خوستښار (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): خوست کې د ګنيو يو شمېر کروندګر وايي، که حکومت په کور دننه د بورې د توليد فابريکه جوړه کړي، دوی ورته د اړتيا وړ خام مواد برابرولای شي.
یاد کروندګر زياتوي چې هر کال سلګونه ټنه ګني توليدوي، خو د بازار د نشتوالي او ټيټي بيې له امله يې ګټه ډېره کمه وي.
خوست کې د ګنيو يوه ګروندګر مامورخان پژواک اژانس ته وويل، که حکومت د بورې د تولید لپاره په کور دننه فابریکه جوړه کړي، دوی چمتو دي چې دې فابریکې ته د اړتیا وړ خام مواد برابر کړي.
هغه زياتوي: «دلته که کارخانه جوړه شي، موږ په خپله بوره جوړولای شو او دا ګني بورې ته اماده دي. موږ به له دې خلاص یو چې له پاکستان يا له بل کوم هېواده بوره راوړو او موږ به په کور دننه بوره ولرو او شايد موږ يې نورو هېوادونو ته هم ورکړو.»
د ګنيو يوه بل کروندګر فضل الرحمن هم پژواک اژانس ته وويل چې خوست د ګنيو کرلو لپاره مناسب اقلیم او د اوبو کافي سرچینې لري، خو د پروسس د نشتوالي له امله يې ډېری حاصلات ضایع کېږي.
نوموړي زیاته کړه، په کور دننه د بورې فابریکه به نه یوازې د کروندګرو عاید ډېر کړي، بلکې د خوست د اقتصاد لپاره به یو ستر بدلون راولي.
هغه زياته کړه: «د خوست ځمکه د ګنيو کرلو لپاره بېخي مناسبه ده، که د بورې فابريکه جوړه شي، نو د خوست په ګډون به نورو ولايتونو ته هم بوره توليد کړي چې بيا به پاکستان، اوزبېکستان او يا تاجکستان ته نه یو اړ چې بوره ترې وارد کړو.»
د دغه ولايت يوه بل کروندګر رووف بيا پژواک ته وويل، که د کرنې رياست او نورې اړوند ادارې ورسره پر وخت د اصلاح شوو تخمونو، د ناروغيو په تشخيص او درملنه کې همکاري وکړي، نو د ګنيو له کښت سره به د خلکو لېوالتيا نوره هم ډېره شي.
هغه زیاته کړه: «د زراعت رياست له موږ سره د ګنيو برخه کې هيڅ همکاري نه ده کړې، نه يې سرې راکړې دي، نه يې دوايي راکړې ده، نو له دوی څخه زموږ هيله دا ده چې زموږ د فصلونو د مرضونو لپاره د حل لار پيدا کړي.»
بل لور ته، د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي شېرمحمد ذبيح هم پژواک اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ګنيو د توليد کچه د پام وړ ډېره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې روان کال په دغه ولايت کې پر ۴۰ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي چې د دوی د اټکل له مخې، ښايي ۳۵۰ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شي.
هغه زياته کړه، د دوی هڅه دا ده چې په ياده برخه کې کروندګرو ته لازمې اسانتياوې رامنځته شي.
هغه وايي: «دا چې موږ په خوست کې اوس تقريباً ۳۵۰ ټنه حاصلات د ګني ورکړي، نو د دې لپاره د ګوړې فابريکه جوړېدلای شي، که لږ پسې ور زيات شي، د بورې فابريکه هم ورته جوړېدلای شي او الحمدالله چې دې ته اوس د افغانانو ډېره توجه ده؛ ځکه چې اکثره وخت له ګاونډيو هېوادونو بوره يا ګوړه راځي، هغه همه کله لارې بندې وي، کله خلاصې، نو اوس افغانان دې ته متوجه شوي چې د کښت طريقه بدله کړي.»
کروندګر هیله لري چې اړوند حکومتي چارواکي دې په هېواد کې د کرنې د پراختیا لپاره اړین ګامونه پورته کړي، څو د ګنيو حاصلات د بورې د توليد برخه کې هم وکارول شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.