کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د تېرې لړم میاشتې له ۲۳مې بیا تر ۲۹مې د هېواد د رېلپټلیو له لارې څه باندې ۱۴۷ زره ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د لېندۍ ۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په یوه اونۍ کې (د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې) څه باندې ۱۴۷ زره ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي د هېواد د رېلپټلیو له لارې صادر او وارد شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له دې ډلې ۱۰۴ زره او ۳۱۳ ټنه نفتي او غیرنفتي او نور توکي د حیرتان بندر، ۸ زره او ۳۹۶ ټنه د اقینې بندر، ۱۵ زره او ۳۲۸ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۹ زره او ۱۵۷ ټنه د خواف – هرات بندر له لارې هېواد ته ته وارد شوي دي.
وزارت دغه راز زیاته کړې چې په دې موده کې د انارو د جوسو په ګډون ۳۲۷ ټنه سوداګریز توکي له هېواده صادر شوي دي.
سرچینې ټینګار کړی چې د هېواد د رېلپټلیو له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې په لوړولو سره کاري فرصتونو زیاتیږي، ملي عواید لوړیږي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې ته لاره هواریږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.