افغانستان یو تاریخ لرونکی او پاکستان د یو مصنوعي او غیر طبیعي هیواد په توګه
افغانستان یوازې یو جغرافیایي نوم نه دی، بلکې دا د زرګونو کلونو تاریخ، کلتور، مقاومت او د خپلواکۍ یو نه هیریدونکی سمبول دی. د دې خاورې خلک د تاریخ په ټولو مرحلو کې د استعمار او لویو قدرتونو پر وړاندې لکه د غرونو په څېر کلک ولاړ پاتې شوي او دا حقیقت یې د تاریخ په اوږدو کې څو ځله ثابته کړې ده. همدا افغان ملت و چې د نړۍ ستر امپراتورۍ یې ماتې کړې او خپل عزت، خپلواکۍ او هویت یې خوندي ساتلی .
کله چې د اتلسمې دوهمې نیمایي او نولسمې پېړۍ په پیل کې تزاري روسیې د منځنۍ اسیا ډېری برخې لاندې کړې، نو انګریزان سخت اندېښمن شول چې د هند قاره چې د دوی تر ولکې لاندې وه، د خطر سره مخ نه شي. له همدې ستراتېژیکې ویرې څخه ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان په نوم یو غیر طبیعي او مصنوعي هېواد جوړ شو. د دې جوړښت یوه برخه د هندوستان څخه جلا او بله برخه یې له لوی افغانستان څخه په جبري توګه پاکستان پورې وتړل شوه. دا د استعماري سیاستونو یو روښانه مثال و چې له طبیعي ، تاریخي او کلتوري جوړښتونو پرته، د بهرنيو ګټو لپاره سرحدونه رسم کړي .
تاریخ ښيي هغه هېوادونه چې خپله طبیعي جغرافیه، تاریخي ریښې او ګډ کلتور ونه لري، هیڅکله نه شي کولای یو ریښتینی ملت جوړ کړي. د همدې لپاره یې داخلي وېش، بې ثباتي او ملي بې اتفاقي حتمي وي. بنګال چې د پاکستان یوه برخه وه، د همدې مصنوعي جوړښت په نتیجه کې په ۱۹۷۱ کال کې جلا شو. اوس هم پښتانه او بلوڅ ملتونه چې جبرا د پاکستان تر حاکمیت لاندې راغلي، د خپل حق او ازادۍ غوښتونکي دي. له همدې امله د پاکستان په پښتنو او بلوڅ مېشتو سیمو کې نا امني او بې ثباتي دوام لري.
پاکستان دا وضعیت پر افغانستان اړوي او تورونه لګوي چې ګواکې افغان لوری د دوی د مخالفینو ملاتړ کوي. په همدې پلمه یې په تېرو وختونو او تازه دې څو ورځو کې یې د افغانستان هوایي حریم نقض پر کابل ښار او پکتیکا ولایت پورې اړوند سیمو باندې بمبارۍ وکړې چې دا د نړیوالو قوانینو څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده .
دا چې په تیرو کې افغانستان په وار وار سره د زغم او حوصلې څخه کار اخستی ، دا ځل دیته اړ شو چې د خپلې خاورې ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه د دفاع په خاطر د ډیروند فرضي کرښې په امتداد یې د پاکستان نظامي تاسیساتو او پوستو باندې د غچ اخستلو پراخې تعرضي حملې وکړې چې بیسارې مرګ ژوبلې یې دښمن ته واړولې او د پاکستاني نظامیانو روحیه یې داسې وپاشله چې هیڅکله به هم لدې وروسته افغانانو ته په ټیټه سترګه ونه ګوري. د دې ترڅنګ د ډرون الوتکو په واسطه یې د پاکستان دننه د هغو ځینې استخباراتي ادارې هم په نښه کړې چې دا د پاکستان دپاره یو غاښ ماتونکی ځواب او حیرانونکې وه . نو ځکه پاکستاني لوری دیته اړ شو چې د اروبند وړاندیز او دوحه کې د دریمګړو هیوادونو په ملتیا خبرو ته غاړه کبږدي او په سوله ییزه توګه د شته ستونزو هاواري وکړي .
