د لوی څښتنتعالی په سپیڅلی نامه
د خان بنسټ (راشد خان، د زړونو خان) پرانست غونډه
د روان کال د نوامبر میاشتې په اومه نیټه د تیری جمعی ماښام په هالند هیواد کې د خان بنسټ پرانستل شو.
له هغو مشرانو او ملګرو څخه نړۍ مننه کوم چې یاد محفل یې جوړ کړی و، په ځانګړې توګه له ښاغلی عثمان ظفر، ښاغلی خلیل ساپی، ښاغلی نورالله ساپی او ورسره له نورو بهرنیو ملګرو اوهمکارانو څخه یې.
راشد خان یوازی نوم نه دی، هغه د اوسني کرکټ ځلانده ،بی مثاله او بی جوړي ستوری دی، هغه د کرکټ خان دی. بالیود خانان درلودل، اوس موږ هم الحمدالله د کرکټ یوازینی خان لرو، هغه داسی یو لوبغاړی دی چې کله د بالینګ یا بیټنګ لپاره میدان ته ښکته کېـږی، دمقابل لوري په زړه کې ویره پیدا او بدن یې په لړزه وي.
د زړونو خان نوم سره چې څه تړلي وو، باید په دی ډول نه وه پرانستل شوي!
په دې چې هغه یو عام کس نه دی، د ستررب لورینه ده پر افغانانو(راشد خان).
ځینی ټکي دي چې زه یې په ګوته کوم؛ په دې هیله چې زموږ ملګري او مشران خفه نهشي:
په کوم صالون کې چې غونډه په کې نیول شوې وه، دغه صالون د داسی یوې پرتمینې غونډه لهپاره له تخنیکی اړخ مناسب ځای نه و، که بل ځای نه و، نو باید د صالون په ترتیب، ډیکور، د ستیج جوړولو او په ځانګړې توګه د خان صاحب، دروند ابراهیم ځدران، ګران ضیاالرحمن او ملګرو ځای باید په ښه توګه په نظر کې نیول شوی وای. چې هم د هغو لپاره ښه و او هم ګډونوال توانېدلي وای چې د هغوی له شتون څخه یې په غونډه کې خوند اخیستی وای. هغه هم دا چې د خان صاحب او ورسره ملګرو شا یې د غونډې ګډونوالو ته وه، ای کاش د ستیج پرسر باندې د هغوی لپاره ځای په نظر کې نیول شوی وای.
په دې هیله چې زموږ همکار ملګری خفه یا ناهیلی نهشي، د غونډې د چلولو برخه داسې وه چې په سمه توګه د غونډې چلونکو ترمینځ تفاهم نه و او یا دا چې اجنډا په سمه توګه نه وه ترتیب شوې، یا د نا وخته راتګ په وجې د دوی ترمنځ همغږي په سمه توګه نه وه شوې.
موږ ونه توانیدو چې د خان صاحب له عزمت، نوم نشان، وړتیا، شناخت او پېـژاند چې په ریښتنی توګه ټولو امکاناتو څخه ګټه پورته نشوای کړای، چې، زما د سترګو لیدلی حال ده په دغه غونډه کې باید ډیره برخه مرسته هم راټوله شوې وای، خو دا کار ونهشو، ان تر دې چې زما تمه دا وه چې ټولو ګډونوالو لپاره باید داسی یو کار ترسره شوی وای چې سمدلاسه یې د یاد بنسټ غړیتوب ترلاسه کړی وای، خو متاسفانه په دې برخه کې هم هیڅ ډول پرمختګ زما ترسترګو نهشو.
وار واری وایم راځئ چې د زړونو خان او دده د ټولو ملګرو په قدر پوی شو، خان د کرکټ په نړۍ کې د ټولو په زړونو کې ځای لري، له کابل تر هلمنده، له کندهاره تر ننګرهاره، له مزاره تر کندوزه، له دهلی نه تر لندنه، له سدنې تر کپیټونه پورې. موږ افغانان د پاک رب نیکبخته بنده ګان یو چې خان زموږ دی، دا می په دې یاده ونه کړه چې په تیره غونډه کې مسلکی رسنیز فعالیت ډیر کم یا بیخي نه و، هغه دا چې تراوسه د یادې غونډې کره رپوټ ما په هیچ ادرس کی پیدا نهشو کړای، نه کورنۍ یا افغان رسنیو مې او نه هم بهرنیو رسنیو کې. د بیلګې په توګه بی بی سی، دوچویلی او داسی نورو افغان او بهرنی رسنیو ته په سمه توګه بلنه نه وه ورکړل شوې.
