زه پور غواړم او ته نور

غلام حضرت احساس

66

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د سترو قربانیو ، ژورو ټپونو او نه هېرېدونکو غمیزو شاهد پاتې شوی . دا خاوره یوازې د پردیو د یرغلونو قرباني نه ده، بلکې تر هر څه زیات د هغو داخلي څېرو له لاسه هم ځورېدلې چې د وطن پر سر یې معامله وکړه ، د ولس له وینو یې قدرتي ماڼۍ ودانې کړې او د شخصي ګټو لپاره یې ملي حاکمیت د پردیو تر پښو لاندې وغورځاوه. همدا کسان وو چې د واک په نشه کې یې نه دین وپېژاند، نه وجدان، نه ولس او نه تاریخ . یوازې څوکۍ ، پیسې او قدرت ورته ارزښت درلود.

نن یو ځل بیا همدغه شرمېدلي، مختوري او پردو پورې تړلي افراد، چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره ، د هېواد د ملي شتمنیو لوټماران ، د زرګونو جریبو ځمکو غاصبین او د افغانستان د سترو ناورینونو، کړاونو ، کورنیو جګړو او اشغالونو اصلي عاملین دي د سیاسي بدیل او ائتلاف تر جعلي عنوان لاندې سر راپورته کوي. دا هغه څېرې دي چې د تېر جمهوریت له سقوط سره سم، د حساب او عدالت له وېرې وطن پرېښود، بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدل او د پردیو تر سیوري لاندې یې ځانونه پټ کړل. اوس بیا د بهرنیو استخباراتي کړیو په لمسون، د مصنوعي غونډو، تشو اعلامیو او بې‌ریښې شعارونو تر نامه لاندې سره راټولېږي، څو یو ځل بیا د افغانستان د بې‌ثباتۍ اور ته لمن ووهي.

دوی غواړي تاریخ تحریف کړي ځانونه قربانیان معرفي کړي او ولس وغولوي . خو دا ولس نور د درواغو په دې بازار کې د پېرېدلو توکي نه دي. افغان ولس اوږده حافظه لري، درد پېژني او خپل دښمن له دوست څخه بېلولی شي. همدا ولس و چې د دوی د واکمنۍ په دوران کې یې فقر، بې‌عدالتۍ ، فساد، قومي تفرقې، ناامنۍ او تحقیر تجربه کړ. همدا ولس و چې د دوی د معاملو قیمت یې په وینو، بې‌کورۍ او هجرت ورکړ. له همدې امله ولس دا څېرې لا پخوا رټلې دي او د تاریخ د تور لیست برخه یې ګرځولي دي.

نن دا افراد نه په وطن کې د اوسیدو او پاتې کیدو جراءت لري او نه د ولس په زړونو کې ځای. د دوی یوازینۍ تکیه‌ګاه بهرني استخباراتي مراکز، سیاسي لوبغاړي او هغه کړۍ دي چې تل یې د افغانستان له بې‌ثباتۍ څخه خپله ګټه اخیستې ده. دا کسان د ولس له ارادې، ملي مشروعیت او داخلي ملاتړ بې‌برخې دي . ځکه چې مشروعیت له ولسه راولاړېږي، نه له هوټلونو، سفارتونو او استخباراتي ناستو.

سره له دې چې دا مهال په هېواد کې داسې شرایط نه دي رامنځته شوي چې له دغو کسانو سره د قانون پر بنسټ حساب وشي، عدالت ته راکش شي او د خپلو کړنو سزا وویني ، خو دا د هغوی د خلاصون مانا نه لري. تاریخ ښودلې ده چې عدالت که څه هم ځنډېږي، خو هېڅکله نه مري. دوی ته پکار وه چې د خپلو جنایتونو، خیانتونو او تاریخي تېروتنو له امله له افغان ولس څخه بښنه غوښتې وای، لږ تر لږه یې وجداني مسوولیت منلی وای، خو برعکس نه یوازې پښیماني نه ښکاره کوي او نه هم وجدانا ناراحته دي، بلکې لا هم د ولس او وطن پر سر د نوو معاملو خوبونه ویني.

خو دا ځل شرایط بدل دي. دا ځل ولس بیدار دی، تجربه لري او نور د تېر په څېر د فریب ښکار نه کېږي. د بښنې او برات دروازې د هغو لپاره تړل شوې دي چې په شعوري ډول یې وطن وران کړی، ملي شتمنۍ یې لوټ کړې او د پردیو اجنډاوو ته یې خدمت کړی دی. هغه ورځ لیرې نه ده چې د هیواد دولتي واکمنې مو خپل قانوني، پر ملي حاکمیت ولاړ، د ولس له ارادې سرچینه اخیستونکی او د نړیوالو اصولو او نورمونو سره سم خپل نظام ټینګ کړي ، بیا به هماغه ورځ د دې څېرو لپاره د حساب وخت وي. دا حساب به نه د انتقام، بلکې د عدالت حساب وي، څو تاریخ به یو ځل بیا تکرار نه شي.

افغانستان نور د تکراري خاینانو، ناکامو څېرو او د پردیو په نسخو جوړو شویو مصنوعي ائتلافونو د زغملو وس نه لري. دا ولس ثبات غواړي، عزت غواړي، خپلواکي غواړي او داسې راتلونکی غواړي چې بنسټ یې پر عدالت، ملي یووالي او د افغانانو پر خپله اراده ولاړ وي، نه پر پردیو نسخو او وارداتي طرحو. تاریخ به لیکي چې څوک د دې خاورې ترڅنګ ودرېدل او څوک یې د پردیو په دروازو کې وپلورله.

ملي یووالي ته اړتیا

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.