پاکستان دا باید هیڅکله هم هیر نکړي چې افغانان په تاریخ کې د ستر ویاړ او میړانې پاڼې لري. د احمد شاه دراني په مشرۍ د درانیو امپراتورۍ بنسټ ایښودل د دې ملت د سیاسي ځواک څرګنده نښه ده . وروسته افغانانو د افغان انګلیس درې ګونو جګړو په ترڅ کې بریاوې ترلاسه کړې او په ۱۹۱۹ کال کې یې خپله رسمي خپلواکي هم ترلاسه کړه.
وروسته بیا ۱۹۷۹ کې پر افغانسنان د پخواني شوروي اتحاد یرغل هم افغانانو د نړۍ یو ستر زبر ځواک پر زنګونو کښیناوه . تر هغې وروسته ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې د دنیا بل سوپر پاور امریکا متحده ایالات ، ناتو او ورسره د هغو متحدینو سره په جګړو کې هغو ته هم داسې ماتې ورکړې چې په سرټیټۍ سره یې خپلو ماتو په منلو سره لدې خاورې پښې سپکې کړې ، چې دا ټول د دې ملت نه ماتېدونکی عزم او تاریخي مقاومت ثابتوي.
اوسني راپورونه اوس ښيي چې د دواړو هېوادونو یانې افغانستان او پاکستان تر منځ موقتي اوربند شوی هڅې روانې دي چې دوحه مذاکران ترسره او د ستونزو د حل لپاره یوه نوې دروازه پرانیزي. که دغه بهیر په ریښتینولي، شفافیت او د متقابل درناوي پر بنسټ پر مخ ولاړ شي، نو د سیمې د سولې لپاره دا یو تاریخي فرصت دی. خو دا به یوازې هغه وخت ګټور وي چې پاکستان له خپل شوم نیت څخه لاس په سر او افغانانو ته د سیال په سترګو وګوري او د افغانستان په هکله خپلې غلطې پالیسۍ اصلاح او بیا داسې څه ونکړي چې د خپل ناکام سیاست قرباني شي .
پاکستان ته باید روښانه شي چې افغان هغه ملت دی کوم چې د نړۍ ستر امپراتورۍ یې ماتې کړې دي. له دې ملت سره د زور له لارې نه، بلکې د احترام، برابري او پېژندنې له لارې اړیکې جوړېدای شي. افغانان د جګړې مینه وال نه دي، خو که څوک یې پر خاوره تېری وکړي، نو تاریخ ته په کتو سره به د خپل وطن دفاع وکړې او کوي به یې. د افغان ملت پېژندل او درناوی کول د سیمې د ثبات او سولې لپاره یوازینۍ معقوله لار ده.
افغانان د سولې، خپلواکۍ او عزت غوښتونکي ملت دی. دوی تل د خبرو، تفاهم او سیاسي حل پلویان دي، خو هېڅکله به د خپل هویت او خپلواکۍ له غوښتنې لاس وانخلي. د تاریخ دا روښانه پاڼه باید ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان په ښه توګه ولولي او درک یې کړي. هغه څوک چې د افغان ملت عظمت، مېړانه او تاریخي مقاومت درک کړي، پوهېږي چې له افغانانو سره د زور ژبه هېڅکله نتیجه نه ده ورکوي.
افغانستان یو لرغونی، میړنی او نه ماتېدونکی هیواد او یو ملت دی. د تاریخ هره پاڼه یې د مقاومت او ویاړ نښه ده. پاکستان او نور ګاونډیان باید افغان ملت وپېژني، د هغه مشروع حقونو ته درناوی وکړي او د سولې او ګډ احترام پر لور ګام واخلي. ځکه افغانان هېڅکله د تسلیمۍ ملت نه دی او نه به وي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.