که زما کور ته کله راغلې
ما لپاره یو تور پنسل راوړه
غواړم د خپل مخ پر سپېنو کرښو
توره کرښه تېره کړم،
هسې نه د ښکلا په ګناه
د قفس تر ځنځیرونو لاندې راګیره شم
یو لوی ضربدر هم د زړه پر منځ راکاږم
چې د هوس له غږه ځان وژغورم؛
له هغو غږونو چې ښځه هره ورځ محاکمه کوي
یو پنسل پاک هم راوړه
د شونډو د رنګ د محو کولو لپاره
نه غواړم د سرې تمې په نوم
د چا په تور قضاوت کې رنګینه شم
بیلچه راکړه،
غواړم خپل ټول ښځینه غرایز
د وجود له ژورو ریښو راوباسم،
د ځان خاوره شخم کړم،
ښايي پرته له دوی جنت ته تلل اسانه شي!
یوه تېره چاړه راوړه
غواړم د خپل سر وېښته له ريښې پرې کړم
پر سر مې هوا ولګي
او بې د حجاب له سیوري لږه شېبه
له خپل ځان سره فکر وکړم.
تار او ستن هم راوړه
دژبې د ګنډلو لپاره
هسې نه چیغه مې لوړه شي
او د عدالت په محکمه کې
د غږ په جرم محکومه شم
قیچي مه هېروه،
هره ورځ به پرې خپل فکرونه سانسور کړم؛
هغو فکرونو ته چې د آزادۍ بوی لري
او د ځنځیرونو زړېدو ته غاړه نه ږدي.
د مینځلو پوډر هم پکار دی
غواړم مغز مې پرې ومینځم
بیا یې د کور د چت پر رسۍ وځړوم
تر څو باد مې ټول ارمانونه
هغې خوا یوسي چې د چا د سترګو سیوری نه رسي.
که دې غږ چپوونکی وموند، را واخله
کله چې د مینې او انتخاب په نوم
ما ته د تورو نومونو میخونه ټکوي،
غواړم بغض مې په ستوني کې
بې غږه خاورې شي.
د هویت یوه کاپي هم راوړه
هغو ورځو ته چې د دین په جامه کې
خویندې او وروڼه سپکې سپورې راباندې کوي،
غواړم هغې پاڼې ته وګورم
او ځان ته ووایم:
ته لا هم هماغه انسان یې!
او که دې په کوم ځای کې
«حق» په پلور پیدا کړ،
را واخله
غواړم په خپلې ډوډۍ کې یې واچوم
ښه ده چې خپل حق خپله وخورم
مخکې له دې چې نړۍ مې د حق په لوټلو ونازوي!
او که دې په پای کې لږې پیسې پاتې شوې،
راته غاړکۍ واخله
په لویو، روښانو تورو پرې ولیکه:
زه انسان یم.
زه لا هم انسان یم.
او زه هره ورځ انسان یم.
غاده السمان
د سوریې مشهوره لیکواله، شاعره، ادیبه او د عربي نوې شاعرۍ له بنسټ اېښودونکو څخه وه.
زېږېدلې: ۱۹۴۲م — مړه شوې: ۲۰۰۷م
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.