د دوزخ کنده که د یرغلګرو هدیره

غلام حضرت احساس

103

دونالد ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د “” دوزخ کنده “” وباله. ده دا خبره ځکه وکړه چې د ده په وینا یو افغان په امریکا کې په وسله واله پېښه کې ښکېل شوی دی. خو د یو ملت سپکول د یو یا څو اشخاصو له عمله نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د تاریخ سپکاوی هم دی. افغانستان د دوزخ کنده نه، بلکې د جنت په څېر ښکلی، له غرور او شرف څخه ډک وطن دی. دا هغه خاوره ده چې خلک یې د مېلمه پالنې، میړانې او وفادارۍ له کبله په نړۍ کې پېژندل شوي دي. خو کله چې د زور واکو سیاستوالو سترګې یوازې پرېوتي جنګي اډو، بمونو او خپلو ګټو ته وي، نو دا ښکلا نه ویني یوازې د خپلو ماتو د پټولو لپاره سپکاوی کاروي.

تاریخ شاهد دی چې هر هغه زبرځواک کوم چې د زور په مټ افغانستان ته ورننووتی، پایله یې شرمناکه ماتې او تاریخي رسوایي وه. له برتانوي امپراتورۍ نیولې، تر شوروي اتحاد او بیا د ناتو تر ستر ائتلاف پورې، ټولو دلته د ټانکونو کاروانونه راوستل، خو وروسته یې د تابوتونو کاروانونه بېرته خپلو هېوادونو ته یوړل.
د “” دوزخ کندې “” لقب که د چا حق وي، هغه شاید د یرغلګرو سیاسي حافظه وي چې له تېرې تجربې څخه یې زده کړې نده او د عبرت درس یې ندی اخستی .
افغانستان د خپلو خلکو په سترګو کې وطن دی، کور دی، قبله ده. د یرغلګرو په سترګو کې چې هر څه دوزخ ښکاري، دا د هغو د نیت، ظلم او حریصې تګلارې هنداره ده، نه د دې وطن د خاورې حقیقت.

ته چې وایې افغانان خطرناک دي، یو وار دې خپل تاریخ ته وګوره ، څوک وو چې د دې خاورې پر کلیو او ښارونو یې بمونه اورول؟ څوک وو چې د تروریزم او القاعده کاذبې ادعا په نوم یې د ودونو ، جنازو او ښوونځیو پر سر بمباري کوله؟ څوک وو چې عام ولسي خلک یې قتل عام کړل ؟
تاسو پدې وطن وسلوال یرغل وکړ ، دلته مو شل کاله جګړه وکړه، په زرګونو بې‌ګناه انسانان مو ووژل، کورونه مو وران کړل، کلیوال مو بې‌کوره کړل. بیا مو چې ماتې ومنله، په عجله او تیښتې ووتۍ او په شرمونو کې پټ شوۍ .

اوس چې په خپله خاوره کې ستاسې د هماغو جګړو زخمونه ښکاره کېږي د عسکرو رواني ناروغۍ ، د تاوتریخوالي پېښې، وسلو ته عادت شوې ټولنه ، نو ناڅاپه یې پړه پر ټولو افغانانو اچوۍ ؟ هغه کسان چې تاسې روزلي، وسلې مو ورکړي او جګړې ته مو هڅولي وو، کله چې ستاسو هماغه روزل شوي کسان ستاسو په خپله خاوره کې تاسې ته ستونزې جوړوي، هغه بیا ترهګر او وحشي وبولۍ او ټول ملت ورسره بدناموۍ .

دوزخ هغه ځای نه دی چې طبیعي غرونه، شنې درې او سپینې واورې ولري، د مور دعا او د شهید وینه پکې ګډه وي. دوزخ هغه ځای دی چې عدالت په کې قرباني کېږي، انسان د بل انسان په سترګو دښمن وي ، دوزخ هغه دی چې له هغه ځایه په نورو جنت نشانه وطنونو باندې جګړه جګړې ټپې ، د بمونو مور پرې غورځوي او بیګناه انسانان قتلوي . که دوزخ لټوۍ ، د ځان په شان د هغو سیاستوالو په زړونو او پالیسیو کې یې پیدا کولی شۍ چې د یوه ملت په وینو خپلې ټاکنیز کمپاینونه ګرموي، خو چې کله ماته وخوري، ټوله ملامتیا بیا په همدې ملت اچوي.

افغانستان د شنو غرونو، زېړو دښتو، سپینو واورو، خوږو سندرو، د مور د دعا او د شهید د وینې وطن دی. دا وطن د هیڅ ملت دښمن نه دی، خو د هر یرغلګر لپاره بې له شکه هدیره ده. ښاغلی ټرمپ او ستا په څېر نور سیاستوال که رښتیا د خپلې خاورې خلک له خطر څخه ژغورۍ ، نو لومړۍ دا پوښتنه له ځانه وکړۍ چې څوک جګړې پیلوي؟ څوک نور ملتونه اشغالوي؟ څوک د خپلو غلطو پالیسیو اور پر نورو اچوي او بیا پکې خپله سوځي؟

د یو ملت په هکله قضاوت د یوه شخص، یوې پېښې او یا د یوې ورځې د خبر د سرلیک له ادرسه نکېږي. افغان ملت په میلیونونو پاکو، باعزتو ، زحمت‌کښو او میلمه‌پالو انسانانو څخه جوړ دی. که تاسې یوازې په هغسې یو چا ګوته نیسې چې جرم یې کړی، نو لومړې خپلو زندانونه ته کښته شۍ وګورۍ چې ستاسو له خپل ملته څخه څومره کسان په جرمونو کې ښکېل دي او هلته پراته دي ؟ آیا تاسې نو اوس خپل وطن او خپل ملت دورخي بولې؟

افغانستان ستړی او زخمي دی، خو سر نه ټیټوي. د دې خاورې هره ټوټه د شهید ساه لري. هر هغه څوک چې راغلی او د زور له لارې یې د دې وطن عزت په ځمکه وهلی، تاریخ یې نوم د شرم په پاڼه کې لیکلی دی. نو که څوک افغانستان د دوزخ کنده بولي، په حقیقت کې خپل مات شوی غرور، خپل د جګړې جرمونه او خپله سیاسي ناکامي پټوي. دا خاوره د خپلو خلکو په سترګو کې د جنت یوه ژوبله ټوټه ده او د یرغلګرو لپاره یوه تلپاتې هدیره.

افغانستان یو تاریخ لرونکی او پاکستان د یو مصنوعي او غیر طبیعي هیواد په توګه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.