راشد خان: د افغانستان د کرېکټ بورډ له پریکړې بشپړ ملاتړ کوم

43

راشد خان، د افغانستان د کرکټ نړیوال ستوری او د نړۍ د کرکټ له اغېزمنو څېرو څخه، د پاکستان د وروستي هوايي برید په غبرګون کې چې د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې یې درې ځوان محلي لوبغاړي ووژل، د افغانستان د کرکټ بورد پرېکړه یې په پوره ملاتړ تأیید کړې ده.

راشد خان په ټولنیزه شبکه ایکس پاڼه کې لیکلي دي:
«زه د خپلو بې‌ ګناه شهیدانو د وینې درناوی کوم او د خپل ملت تر څنګ ولاړ یم. د افغانستان د کرکټ بورد پرېکړه چې له پاکستان سره له راتلونکو سیالیو لغوه کړي، په بشپړ ډول تأییدوم. زموږ ملي عزت باید د هر تصمیم تر ټولو لوړ معیار وي.»

ده زیاته کړې چې په داسې حالاتو کې د ورزشي سیالیو دوام، د هغو قربانیانو د وینې سپکاوی دی چې هېڅ تړاو یې له نظامي شخړو سره نه‌ درلود او یوازې یې د هېواد د نوم روښانه کولو لپاره هڅې کولې.

راشد خان د ملکي تأسیساتو او لوبغاړو وژل «غیراخلاقي، وحشیانه او د انساني اصولو خلاف عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې په څرګنده توګه د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو سرغړونه ده.

هغه ویلي چې نړیواله ټولنه باید د دغو «ناانصافه او غیرقانوني» کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي او د دې د تکرار د مخنیوي لپاره جدي دریځ خپل کړي.

د افغانستان د کرکټ بورد د اعلامیې له مخې، د پکتیکا د پېښې په غبرګون کې یې د درې اړخیزو راتلونکو سیالیو څخه چې ټاکل شوې وه د پاکستان په ګډون ترسره شي، لغوه کړې ده. دا ګام د ډېرو افغان ورزشکارانو له لوري «ملي، اخلاقي او مسؤلانه دریځ» بلل شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.