ګجرات تایټنز راشد خان په ۱۸۰ میلیون روپیو ځان سره وساته
د هند د لوی سوداګریز لیګ (IPL) په راتلونکي ۲۰۲۶ کال سیالیو کې، ګجرات ټایټنز افغان ملي لوبغاړی راشد خان د کلیدي لوبغاړي په توګه په ۱۸ کروړه هندۍ روپیو (۱۸۰ میلیونه) له ځان سره وساته.
په ورته مهال درې نور افغان ملي لوبغاړي، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر هم د چینای سوپر کینګ، پنجاب کینګز او ممبۍ اینډینز له خوا اخیستل شوي دي.
څلور نور افغان لوبغاړي کریم جنت، مجيب الرحمن، رحمن الله ګربز او فضل الحق فاروقي خپلو لوبډلو نه دي ساتلي چې بولۍ ته به وړاندې کېږي.
افغان لوبغاړي د IPL په سیالیو کې د خپلو لوبډلو لپاره مهم رول لري او تر دې مخکې یې په نړیوالو سیالیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د هند د سوداګریز غوره لیګ (IPL) راتلونکی نولسم پړاو د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۱۵مې پیل او د می تر ۳۱مې دوام کوي. په دې موده کې به ټول ۱۰ لوبډلې د ليګ مرحله او پلې آف پړاوونه ترسره کړي او پایلوبه به د می په ۳۱مه وي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.