له ۲۰۲۱م کال راهیسې مې د “دعوت” وېبپاڼې او مجلې په پاڼو کې د فکرونو او اندونو پر سمندر سفر کړی دی. هره ورځ مې د کلمو له لارې د یوې نوې تجربې څپې ته ځان سپارلی. دا هغه کور دی چې بنسټ محمد یې طارق بزګر ایښی. نوموړی یوازې یو بنسټګر نه دی؛ بلکې د درناوي، تواضع او انسانیت ژوندۍ هېنداره ده.
له بزګر صېب سره مې پېژاند په کاري ساحه کې وه. ځینې وخت مو د ویبپاڼې په اړه یوازې د فکرونو تبادله او ځینې وخت مې هم د ښه کار کولو په اړه له هغوی مشوره اخیسته. کلونه مې له بزګر صېب پېژاند لرل، د هغه په اړه مې ګڼې لیکنې لوستې وې؛ خو تل مې دا غوښته چې د کاغذ له کرښو هاخوا، له نږدې یې ووینم او د حضور له فضا یې الهام واخلم.
د ناروې له یخو غرونو کابل ته راغلی مېلمه، تېره ورځ یې په لېدو خوشحاله شومه. مجلس مو یوازې د خبرو تبادله نه وه، بلکې د فکرونو د یوې نوې نړۍ دروازه وه. د هغه د شخصیت وقار، د پوهې رڼا او د ذهن د خلاقیت طرز پر ما داسې اغېز وکړ چې د ژوند او زده کړې په اړه مې لید پراخ کړ. هره کلمه یې د زده کړې او بصیرت نوی څراغ و چې د فکر تیاره برخو ته یې رڼا رسولې.
له ښاغلي بزګر سره دا لیدنه نه یوازې یو ملاقات و، بلکې د فکر او پوهې د یوې نه هیریدونکې تجربې یوه ژوره خزانه وه، چې زما یاد کې به تلپاتې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.