د جدي میاشت او يه تیره شپږمه نیټه چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د ژمي له درنې یخنۍ سره سمون خوري د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوازې یوه نیټه نه ده ، دا د یو ملت پر تندي د درد، عبرت او بیدارۍ ژوره کرښه ده. ځینې ورځې دي چې هسې بدلونونه پکې منځته راځي ، خو ځینې ورځې بیا د یو ملت او یو هیواد د تاریخ مسیر اړوي.
جدي شپږمه هم هماغه شپه او ورځ ده چې د پردو لاسوهنې، د “ دوستۍ “ تر درواغجن لباس لاندې د یرغل او د ملي حاکمیت پر بنسټیزو ستنو د مستقیم برید نښه ګرځېدلې ده. په همدې شپه د پخواني شوروي اتحاد وسلوالو پوځونو زمونږ پر خاوره وسلوال یرغل وکړ . یرغل چې نه یوازې پوځي و، بلکې سیاسي، رواني، فرهنګي او ستراتیژیک ابعاد یې هم لرل او افغانستان یې د اوږدې جګړې ، بېثباتۍ ، کړاونو ، ویجاړۍ او وروسته پاتې والي پر داسې لاره واچوه چې اغېزې یې تر ننه زمونږ پر ټولنیز ژوند، ادارې، اقتصاد او ملي یووالي سیوری اچوي.
د تاریخ په اوږدو کې دا حقیقت تکرار شوی چې ستر زبرځواکونه ډېر کله د ښکاره دښمنۍ پر ځای د دوستۍ ، ملاتړ، پرمختګ او امنیت شعارونه پورته کوي . خو د همدې شعارونو تر شا خپلې سترې جیوپولیټیکي موخې پټوي. افغانستان هم د همدې لوبې ښکار شو. زمونږ د هېواد هغه تاریخي دښمنان چې تل یې زمونږ د کمزورتیا او تفرقې په انتظار کې شېبې شمېرلې دي د دوستۍ جامې یې واغوستې، د مرستې ژمنې یې ورکړې خو په عملي میدان کې یې د افغانستان خپلواک تصمیمنیونه، ملي حاکمیت او د دولت اراده یې تر پوښتنې لاندې راوسته. همدا لاسوهنه ورو ورو له مشورې او نفوذ څخه د مستقیم یرغل تر مرحلې ورسېده او هغه ورځ راورسېده چې د یوه خپلواک هېواد د واکمنۍ مرکز په بېرحمۍ سره وځپل شو.
په دې پېښه کې د ولسمشر حفیظ الله امین وژل کېدل د وخت تر ټولو خونړۍ او برخلیکټاکونکې لحظه وه. که څوک د هغه له سیاسي خط، ادارې او تصمیمونو سره موافق وي یا مخالف، دا یو حقیقت دی چې له تاریخي انصاف سره تړاو لري پدې مانا هغه د خپلواک افغانستان د دولت قانوني مشر و او د پردي پوځ له خوا د هغه وژل کېدل د افغانستان د حاکمیت پر ضد ښکاره یرغل او د یو ملت د خپل تصمیم د حق تر پښو لاندې کول و. دا یوازې د یوه شخص له منځه وړل نه و ، بلکې دا د دې پیغام ورکول و چې د افغانستان د واکمنۍ سرنوشت باید د افغانانو په لاس کې نه، بلکې د پردیو په نقشو کې وټاکل شي. همدا د جدي شپږمې تر ټولو دردونکې مانا دا ده چې د یوه خپلواک ملک مشر وژل، د یو دولت د تصمیمنیونې شلول، او د افغانانو د راتلونکي په اړه د پردیو د فرمان نافذول.
کله چې مونږ د حفیظ الله امین د قربانۍ یادونه کوو هدف یې دا نه دی چې تاریخ یو رنګ کړو، یا اختلافونه ختم کړو ، خو هدف دا دی چې د تاریخ له سترو شېبو څخه هغه اصل را وباسو چې د ملت د بقا او عزت لپاره حیاتي دی . خپلواکي او حاکمیت د انسانانو په قربانۍ او د ملت په مقاومت ساتل کېږي. د امین وژل کېدل که په هر سیاسي تحلیل کې تفسیر شي په عملي ډول د شورویانو یرغل د هغې مرحلې اعلان و چې وروسته یې افغانستان د اوږدې جګړې په ډګر بدل کړ. د همدې شېبې نه وروسته زمونږ وطن د قواوو د سیالۍ په میدان بدل شو، ښارونه کنډواله شول، د کورنیو اړیکو تارونه وشلول شول، تعلیم او تولید کمزوری شو، مهاجرتونه پیل شول او افغان ټولنه د جګړې له رواني او اجتماعي زخمونو سره مخامخ شوه.
