پدې مقاله کښې غواړم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په تعلیمي سیستم (نصاب) ساینسي پرمختګ او اقتصادي ودې باندې د منفي اغیزو په اړه بحث وکړم. د طالبانو پالیسیو، لکه د نجونو په تعلیم بندیز، د نصاب بدلونونه، ساینسي مضامین د ښوونځیو له تقسیم اوقات ویستل، او د ښځو په حقوقو محدودیتونه، د هیواد پرمختګ ته جدي زیان رسولی دی. د طالبانو دا پالیسۍ د افغانستان د تعلیمي سیستم ویجاړولو ترڅنګ د اقتصادي وده مخنیوي هم کوي، چې په پایله کښې د ځوان نسل د ټولنیز فقر، مهاجرت او بشري بحرانونو زیاتوالی ته لاره هواروي. د افغانستان د اوسنی بحران د وتلو څخه د نړیواله ټولنه مداخله د خبرو اترو له لاره اړینه ده.
سريزه
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، افغانستان د بشري، تعلیمي او اقتصادي بحرانونو سره مخ شو. طالبانو د ښځو او نجونو په تعلیم بندیز لګولی، چې دا کار د هیواد د پرمختګ لپاره یو لوی خنډ دی. د ساینسي علومو پرمختګ، چې د اقتصادي ودې لپاره تر ټولو اړین دی، د طالبانو د مذهبي تمرکز له امله محدود شوی دی.د طالبانو اکثریت پالیسۍ د ساینسي پرمختګ، ساینسي نوښت، عصري علومو او اقتصادي پراختیا مخنیوي کوي. پدې مقاله کښې به د تعلیم، ساینس او اقتصاد په برخو کښې د طالبانو اغیزې وڅیړل شي.
د تعلیم او ساینسي علومو باندې اغیزې
د ټولو شرعي، ټولنیزو او بشري اصولو خلاف، د نجونو او ښځو په تعلیم بندیز، طالبانو د افغانستان تعلیمي سیستم ته جدي زیان رسولی دی. افغانستان اوس مهال یوازینی هیواد دی چې د ۱۲ کلونو څخه پورته نجونو او ښځو ته ثانوي او لوړ تعلیم منع کوي، چې له امله یې شاوخوا ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. دا بندیز نه یوازې د نجونو شرعي او بشري حقونه نقض کوي بلکې د هیواد د بشري سرمایې پراختیا مخنیوي کوي، چې د ساینسي پرمختګ لپاره اړینه ده.
د نصاب بدلونونه د طالبانو یو بل لوی اقدام دی چې ساینسي مضامین یې کم کړي. دوي د افغانستان د تعلمي نصاب څخه د مسلکي زده کړو، ورزش، انګلیسي ژبې، مدني تعلیم، کلتور، فزیک، بیولوژی، کمپیوټر ساینس او کیمیا مضامین لرې کړي او پر ځای یې ددوي په اصطلاح اسلامي مطالعاتو ور زیات کړي دي. دا بدلونونه د طالبانو د ۲۰۲۰ کال د سند پر بنسټ دي چې پخوانی نصاب یې د غیر اسلامي عناصرو له امله انتقاد کوه.د یادو بدلونونو په پایله کې، ډیري ساینسي او عصري مضامین نه تدریسیږي، ځکه چې ښځینه مسلکي استادانې له کاره ګوښه شوې او د دوي ځای ناستي اکثرا غیر مسلکي د پاکستان د مدرسو فارغین ملایان دي!
په پوهنتونونو کښې، د ښځینه محصلینو په لباس او د نارینو محصلینو سره په ګډه تدریس یا زده کړه کښې محدودیتونه لري، چې دا کار د ساینسي څیړنو د پرمختګ مخنیوي کوي. د هیواد څخه د اکاډیمکو کدرونو تیښته (brain drain) یو بل ستونزه ده، چې ډیري پوهان او مسلکي کدرونه، په ځانګړي ډول ښځینه اکاډمیک کدرونو د هیواد پریښودو ته مجبورشوي دي. یاد وضعیت د افغانستان اکاډمیک سیستم ته جدي زیان رسولی دی او د ساینسي نوښتونو او پرمختګونه یې د ستر خنډ او ځند سره مخ کړي دي.
علاوه پر دې، په ښوونځیو کې د بدني سزا زیاتوالی، لکه وهل، څپیړې او تحقیر، د ماشومانو حقونه نقض کوي او د زده کړې کیفیت کموي. دا پالیسۍ د ۲۰ کلونو تعلیمي پرمختګ تقریباً له مینځه وړي او د هیواد راتلونکي نسلونو عصري او ساینسي پرمختګ یې د سترو ننګونو سره مخ کړي دی!
د اقتصادي ودې او پرمختګ باندې اغیزې
طالبانو د افغانستان اقتصاد ته هم جدي زیان رسولی دی. د دوي واک ته رسیدو وروسته، د نړیوالو سره دیپلوماتیکې او نړیوالې مرستې بندې شوې، چې دا کار د اقتصادي بحران لامل شوی دی. اقتصاد کمزوری شوی، د سوء تغذیې کچه لوړه شوې او له نیمایي زیات افغان وګړي له فقر سره مخ دي. که څه هم طالبانو په ځینو برخو کښې، لکه د فساد کمول او د عوایدو زیاتول له منابعو استخراج څخه، ښه مدیریت کړی، خو د دوي محدودیتي پالیسۍ، په ځانګړي ډول پر ښځو، د اقتصادي ودې مخنیوي کوي.
د ښځو په کار بندیز د کاري ځواک نیمایي له مینځه وړي، چې دا کار تولید او نوښت کموي. نړیوال انزوا او د مرستو کموالی د پراختیایي پروژو مخنیوي کوي. په ۲۰۲۳/۲۰۲۴ کالونو کښې، اقتصاد لږ وده کړې، خو د کمې تقاضا او بشري مرستو کمیدو له امله، راتلونکی نامعلوم دی. طالبانو د امنیتي سکتور لپاره له ۵۰ سلنې زیات بودجه ځانګړې کړې، چې دا کار د تعلیم او صحت په څیر برخو ته زیان رسوي. دا پالیسۍ د اقتصادي پرمختګ دښمنان دي، ځکه چې د ساینسي پرمختګ پرته، هیواد نشي کولی اقتصادي وده ترلاسه کړي. د نجونو له تعلیمه محرومي د مهارت لرونکو متخصصینو کمښت راولي، چې د افغانستان د اقتصادي وده لپاره خورا زیانمن دی.
پراخې اغیزې او وړاندیزونه
د طالبانو پالیسۍ نه یوازې تعلیم او اقتصاد ته زیان رسوي بلکې ټولنه هم ویجاړوي، لکه د ماشومانو کار او وختي ودونو زیاتوالی. نړیواله ټولنه باید فشار زیات کړي ترڅو دا بندیزونه لرې شي او مرستې مشروط کړي.
پایلې
طالبان د ساینسي علومو، پرمختګ او اقتصادي ودې دښمنان دي، ځکه چې د دوي پالیسۍ د تعلیمي سیستم ویجاړي، ساینسي نوښتونو مخنیوي کوي او اقتصاد کمزوری کوي. د دې وضعیت بدلون لپاره، نړیوالې هڅې اړینې دي ترڅو افغانستان د پرمختګ لور ته وګرځي.
د پاکستان دیني مدرسې د افغان ماشومانو او راتلونکو نسلونو د بربادۍ ځالې
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.