ستونز دا وه چې په سمه توګه ګډونوالو ته بلنه نه وه ورکړل شوې او یا هم د بلونکو په نوملړ باندې دوی سلامشورې نه وې کړې، چې باید کومو کسانو او یا کومو هیوادوالو ته بلنه ورکړل شي، د خپلو هیوادوالو خو په هر حال، باید د غونډې معنویت ته په کتلو سره، د هالند کرکټ بورد، انګلند، او داسې نورو نیږدې هیوادونو کرکټ ستوري یا کرکټ بوردونه هم خبر کړای شوي وای.
پر دې خبره باندې مې زړه ډیر خوږیږی چې نه یوازې د خان بنسټ مشرتابه، بلکی ورسره بهرني ملګرو یی هم ډیر په مینه او اخلاص زیار گالی کار کړی و، ډیر ستر کارونه یی تر لاس لاندې دي.
خان بنسټ غواړي په افغانستان کې د اوږد مهاله پرمختګ لپاره د خلګو په ژوند کې ریښتنې بدلون رامنځته کړي، لکه:
د 500 کورونه جوړول، کار او کسب ته زمینه او امکانات برابرول، پاکې اوبه برابرول، د ښونځیو جوړول، د روغتونونو جوړول، د بیړنیو مرستو لپاره د امکاناتو برابرول، د ناورینونو پرمهال د بیوزلو لاسنیوی (لکه په کونړ او شمال کې له زلزلې اغیزمنو کورنیو سره مرسته)
موږ باید تر منندویه اوسو ډیر ستر کارونه یې تر لاس لاندی نیولی دي او په هر اړخیزه توګه یی ملاتړ وکړو، خو متاسفانه دا ټول ستر کارونه زموږ هیر شول، د خان صیب شخصی ژوند ته مو پام ډیر وګرزاوه خان صیب په خپله ښه پوهیږی چې څه ډول خپل ګډ ژوند سمبال کړی، دا د هر انسان حق دی او دا مو هیر کړل چې د 500 کورنو جوړه ول، د رغتونونو جوړل او فعال ساتل دا وړه خبره نه ده، د یادولو وړده، او له خواشینی نه ډګ خبر خو دا دی چې کله د خان بنسټ مشرتابه زیار ویستلی وه، پرزنتیشنونو او معلومات وړاندې کول، خو په محفل کې چا په سمه توګه پام ورته ونه کړ، د خپلو هیوادوالو د خبرو پرمهال خو په هر حال، ټول سره یو بل پیژنو چې خبره څه ده، خو بدبختانه د بهرنیو هالندیانو چې زما او ستا په هیواد کې غواړي کار وکړی شپه او ورځ یې زیار ویستلی، مګر زه اوته په صالون کې ناست، د دی پرځای چې هغوی ته پام وکړو، خپلو ملګرو سره په خبرو او بنډار اخته وو.
بیا هم نړۍ مننه د زړنو خان ښاغلی راشد خان، ښاغلی ابراهیم ځدران، ښاغلی نوینالحق، ښاغلی ضیاالرحمن، ښاغلی عثمان ظفر، ښاغلی خلیل ساپی، ښاغلی نورالله ساپی، ښاغلی خیبر وصال، ښاغلی نجیب الله جلالزوی، ښاغلی نعمت الله ثایر او د خان بنسټ مشرتابه او بهرنیو ملګرو، زه او زما کورنۍ او په ډنمارک کې میشته زموږ مشران او ملګری خان بنسټ سره په هر برخه کې همکارۍ او مرستې ته چمتو یو او کولای شو چې د خان بنسټ لپاره ستاسو له سپارښتنې سره سم غونډه هم جوړه کړو.
بیا هم له ښاغلی عثمان ظفر څخه مننه کوم، ښاغلی ظفر تاسو د پاک نیت او کلکي ارادې خاوند یاست،
ستاسو ورور محمد افضل شیرینزوی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.