لۀ ځينو کسانو سره ليدل په فکرونو کې انقلاب راولي، د يوه نوي ژوند زيری درکوي، د نااميدۍ لۀ کندې مو راباسي، د روښانه او ښۀ ژوند زيری درکوي .
د ناهيلۍ حالاتو کې لۀ ځينو کسانو سره ليدل مړ روح په وجود کې بیرته ژوندی کوي او يو ساکن وجود پر حرکت راولي.
ځينې کسان د الله لۀ خوا لکه راليږل شوې فرښته وي، د هغوی کرکټر او شخصیت پر انسان اغيزه کوي او مړې هيلې يي په وجود کې راژوندۍ کوي.
د ځينو انسانانو هره خبر دکاڼې کرښه وي،چې پرې فکر وکړې، نوې لارې او نوی ژوند در زده کوي.
هغه سړی چې خبرې یې د عقل له اسمانه راځي او سکوت یې د بصیرت ژبه ده.
د دۀ حضور لکه د علم نسیم دی، چې هر چاته تازهګي بښي، او هره وینا یې د پوهې څراغ بلوي.
هغه د کتابونو د جهان مسافر دی، خو منزل یې د خلکو زړونه دي. د ده قلم د حقیقت آینه ده، او تقوی یې د علم تاج.
نه یې شهرت خوښ دی، نه شهرت هغه ته اړتیا لري، ځکه حقیقت خپله ننداره کوي. د ده علم نه یوازې ذهن روښانه کوي، بلکې روح ته هم د سکون لاره ښيي.
هغه عالم دی، خو غرور نه لري؛ استاد دی، خو ځان شاګرد ګڼي. د ده علم لکه چینه، هر څومره چې ورنه وڅښې، لا نور بهیږي… .
ما هم تيره ورځ لۀ همداسې يوه ستر شخصیت، د مهربانۍ غر او دعلم سمندر سره وليدل، هغوی ماته د خپل ديدن وياړ را په برخه کړ .
شاوخوا شنې ونې وې، تر څنګه په قفس کې درنګا رنګ مرغيو چوڼهاری وه.
او دې سره د ستر او عالم شخصيت له علمه او تجربو ډکې خبرې وې .
ټولې خبرې یی هيله بښوونکې وې
د اوسني نظام او حالاتو پر اړه يي راته اوږدې خبرې وکړې
بیا يي ويل چې تاسو زړونه مه غورځوئ دا حالات به تل نۀ وي،تيارو پسې خامخا رڼا راځي .
د بزګر صیب خندانه څيره،او رڼې سترګې له ورايه هيله بښوونکې وې
د ناروې له سړو غرونو راغلی ستر انسان دومره کمينه وه چې زما د يوې بيوزلې نجلۍ لپاره له لرې لارې ستړی راغی،او بیا تر آسمان لاندې د ونو سيوري ته کیناسته، ماته به يي هره خبرکې دپرمختګ کیسې کولې،او تل یی راته هيلې راکولې
هغه خبرې چې هيڅکله بهمې هیرې نۀ شي
زۀ په رښتیا بختوره يم چې د داسې ستر انسان دليدو وياړ را په برخه شو
ورپسې بزګر صیب د خپلې علمي کورنۍ پر اړه راته ويل:
هغۀ ويل د الله رحم دی څلور اولادونه لرم دوه هلکان او دوه نجونې
مشر زوی مې د طب ډاکټر ده
بلې لور مې روانپوهنه لوستې
بل زوی مې حقوق لوستي، بیا یې ويل په اروپا کې د حقوقو پوهنځی ډېر سخت او لوړ ارزښت لري .
ورپسې زوی مې کوچنی او په لسم ټولګي کې ده دې سره په فکر لاړه، لکه چې خپله کورنۍ وریاده شوه.
بیا يي ويل: ميرمنه مې هم لوستې ده او هلته ناروې کې دنده لري.
د دوی د خبرو په اوريدو مې ويل: کااش موږ هم داسې عالمه کورنۍ درلودلای.
د هغوی لههيلو ډکې مرکې دومره خوږې وې چې هيڅ مې زړه نه کيده ترې راشم
خو چې ساعت ته مې کتل، د مکتب ناوخته کيده او لۀ ښاره تر پغمانه خو راتلل هم اسانه نۀ وه
دا مې د ژوند يوه نۀ هیریدونکې ورځ وه .
وروسته لۀ هغې ورځې لکه په مړۀ وجود کې مې چې ساه غوړيدلې وي، لکه هيلې مې چې بیا راژوندۍ شوې وي،يو ځل بیا مې ژوند ته تمې پيدا شوې او زۀ به بیا کوښښ کوم چې پر مخ ولاړه شم.
خپلې ماتې هیلې او خوبونه پوره کړم.
زه به بیا راپاڅيږم او د پرمختګ پر لار به سفر کوم.
بزګر صیب هغه مهربانه شخصيت چې د ژوند پۀ ډېرو سختو ورځو کې يي راسره مرسته کړې، زۀ يي تل منندويه يم.
پۀ آخر کې قدرمن استاد پۀ ځينو ډاليو ونازولم چې تل او تل به يي د يوۀ خوږ يادګار پۀ توګه وساتم .
منننه استاد، تاسو د مهربانۍ غر او د علم سمندر ياستئ!
1404/6/2
د دعوت رسنیز مرکز انګلیسي ویبپاڼه په لاندې لینک کتلای شئ:
dawatmedia24.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.