ستورې په لاسو کې ټينگ کړم
اودبوډئ په ټال کې وځانگمه
دکروندو اودځنگلونو غيږ ته ځان وسپارم
اوهلته ورغاړې ووځم .
هلته دشنو غنمو فصل ښوري ،
دپسرلي بکياڼې گل کړي وي ،
هلته دپيغلو اونيمزالو رنگارنگه ټيکري
له ډېره ليرې په مزه ښکاري .
خو :
بيامې پام واوړي دکوټې لرگيني دړې په لور
وره ته مې پام شي
اوبيا هيڅ نه وينم .
دومره پوهيږم چې په توره اوتورتم کوټه کې
چيرته يوازې او تنها پروت يم
نه خو دخيد غنمو فصل شته دى ،
نه دځنگله دونو شور اوله يوې بلې مچکاني بريښي ،
نه دکوترو غومبر غوږ ته راځي ،او
نه يې زاغان ښکاري ، اونه
اوازونه دچنچڼو اورم
نه دپارچاو کومه ناپايه سندريزه اورم
بيرته يوازې او يوازې ځان ته فکر کوم .
لکه بې لارې مساپر چې دکاليو
کوچنۍ غوټه يې پرى ايښي
د ويالي پرسر وي دى ترې رهي وې
خو کاليو ته يې فکر نه وي
هغه يې له ياده وتي ،
يو دم ناڅاپه پښه نيولي غوندى
په ناخبره شان خپل څټ ته گوري
اويا په جومات کې پښى ابلي دمحراب په لور ى
يوڅه ذکرونه اواوراد وايي ،
خو نه !
زه هم همداسې دبالښت له پاسه
سر سموم خوب غواړم
خو خوب مې له سترگو کوچ کړى وي
دټولي ورځې ددرندو سوچونو جاج اخلم
خو شپه لا غځيږي
دسهار درڼا پته نه وي .

اپريل ۱۷
کال ۲۰۱۸

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.