د جدي شپږمې کیسه یوازې د یرغل او ماتم کیسه نه ده ، دا د افغانانو د مقاومت او حماسې د راټوکېدو کیسه هم ده. که له پوځي او تخنیکي پلوه د شوروي ځواکمنتیا د پرتلې وړ نه وه، افغانانو داسې شتمني درلوده چې په ټانک، الوتکه او توپ نه تلل کېدل . ایمان، غیرت، د خاورې مینه، او د ناموس د ساتنې اراده زمونږ د هېواد د بېلابېلو سیمو خلک ، کروندګر، محصلین، علما، ځوانان، کليوال او ښاریان له یوې ګډې حماسي او ملي نقطې سره یو ځای شول او پدې همغږي شول چې پردی تسلط او د پردیو واکمني نه منو. دا یوازې یوه جمله نه وه ، بلکې دا د قربانۍ ، کډوالۍ ، زندان، شهادت او بېسارې سختۍ انتخاب و . افغانانو تاریخ ته بیا وښوده چې دا خاوره د امپراتوریو هدیره ده ځکه چې د دې خاورې زامن او لوڼې د غلامۍ په قیمت ژوند نه غواړي .
د شوروي یرغل له افغانستان څخه یوازې نظامي مقاومت ونه زېږاوه ، دا مقاومت د ملي شعور، د خپلواکۍ د ارزښت ، او د تاریخ د حافظې په ژورې بڼې کې هم تبارز وکړ . همدا وجه ده چې جدي شپږمه سره له دې چې د درد او ماتم ورځ ده ، د عبرت او بیدارۍ ورځ هم ده . دا ورځ مونږ ته دا په زړه کوي چې د دولتونو کمزورتیا ، د ملت تفرقه ، او د سیاسي هوښیارۍ نشتون څنګه د پردیو لاسوهنې ته لاره هواروي . دا ورځ دا هم راښيي چې هر کله د پردي د “ دوستۍ “ تر شا ګټې، نفوذ او تسلط پټ وي نو پایله یې د ملت لپاره اوږده ناورینونه وي.
د دې تاریخي شېبې په تحلیل کې د ولسمشر حفیظ الله امین د قربانۍ یادونه ځکه مهمې دي چې دا د افغانستان د حاکمیت د ماتېدو د شیبې سمبول دی. هغه شپه چې د دولت مشر خپلو تنکیو او ګلالیو زامنو سره په بېرحمۍ سره ووژل شو ، زمونږ د سیاسي خود ارادیت بنسټ ته د توپ خوله ودرول شوه. په همدې مانا د امین وژل کېدل له هرې سیاسي زاویې څخه د افغانستان لپاره د یوه لوی فصل د پای او د بل تریخ فصل د پیل زنګ و . د تاریخ له انصاف سره دا هم تړاو لري چې د هېواد هر مشرتابه، هر نظام او هره اداره باید پوه شي چې د پردیو تر سیوري لاندې استقلال نه پخېږي او د ملت د ارادې پر خلاف پروژې پایښت نلري .
له همدې ځایه زمونږ د ملي بحث لپاره ستره پوښتنه راولاړېږي چې مونږ د جدي له شپږمې څخه څه زده کړل؟
که د دې ورځې یادونه یوازې په شعارونو ، احساساتو او تکراري جملو محدوده شي، نو مونږ به د تاریخ حق هیڅکله هم ادا نکړو .
د دې ورځې حق دا دی چې مونږ خپل ملي یووالی پیاوړی کړو، د پردیو د نفوذ پر وړاندې سیاسي بصیرت لوړ کړو، خپل داخلي اختلافات د ملي ګټو په چوکات کې مدیریت کړو او داسې دولت محوره فکر او نظام جوړ کړو چې د بهرني فشار پر وړاندې د ملت اراده خوندي کړي . ځکه تاریخ دا هم ښيي چې که ملتونه پخپلو منځونو کې د باور فضا ونلري، پردي به د همدې تشې له لارې د نفوذ دروازې پرانیزي.
هیره دې نوي چې جدي شپږمه د افغانستان د تور تاریخ توره پاڼه ده، خو دا پاڼه یوازې د ماتم لپاره نه ده ، دا پاڼه د شعور، عبرت او د راتلونکي د جوړولو لپاره یو درس دی. د شوروي یرغل، د ملي حاکمیت ټکول، او د ولسمشر حفیظ الله امین خونړۍ قرباني مونږ ته دا حقیقت روښانه کوي چې استقلال په ارزانه نه تر لاسه کېږي او نه په ارزانه ساتل کېږي. زمونږ د ملت حماسه دا ده چې که هر څومره سخت شرایط هم وي، افغان ولس د خپلې خاورې، عزت او ناموس دفاع ته درېږي او زمونږ مسولیت دا دی چې د همدې قربانیو له حافظې څخه د ملي یووالي، سیاسی بلوغ او خپلواک فکر داسې بنسټ جوړ کړو چې بیا زمونږ پر وطن د “ دوستۍ “ تر نامه لاندې د یرغل توره شپه بیا تکرار نه شي.
د دې ترڅنګ دا مو د مسولیت او رسالیت یوه مهمه برخه هم ده چې د هیواد تیرو څه دپاڅه څلورو لسیزو تاریخ څخه لومړی په حقیقي بڼه پوهاوی تر لاسه کړو او بیا د دې تاریخي پیښو ریښتینی انځور ځوانو او راتلونکو نسلونو ته هم ولیږدوو . که چیرې مونږ پدې لار کې دا خپل ملي رسالت تر سره نکړو ، بیا به مو د خپل ملي او وطني د دین کاروان په شا تمبولی ، خپل ځان ، ولس او وطن پر وړاندې به حساب ورکونکې یو .
د جدي شپږمې غمیزې شهیدانو روح دې ښاد او ویاړونه دې تلپاتې وي .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.