سرچینې وايي چې د ننګرهار په مومندره او غني خېلو او د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو بمبار کړی.
د سرچینو په خبره، خوست کې د بمبار له امله دوه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي، ننګرهار کې هم ځايي طالب چارواکي د دوو ماشومانو د ټپي کېدو او څو نورو د ورکېدو خبره کوي.
په خوست کې سرچینې وايي، بې پیلوټه الوتکو د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې ګزمې کولې چې د حافظ ګلبهادر ډلې وسلوالو پرې ډزې وکړې.
سرچینې وايي له ډزو وروسته الوتکو سورکاخ کلی یو کور بمبار کړ چې له امله یې دوه ماشومان ووژل او شپږ کسان ټپیان شول.
سورکاخ کلی، افغان دوبۍ او ور څېرمه سیمو کې له وزیرستان کډه شوي خلک اوسېږي او پاکستان وايي چې په دې خلکو کې د ټي ټي پي غړي هم دي.
د پاکستان ډرون د غني خېلو په ۲۸ او د مومندرې په ۲۹ ویاله کې هم دوه بریدونه کړي.
یو طالب چارواکی وټسپ پیغام کې وايي چې ۲۸ ویاله کې د شاهسوار په نوم د یو کس پر کور برید شوی او د کلي ملک وايي چې دې برید کې دوه ماشومان ټپیان دي او څه ماشومان ورک دی.
پاکستان د تېر کال په مارچ کې هم د خوست پر سپېره ولسوالۍ سربېره د پکتیکا په برمل او کونړ کې هم بمبار کړی و، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
هغه مهال پاکستان ویل چې وسلوال یې په نښه کړي، خو د طالبانو پر حکومت سربېره یوناما هم وویل چې ولسي وګړي وژل شوي دي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.