په معاصر سیاست کې د سیاسي سوداګر اصطلاح ورځ تر بلې عامه ده . دا اصطلاح هغو سیاستوالو ته کارول کیږي چې سیاست د ولس خدمت، عدالت او ملي ګټو د ساتنې لپاره نه، بلکې د خپلو شخصي، ګوندي او اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. کله چې سیاست د وجدان او خدمت له چوکاټ څخه ووځي او د معاملې، فرصتطلبۍ او ځانپالنې بڼه غوره کړي، نو سیاستوال هم له ملتپالنې څخه سیاسي سوداګرۍ ته مخه کړي . په دې حالت کې ملت د وجدان پر ځای د بازار منطق ته تسلیم او خلک د قدرت د معاملې په اجناسو بدل شي .
سیاسي سوداګر سیاست د یو تجارت په شکل چلوي. هغوی د خلکو احساسات د بازار په نرخ پلوري، درواغجن شعارونه جوړوي، له هرې موقع او فرصت څخه د شخصي یا ګوندي ګټې لپاره کار اخلي، او د ملت خیر او د عدالت ارزښتونه د خپلې بقا لپاره قرباني کوي. دا ډول سیاستوالو لپاره اصول، وجدان او ملي ګټې یوازې هغه وخت ارزښت لري چې د دوی په ګټه تمامه شي. دوی نه په دوامدار بدلون باور لري او نه په فکري صداقت، بلکې په لنډ مهاله بریاوو، تبلیغاتي شور، او د خلکو د احساساتي غبرګون په کارولو د خپل واک د ساتنې هڅه کوي.
په افغانستان کې سیاست له تېرو څو لسیزو راهیسې له ملي او اخلاقي روحیې بېبرخې شوی. ډېر سیاسي څېرې او ډلې د واک، بهرني ملاتړ او شخصي شتمنۍ د زیاتولو لپاره میدان ته داخل شوي اما نه د ولس او ملت خدمت لپاره. اکثرا اصطلاحات او شعارونه تر ډېره د معاملو د پردو تر شا د وسیلو په توګه کارول شوي دي. سیاسي سوداګر د ولس له بېوزلۍ ، ناخبرۍ او احساساتو ناوړه استفاده کوي ، قومي، ژبني او مذهبي تفرقې پاروي، او بیا د همدې وېش له لارې د قدرت بنسټونه ټینګوي. دا ډول سیاست د یووالي پر ځای بېاعتمادي، د عدالت پر ځای فساد، او د پرمختګ پر ځای مایوسي زېږوي.
په افغاني ټولنه کې له بده مرغه دا یو رواج او دود ګرځېدلی ، هر هغه سیاستوال چې یوې سیاسي ډلې، یا ګوند پورې تړلی و ښه مالي امکانات او اقتصادي سرچینې یې لرلې ، دغه سیاستوال به هڅه کوله چې د همدې مالي ځواک له لارې خپل فکري ملګري د مادي مرستو په ورکولو ځان ته نږدې وساتي. دا یوه پټه خو عامه سیاسي سوداګري وه چې د مرستې او ملاتړ تر شا یې د فکر د تسلیمۍ غوښتنه پټه وه.
کله چې یو شخص د دغه سیاستوال له فکري لیکې سره همنظر پاتې شو، د نعمتونو دروازې به پرې پرانېستل شوې وې، خو که یې د وجدان له مخې د هغه تګلاره ناسمه وګڼله او خپل خپلواکه دریځ به یې غوره کړ، نو هغه به سمدلاسه د بېوفا، ناشکره او د احسانناشناسه په نوم یادېده.
په داسې حال کې چې دا دریځ د فکري ازادۍ نښه ده، نه د بېوفایۍ . دا ډول چلند د سیاسي اخلاقو یو روښانه فساد دی ځکه سیاستوال د خدمت او نظریې پر ځای د امتیاز او اطاعت اړیکه رامنځته کوي. دا پدیده د دې لامل شوی چې ډېر افغان سیاستوال د ملګرو تر منځ د فکر د تبادلې پر ځای د وفادارۍ د پیرلو دود ته مخه کړي. په دې توګه سیاست له فکري بهیر څخه د شخصي اطاعت په بازار بدل او د وجدان دروازه د مالي مرستو په قفل و تړل شي .
د سیاسي سوداګرۍ اغېزې او ریښې یوازې په سیاست نه، بلکې په اقتصاد، ټولنه او اخلاقو کې هم ژورې ریښې لري . کله چې سیاست د معاملې په بڼه واوړي نو هلته فساد حاکم شي ځکه هره پرېکړه د ګټې او تاوان پر اساس کېږي، نه د حق او انصاف پر بنسټ. په دې حالت کې خلک پخپلو مشرانو بېباوره ، اقتصاد د معاملاتو قرباني او فکري ژوند هم د پرمختګ له کاروان څخه پاتې شي . د داسې سیاست تر ټولو خطرناک اړخ د هغې اخلاقي زوال دی دا ځکه چې وجدان له سیاست څخه جلا شي .
په حقیقت کې، سیاست باید د صداقت، عدالت، شفافیت، وجدان او ملي احساس پر بنسټ ولاړ وي. که دا ارزښتونه د ګټې پر قربانۍ وړاندې شي، ملتونه خپل هویت، عزت او راتلونکی له لاسه ورکوي. د دې حالت د بدلون لپاره پکار دي چې د افرادو سیاسي پوهاوی لوړ شي تر څو خلک د شعارونو او معاملاتو تر منځ توپیر وپېژني او سیاست د قانون او اصولو تابع شي نه د اشخاصو . له بلې خوا پکار دی چې اخلاقي او فکري روزنه پیاوړې شي ، نو په داسې حالاتو کې بیا د فساد او سیاسي معاملې مخه نیول کیږي .
دا هم ویلای شو چې سیاسي سوداګري د ملتونو د زوال، د عدالت د لهمنځه تلو او د اعتماد د ورکېدو بنسټیز لامل دی. د یو سالم او عادل سیاست بنسټ یوازې هغه وخت کېښودلای شي چې افراد د سیاسي سوداګرو له نفوذ څخه خلاص شي او د اصولي، ملي او وجداني سیاست لور ته ګام واخلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.